د طالبانو د ځینو قوماندانانو پلرونه د سولې شورا غړی دی

گزارشگر:سه شنبه 28 جدی 1395 - ۲۷ جدی ۱۳۹۵

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی ادعا کوی چې د سولې عالی شورا ځینی غړی له طالبانو سره اړیکې لری.
ښایی داسې پېښې ډېرې کمې وی چې هغه کسان کوم چې د سولې د هڅو لپاره ګمارل کېږی په خپله جګړې ته لمن ووهی او یاهم له جګړه کوونکو سره اړیکې ولری.
mandegar-3دا ځل د مشرانو جرګې یو غړی ادعا کوی چې د سولې عالی شورا ځینی غړی له خپلو موټرو په استفادې له هغو کسانو سره چې انتحاری حملې کوی هدف ته د رسېدو په برخه کې همکاری کوی او په دې اړه کره اسناد او شواهد له ځان سره لری.
د مشرانو جرګې غړی شیر محمد اخندزاده چې د سولې عالی شورا غړی هم دی د دوشنبې په ورځ‌یې ازادی راډیو ته وویل چې د سولې شورا د ځینو غړو زامن په هلمند کې د طالبانو قوماندانان دی او پلرونه‌یې هم ترې ملاتړ کوی.
نوموړی زیاته کړه:
“زه تشویش لرم چې کابل ته کوم انتحاریان داخلېږی د همدوی په موټرو کې راځی ځکه چې پولیس له دوی څخه پوښتنه نه‌شی کولای دوی د وسلو جواز لری، معتبره خلک دی په دولت کې کار کوی، خو زامن‌یې په طالبانو کې قوماندانان دی.”
ښاغلی اخندزاده وایی، په دې اړه کره شواهد او اسناد لری او هر کله چې امنیتی بنسټونه ورڅخه وغواړی دی حاضر دی چې په واک کې یې ورکړی.
کلونه کېږی چې په امنیتی او استخباراتی بنسټونو کې د وسله‌والو مخالفینو د نفوذی عواملو د تصفیې خبره کېږی، خو دا لومړی ځل دی چې د سولې عالی شورا ځینی غړی له طالبانو سره د اړیکو په لرلو د مشرانو جرګې د یوه غړی له‌خوا تورنه کېږی.
دا څرګندونې په داسې حال کېږی چې د سولې د عالی شورا پخوانی سلاکار عبدالحکیم مجاهد هغه څرګندونو هم چې ګواکې طالبان‌یې د سولې فرشتې بللې وې غبرګونونه راوپارول او د دې لامل شول چې دی له دندې لیرې شی.
خو د افغانستان د سولې عالی شورا بیا وایی، دا ډول ادعاوې باید له کره اسنادو او شواهدو سره مطرح شی.
د سولې عالی شورا ویاند امین‌الدین مظفری وایی چې د سولې عالی شورا غړی له سلا مشورو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غنی له لوری انتخاب شوی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“کوم تورونه چې مطرح کېږی سند ته ضرورت لری که څوک دا ډول اسناد لری کولای شی چې له قانونی لارو ادعا وکړی له هغې پرته د یوه بنسټ بدنامول عادلانه قضاوت نه‌دی.”
د حکومت لوړپوړو چارواکو تل په نظام کې دننه د دښمانانو د نفوذی عواملو په اړه ویلی خو پوښتنه دا ده چې ولې په دې برخه کې اقدام نه‌کېږی؟
د سیاسی چارو کارپوه خالد سادات وایی، د یاد جریان پټول د ملی ګټو پر ضد تمامېږی او یو ډول فساد دی.
نوموړی وایی، که مسؤل چارواکی په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا نه‌کړی د حکومت او خلکو تر منځ به واټن لا زیات شی.

نوموړی زیاته کړه:
“هر هغه څوک چې د افغانستان پټ رازونه نورو دولتونو او یا کړیو ته سپاری هغه باید د افغانستان خلکو ته روښانه شی او که چېرې داسې مسایل د کشفی بنسټونو له لورې نه‌تعقیبېږی او پټ پاتې کېږی د افغانستان پر حکومت به د خلکو باور نور هم کم شی.”
د ښاغلی سادات په خبره په کاره ده چې حکومت په دې برخه کې پر خپلو ځینو کړنلارو بیا غور وکړی او د جاسوسانو پر ضد جدی اقدام وکړی.
خو له دې ټولو سره-سره شااوخوا نهه میاشتې وړاندې ولسمشر غنی ویلی د هغو کسانو په وړاندې نور مصلحت نه‌کېږی چې د نظام له امکاناتو په استفادې له وسله‌والو مخالفینو سره مرسته وکړی او د دښمن ژرندې ته اوبه واچوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.