د نورستان والی: بریدونه پټ پاتې کېږی،په نورستان کې هېڅ خبریال شتون نه لری

- ۲۲ عقرب ۱۳۹۱

سره له دې چې په نورستان کې له اوږده مهال راهیسې امنیتی ستونزې شته او د دې ولایت ډېرې سیمې د پاکستان تر بریدونو لاندې دی، د نورستان والی وایی، چې د افغانستان ازادې او دولتی رسنۍ له دغه ولایت سره بې غوری کوی او تر اوسه په نورستان کې یو خبریال هم شتون نه لری.
هغه وایی، چې د خبریالانو او د رسنیو د استازو نه شتون لامل شوی، چې خلک د ډېرو پېښو له خبرېدو بې خبره پاتې شی.
د نورستان والی تمیم نورستانی وایی، چې د دوشنبې په شپه د پاکستان له لوری پر دې ولایت کابو ۱۲۰ توغندی راتوغول شوی، چې په ګوردېش او ډپایو سیمو کې لګېدلی دی او په وینا یې چې یوشمېر کورونه یې ویجاړ کړی، شپېته پسونه او نهه غواګانې یې هم وژلی دی.
هغه وایی، چې له ډېر وخت راهیسې پر دغه ولایت د پاکستان له لوری توغندی راتلل خو شمېر یې کم مګر تېره شپه په ډېر شمېر کې راغلی دی.
نوموړی زیاتوی،  دغه بریدونه په کونړ هم راتلل خو دا چې په کونړ کې خبریالان او د رسنیو استازی شته وخت په وخت یې د هغو رپوټونه ورکول او خلک ترې خبرېدل، خو دا چې په نورستان کې رسنۍ او د رسنیو استازی نشته نو ډېر مهال د دې ولایت له خبرونو او پېښو خلک نه خبرېږی.
د نورستان والی وایی، چې دوی د دغو بریدونو د مخنیوی او متقابل عمل لپاره له پولیسو پرته بل هېڅ نه لری چې پولیس یې هم په درنو وسلو سمبال نه دی.
ښاغلی تمیم زیاته کړه، د نورستانی ځایی اداره د ورته عمل او یا ځواب ورکولو صلاحیت نه لری؛ خو وخت په وخت یې د دې بریدونو په اړه د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او مرکزی حکومت ته خبر ورکړی دی.
هغه وایی، کامدېش او برګمټال تل د پاکستان له لوری تر بریدونو لاندې وی، دلته پاکستانی ملېشې  راغلی دی، خو دا چې دوی په ورځ په ورځ په دې ولسوالیو کې کلی له وسله والو پاکوی او خلک د دولت پر ملاتړ درېږی، پاکستان د دغسې بریدونو په کولو سره غواړی، چې له افغان طالبانو سره مرسته وکړی او وسله والو ته په سیمه کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړی.
د نورستان والی تمیم نورستانی وایی، چې رسنۍ د نورستان په برخه کې بې غوره دی، په دې ولایت کې تر اوسه یو خبریال او د یوې رسنۍ استازی حتی د باختر دولتی اژانس استازی شتون نه لری.
نوموړی وایی، خبریالانو ته بلنه ورکوی چې دې ولایت ته ورشی او په مرکز پارون کې یې ورته د بشپړ امنیت او د کاری زمینې د برابرېدو ژمنه هم کوی.
هغه زیاتوی، چې د حکومت پر کړنو د څار لپاره رسنۍ مهمې بولی او په همدې خاطر نورستان ته د ورتګ لپاره ورته هرکلی وایی.
تمیم نورستانی وایی، چې په کامدېش او برګمټال کې اوس هم پاکستانی ملېشې شتون لری او هڅه کوی، چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو په ملتیا فعالیتونه تر سره کړی.
هغه وایی، چې اوس وسله وال طالبان او پاکستانۍ ملېشې د خلکو په مرسته د دوی له لوری کلابند شوی دی او ورځ په ورځ پرې ساحه تنګېږی.
نوموړی وایی، چې د نورستان په یادو سیمو کې وسله وال او پاکستانۍ ملېشې په ازاد ډول اوسېږی، جبهې لری او دوی په دې اړه کره اسناد او استخباراتی  معلومات لری چې له مرکز سره یې هم شریک کړی دی.
د نورستان والی وایی، دوی د ټولو هغو کسانو نومونه لری چې د پاکستان له لوری دې سیمې ته راغلی دی او استخباراتی مامورین یې پرې ښه پوهېږی چې دوی چېرې مېشت دی او په څه بوخت دی.
ښاغلی نورستانی وایی، چې په نورستان کې د پخوا په پرتله امنیتی وضعیت ښه شوی خو زیاتوی، چې د بیارغنیزو چارو له امله له ستونزو سره مخ دی، ځکه سږکال دوی ته پراختیایی بودیجه نه ده ورکړل شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.