د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون نه د دوو بهرنیو غړو د لرې کېدو په اړه خبرداری

- ۰۵ قوس ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو له شتون سره مخالفت کړی، یوشمېر سیاسی شننونکی او سیاسی ډلې وایی که د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې دوه بهرنی غړی نه وی، نو د رڼو، ازاداو او عادلانه ټاکنو تر سره کېدل به یو خوب وی.
هغوی وایی، ولسمشر په دغه کار سره غواړی چې په راتلونکیو ټاکنو کې د خپلې خوښې وړ چا لپاره د درغلیو لاره برابره کړی.
د ولسی جرګې او د افغانستان د ملی اېتلاف غړی استاد قربان علی عرفانی وایی، په تاسف سره چې په تېرو یوولسو کلونو کې د ولسمشر کرزی ټول سر و کار  له بهرنیانو  سره و؛ خو اوس د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې د دوو بهرنیانو غړو له شتون سره مخالفت کوی.
هغه وایی، ولسمشر کرزی په دغه کار سره غواړی، چې له ټولو دولتی امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د خپلې خوښې وړ څوک په راتلونکیو ټاکنو کې بریالی کړی، سره له دې چې په کور دننه شته سیاسی ډلې به خپل غږ پورته کړی او ورسره به مخالفت وکړی خو کله چې بهرنیان شتون ونه لری هغوی دا په خپله ګټه بولی.
د نوموړی په وینا، ولسمشر په یوازې سر نه شی کولای چې په یاد کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو شتون رد کړی، ځکه له تېرو دریو میاشتو څخه کابو شل سیاسی ګوندونه او اېتلافونه سره را ټول شول او د روښانه او ازادو ټاکنو لپاره یې یوه ګډه همغږی رامنځ ته کړه، او دا کولای شی چې د ښاغلی کرزی دریځ له ستونزو سره مخ کړی.
ښاغلی عرفانی وویل، که چېرې ولسمشر کرزی بیا هم د ولسی جرګې څرګندونې له پامه وغورځی چې په حقیقت کې د خلکو د نظر له پامه غورځول دی او ټاکنو ته لاړ شی، نو دا ټاکنې به له درغلیو ډکې وی، ازادې، عادلانه او رڼې به نه وی.
د هغه په وینا، په هغه صورت کې ښایی سیاسی مخالفې ډلې ښایی په ټاکنو اعتراضونه وکړی او ټول سیاسی اپوزیسیون،  ملی اېتلاف، ملی جبهه او نور سیاسی ګوندونه به دغه ټاکنې تحریم کړی، چې په هغه صورت کې به افغانستان له نویو ننګونو سره مخ شی چې مسول به یې ښاغلی کرزی وی.
همدارنګه د کابل پوهنتون استاد او د سیاسی چارو شننونکی فیض الله جلال وایی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هېڅکله خپلواک نه دی او یاد کمېسیون ولسمشر او د هغه لومړی مرستیال د یو تفاهم په ترڅ کې را منځ ته کړی چې تر ډېره د هغوی…     ادامه صفحه ۷
د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون نه…

او د هغوی د ټیم تر نظر لاندې کار کوی.
هغه وایی، یاد کمېسیون او له دې وړاندې هم خپلواکی نه درلوده او که همدا اوسنی کسان په کې وی نو په راتلونکې کې به هم خپلواکی ونه لری.
د نوموړی په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه خبره کوی، چې ولسمشر کړې وی او دا چې ولسمشر او ټیم یې د ټاکنیزو شکایاتو د اورېدو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو له شتونه ښه خاطره نه لری او په ټاکنیزه پروسه یې کې شتون د ځان او ټیم په ګټه نه بولی، نو له هغه سره مخالفت کوی.
د ښاغلی استاد جلال په خبره، د دې لپاره چې ولسمشر خوشاله شی کمېسیون هم د شکایاتو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو شتون له ملی حاکمیت سره په ټکر کې بولی.
نوموړی زیاتوی، چې د شکایاتو د اورېدو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو نه شتون د ټاکنو کمېسیون او واکمن ټیم ته د درغلیو او په ټاکنو کې د لاسوهنو ښه زمینه برابروی.
د هغه په خبره، که چېرې په ټاکنو کې د لاسوهنو او درغلیو پلان نه وی او نه غواړی چې په درغلیو د خپلې ډلې یو کس بریالی کړی، نو ولې د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو له شتون سره  مخالفت کوی.
د کابل پوهنتون دغه استاد وایی، دوی غواړی چې په دغه کار سره د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو نهادونو چې د ټاکنو په برخه کې تجربه لری او په ټاکنو څار کولای شی د هغوی له سترګو او څارنې ځان پټ کړی.
ښاغلی جلال وایی، د ولسی جرګې پرېکړه ډېره پر ځای، قانونی او منطقی ده خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه ډېره ناعادلانه، بې ځایه او د ولسمشر، د هغه د لومړی مرستیال او ناکام ټیم تر هدایت لاندې ده، چې غواړی په ټاکنو کې درغلۍ وکړی.
هغه زیاتوی، د ټاکنو د کمېسیون دغه  دریځ روښانه کړه چې یاد کمېسیون خپلواک نه دی او حکومت غواړی چې غیر رڼې، غیر عادلانه او غیر ازادې  ټاکنې تر سره شی او کمېسیون خپله خپلواکی تر پوښتنې لاندې راوسته.
نوموړی وایی، کمېسیون د خلکو هیلې تر خاورو لاندې کړې او دا جوته شوه خلکو ته چې تر څو دا کمېسیون وی نو په ټاکنو کې به درغلۍ کېږی.
استاد فیض الله جلال وویل، له همدا اوسه روښانه ده چې د درغلیو او په ټاکنو کې د لاسوهنو لپاره پلانونه جوېږی او په ټاکنو کې به هغه څه کېږی لکه چې د تېر ځل ولسمشریزو ټاکنو کې تر سره شول.
هغه زیاته کړه، حکومت غواړی چې په هره برخه کې سیاسی شخړې او لانجې را پورته کړی او له دې سیاسی شخړو څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړی.
ښاغلی جلال وایی، چې د ختیزې اروپا او اوکراین په کچه هېوادونو کې ټاکنې تر سره کېږی نو ملګری ملتونه ترېنه څارنه کوی او افغانستان خو لا نوی نوی د ټاکنو تمرین کوی او  دېموکراسۍ یې لا ځوانه ده؛ نو په دې ځای کې د بهرنیانو شتون د ټاکنو د روڼتیا تضمین کوونکی دی.
هغه وایی، د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې د دوو بهرنیانو شتون د هغو کسانو لپاره چې د رڼو ټاکنو هیله لری ډېره مهمه ده.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون یاد استاد زیاته کړه، که چېرې په یاد کمېسیون کې بهرنیان شتون ونه لری، نو ټاکنې به رڼې تر سره نه شی، ډېر مسایل به له خلکو پټ پاتې شی او انعکاس به ونه مومی او همدارنګه به د ټاکنو د مالی لګښت په اړه چې نړیواله ټولنه یې ورکوی، هم روڼتیا شتون ونه لری.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزی هم په یاد کمېسیون کې د دوو بهرنیو غړو له شتون سره مخالفت ښودلی و او هغه یې د ملی حاکمیت په خلاف کار بللی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.