هند به شنبه او د یکشنبې په ورځ د “برېکس” مشرانو کوربه وی

گزارشگر:شنبه 24 میزان 1395 - ۲۳ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د هند صدراعظم نریندرا مودی به شنبه او د یکشنبې په ورځ د “برېکس” ډلې د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وی.
په‎دې ډله کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبی افریقا شاملېږی چې د نړۍ نوی اقتصادی قدرتونه یا د غوړېدو په حال کې اقتصادی قدرتونه بلل کېږی.
د هند د خارجه وزارت د اقتصادی اړیکو مشر امر سینها وایی، له ترورېزم سره مبارزه به د برېکس د مشرانو په غونډه کې د بحث یوه اصلی مسئله وی.
د هند حکومت ښایی د برېکس د مشرانو په غونډه کې د پاکستان د منزوی کولو لپاره بیا هم هڅې وکړی.
د څارونکو په وینا، دا غونډه به د هند صدراعظم نریندرا مودی ته پرهغو خطرونو د خبرو کولو ښه موقع ورکړی چې له پاکستان سره پر ګډو پولو ورته پېښ دی.
امر سینها نن د هند [ان ډی] تلویزون ته وویل، د برېکس د غړو هېوادونو مشران به نړیوالو اقتصادی او سیاسی پرمختګونو ته کتنه کوی او د ترورېزم پر ضد د مبارزې څرنګوالی د دې کتنې یوه اساسی برخه ده.
د هندی مطبوعاتو په وینا، د دې غونډې په پای کې به د ټولو غړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه هم خپره شې چې د ترورېزم ټول ډولونه او اړخونه به وغندی.
مخکې داسې ویل شوی و چې هند ښایی د “برېکس” غړی وهڅوی چې د پاکستان له خاورې د دوی پر سرحدی سیمو تروریستی حملې وغندی.
د څارونکو په باور، د چین ولسمشر شی جېن پینګ ښایی له پاکستان سره د خپلې نېږدې ملګرتیا په اړه د شک اوتردید پیدا کولو علاقه نه‎لری.
خو مودی او شی جین پینګ ښایی په ګډه له پاکستانه وغواړی چې د هغو افراطی وسله‎والو مخنیوی وکړی چې د چین په باور، د دې هېواد د تجارتی لارې د رغولو لپاره هم خنډ پېښولای شی.
چین غواړی چې د عربو سمندر ته د ۴۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت تجارتی لار د پاکستان په خاوره کې تېره کړی.
د واشنګټن په ودرو ولسن څېړنیز مرکز کې د جنوبی اسیا د سیاسی چارو څارونکی مایکل کوګلمن وایی، په پاکستان کې د چین اقتصادی پانګونې ته که وکتل شی نو د پیکنګ اندېښنه طبیعی ده.
د کوګلمن په وینا، د پاکستان د تعریف پر اساس ښې او بدې افراطی ډلې په‎دې هېواد کې د چین ګټو ته ګواښ دی.
د روان کال د سېپټمبر په ۱۸ د هندی پوځیانو پر یوه مرکز د وسله‎والې حملې په ځواب کې د هند پوځ د پاکستان لور ته د افراطی وسله‎والو پرضد عملیات وکړل او همدا راز د اسلام‎اباد د سیاسی انزوا هڅې یې پیل کړې.
خو د پاکستان پوځ د هند پر پوځیانو په وروستۍ حمله کې د لاس درلودلو خبر رد کړی دی.
د اسلام‎اباد حکومت ویلی، هند غواړی چې په‎دې ډول په هندی کشمیر کې د یوه بیلتون غوښتونکی سیاسی مشر د قتل پر ضد له روانو اعتراضی مظاهرو د خلکو پام واړوی.
د هند په تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې په‎دې اعتراضونوکې تر ۸۰ تنو زیات ملکی وګړی ووژل او زیات شمېر زخمیان شول.
په ګوا کې د برېکس د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم ګډون کوی.
د شانګهای د نړیوالو څېړنو په مرکز کې د جنوبی اسیا د مطالعاتو د ادارې مشر ژاوګانشینګ وایی چې د چین او پاکستان حکومتونو د هغې تجارتی لارې امنیت ته پام زیات کړی دی چې چین د عربو له سمندر سره نښلوی.
دې څیړونکی زیاته کړې چې که د پاکستان امنیتی وضعیت ښه نشی، یوشمیر اساسی پروژې ، په ځانګړی ډول د زیربنایی پروژو امنیت به له خنډ سره مخامخ کړی نو لدې امله د تروریزم پر ضد مبارزه ډیره نږدې ده.
د هند له لوری، امرسینها ویلی چې د برېکس د غړو هیوادونو مشران به د انټرنټ امنیت، تروریزم پرضد مبارزې او د انرژۍ د امنیت لپاره د همکاریو له موافقې ملاتړ وکړی.
دا موافقې د غړوهیوادونو د ملی امنیت ادارو د مشرانوترمنځ شوې دی.
په پاکستان کې د افراطی ډلو د فعالیت له امله له اندیښنو سره، د چین حکومت له ملګروملتونو د هند دا غوښتنه رد کړې چې په پاکستان کې د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود د تروریستانو په لست کې شامل شی.
هند پر جیش محمد ډلې تور لګولی چې د دوی په تر کنټرول لاندې کشمیر کې په وروستیو حملوکې یې لاس درلود.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.