د کورنیو چارو وزارت : د تښتول شوی هندۍ مېرمنې د خلاصون جدی هڅې پیل شوی

گزارشگر:یک شنبه 23 جوزا 1395 - ۲۲ جوزا ۱۳۹۵

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې په کابل کې د تښتول شوې هندۍ مېرمنې دیسوزا د راخلاصون لپاره جدی هڅې پیل شوې دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایی چې دا مهال د دې مېرمنې د تښتونې قضیه په کشفی ارګانونو کې ده.
۴۰ کلنه جودیت دیسوزا په کابل کې له آغاخان بنسټ سره کار کاوه چې د جمعې په شپه د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شوه.
mandegar-3د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، په کابل او نورو نږدې سیمو کې ټول کشفی ځواکونو جدی هڅې پیل کړې څو مېرمن دیسوزا د برمته کوونکو له منګولو وژغوری.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل دوی ته یو شمېر کشفی معلومات رسېدلې خو د قضیې د محرمیت له امله یې په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
خو نوموړی وویل چې د دې مېرمنې د خوشې کېدو لپاره جدی هڅې روانې دی.
هغه زیاته کړه:
«د کابل پولیس له کشفی او استخباراتی او نورو اړوندو امنیتی اداروسره په هماهنګۍ کار کوی، څو د تښتول شوې مېرمن د ژر خلاصون لپاره اقدامات کړی.»
دغه مېرمنه جودت ډی سوزا نومیږی، ۴۰ کاله عمر لری او په کابل کې یې د آغا خان په نوم بنسټ سره کار کاوه چې د جمعې په شپه د کابل ښار له لسمې ناحیې څخه د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیره مېرمن شوسما سوراج هم رسنیو ته په خبرو کې د دې هندۍ مېرمنې د تښتول کېدو خبره منلې ده.
د آغا خان بنسټ ویلی چې د دې ښځې د خلاصون لپاره له افغان امنیتی ادارو سره کار کوی.
په تېره یوه لسیزه کې دا څلورم هندی تبعه ده چې په افغانستان کې تښتول کېږی.
له دې وړاندې هندی کاتولیک کشش آلیکسس پرم کما په ۲۰۱۴ کال کې او دوه هندی ساختمانی کارګران په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې تښتول شوی او وروسته بیا ټول د تښتونکو له منګلو خلاص شوې دی.
له دې ټولو سره یو شمېر په دې باور دی چې د کابل او هند نږدې اړیکې د دې سبب شوی چې یو شمېر ګاونډی هېوادونه د داوړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو لپاره خپل شوم پلانونه عملی کړی.
په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدی اسلام اباد ته په اشارې وایی په اغلب ګمان د مېرمن دیسوزا په برمته کېدو کې به پاکستان لاس ولری.
هغه زیاته کړه:
«زما باور دا دی چې چابهار بندر چې پرانستل شو وروسته سلما بند او بیا نریندرا مودی چې امریکا ته لاړه او هلته د افغانستان ملاتړ یې وکړ نو خامخا یو شمېر کسان په ځانګړی ډول پاکستان په دې نظر دی چې د افغانستان اړیکې کړکېچنې کړی.»
په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایې تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدی وویل ټولو بهرنیو اتباعو ته له پخوا معلومات ورکړل شوی چې د شپې تګ راتګ پرمهال پولیس په جریان کې کړی خو دې مېرمنې پولیس په جریان کې نه و اچولی.
خو افغان کارپوه احمدی سعیدی پر حکومت او امنیتی ارګانونه باندې انتقاد وکړ چې د ښاریانو او بهرنیو اتباعو د امنیت په تامین کې پاتی راغلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.