د طالبانو د تروریستی تبلیغاتو ستډیوګانې په پاکستان کې دی

گزارشگر:سه شنبه 14 ثور 1395 - ۱۳ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی، د طالبانو ټولې رسنیزې او د ترانو تبلیغاتی ستډیوګانې په پاکستان کې فعالې دی.
د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، په هېواد کې دننه ځینې کړۍ، د دغو ویرې اچوونکو موادو د خپرولو هڅې کوی.
په پاکستان کې د طالبانو د تبلیغاتو، ترانو اوهمدارنګه د دغو موادو د چمتوکولو لپاره د ستډیوګانو موجودیت، کومه نوې خبره نه ده چې د افغانستان د ملی امنیت شورا ورته اشاره کوی.
د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت او د سیمه ییزو ادارو له ویندویانو سره په ګډې خبرې ناسته کې وویل، د طالبانو مشران چې د بهرنیو استخباراتو له خوا ګمارل کېږی، هڅې کوی چې په افغانستان کې د تبلیغاتو له لارې یو ډول روانی جنګ ته لمن ووهی.
هغه زیاته کړه:
«د طالبانو ټولې ویب پاڼې، ټولنیزې شبکې او د جنګی سندرو او ترانو ستډیوګانې په پاکستان کې دی او خاصې ډلې یې ورته ګمارلی دی، د طالبانو او نورو تروریستی ډلو کوښښ دا دی چې د افغانستان پرخلکو تپل شوی جنګ چې دوی په کې د اجیرانو په توګه استعمالېږی، له دینی اړخه توجهه کړی، خو هغه ګروپونه چې مشران یې د استخباراتی حلقو په خوښه ټاکل کېږی، په هیڅ صورت پر یوه مسلمان ملت یوې تپل شوې جګړې ته د مشروعیت د ورکولو حق نه لری.»
پخوا تردې خلکو له حکومته غوښتی چې د طالبانو تبلیغاتی مرکزونو او دغو فعالیتونو ته د هغوی د لاسرسی مخه ونیسی، خو دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکی په پاکستان کې، د دغو تبلیغاتی شبکو په اړه څرګندونې کوی.
همدارنګه د افغانستان د ملی امنیت عمومی ریاست بیا بیا ویلی کوم کسان چې په ویره اچوونکو فعالیتونو کې نیول شوی، په پاکستان کې روزل شوی دی.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ وضعیت هغه مهال ترینګلی شو چې په کابل کې د ملی امنیت پر لسم ریاست برید وشو.
په دې برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او شا او خوا ۳۵۰ په کې ټپیان شول.
د پېښې په اړه افغان حکومت ویلی چې دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.
پاکستان د افغان حکومت د د غو څرګندونو پر وړاندې څه نه دی ویلی، خو پخوا تردې یې دا ډول خبرې رد کړی دی.
په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال چې په دغې خبرې ناسته کې حاضر و، وویل چې روان کال به د ټولو ترهګرو ډلو د ماتې کال وی.
هغه زیاته کړه: سږکال زموږ د بریا کال دی، هغه ګواښونه چې همدا اوس په هېواد کې محسوسېږی، افغان زړه ور سرتېری یې د هېواد په هرځای کې خنثی کوی.»
افغان چارواکو ویلی چې د پاکستان د کړنو په اړه به د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته شکایت وکړی.
دا چې دا شکایت به کله کېږی او په افغانستان کې به دپاکستان پر لاسوهنو څومره اغېز وکړی، دا به وروسته معلومه شی. منبع: د آزادی رادیو

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.