په قطر او ترکیه کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل دسیسه ده

گزارشگر:12 قوس 1392 - ۱۱ قوس ۱۳۹۲

mandegarوروسته له هغې چې پاکستانیو چارواکیو په قطر او یا هم سعودی عربستان کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستو خبره را پورته کړه، د سولې عالی شورا وایی، د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوی چې د سولې لپاره کېږی.
خو سیاسی شننونکی وایی، چې په ترکیه او قطر کې به د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل د سولې په راوستو کې اغېزمن تمان نشی.
د سولې د عالی شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په سعودی عربستان او ترکیه کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانستې نه ډېر خبر نه دی، چې دقیقاً به دغه دفتر چېرته پرانستل شی.
هغه وایی، د سولې عالی شورا د ټولو هغو هڅو ملاتړ او هرکلی کوی چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره کېږی.
د ده په خبره، که دغه هڅې د طالبانو لپاره د دفتر پرانسته وی، له تور لېست نه د هغوی ایستل وی، پر سر یې د اعلان شویو انعامونو لرې کول وی، له زندان نه خوشې کېدل او یا نورې هڅې وی، د ټولو ملاتړ کوی.
ښاغلی شاهد زیاتوی، دوی تل هڅه کوی چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه لری کړی او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې پرمخ یوسی.
د سولې عالی شورا دغه غړی په دې باور دی،که د طالبانو لپاره دفتر پرانستل کېږی باید ټول خنډونه لرې شوی وی، چې د سولې د خبرو خنډ ګرځی: (( موږ هیله من یو په دې ډېر کار وشی چې ټول خنډونه لری، یانې هغه څه چې د قطر په دفتر کې رامنځته شول بیا تکرار نشی.))
د نوموړی په وینا، ښه دا ده چې له دې دفتر نه یوازې د سولې د خبرو لپاره کار واخیستل شی او نور مسایل په کې مطرح نشی.
هغه د پاکستانیو چارواکیو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې ګویا ولسمشر کرزی له پاکستانه غوښتی ول چې د طالبانو لپاره دې په خپله خاوره کې دفتر پرانیزی، وویل سره له دې چې له دې ډېر خبر نه دی؛ خو دا په وسله والو مخالفانو پورې اړه لری، چې چېرته کولای شی د سولې خبرو اترو ته ښه رسیدګی کولای شی او څنګه کولای شی له بین الافغانی خبرو اترو سره مرسته وکړی.
خو د سیاسی چارو شنونکی محمدحسن ولسمل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د سولې لپاره ټولو پیل شویو هڅو پایله ورنه کړه او د طالبانو لپاره به نوی پرانستل کېدونکی دفتر هم کومه ګټه ونه کړی.
د هغه په خبره، د نوی دفتر پرانستل یوه دسیسه ده او پاکستان په کې افغان حکومت ښکته پورته ګډوی؛ خو عملی پایله افغان حکومت نشی ترلاسه کولای.
دی زیاتوی، د سولې له خبرو اترو اوس امریکا او پاکستان د ځان لپاره ګټه اخلی، چې تلپاتې سولې ته نشی رسېدای.
ښاغلی ولسمل زیاته کړه، په کار ده چې دغه دفتر په افغانستان کې دننه په هر ښار کې چې د وسله والو زړه وی پرانستل شی، ځکه د طالبانو لپاره دفتر په سعودی کې پرانستل شی؛ نو هغه هېواد له امریکا او پاکستان سره نېږدې اړیکې لری او دغه دواړه هېوادونه به د سولې په پروسه کې لاسوهنې کوی.
تېره ورځ پاکستانی رسنیو د لومړی وزیر د یوه جګپوړی سلاکار له قوله ویلی وو، چې پاکستان او افغانستان د افغان لانجې د غوڅولو په هدف سعودی عربستان او یا ترکیه کې افغان طالبانو ته د نوی سیاسی دفتر پر جوړېدا خبرې کړې.
د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یوه پاکستانی لوړ پوړی چارواکی له خولې ویلی ول، چې افغان او پاکستانی چارواکو د یوه داسې میکانیزم جوړولو پر سر خبرې کړی، چې افغان طالبانو ته سعودی عربستان او یا ترکیه کې سیاسی دفتر جوړ شی.
سرچینه وایی، چې دا خبرې کابل ته د پاکستانی لومړی وزیر نواز شریف د تېرې شنبې ورځې د یوه ورځنی سفر په درشل کې له افغان چارواکو سره مطرح شوې دی.
یوه پاکستانی چارواکی چې کابل ته له نواز شریف سره د سفر ملګری و، اکسپریس ټریبیون ته ویلی، چې اسلام اباد له کابل غوښتی چې طالبانو ته ترکیه او یا سعودی عربستان کې د سیاسی دفتر جوړېدو اجازه او موافقه ورکړی.
سرچینې دا هم ویلی، چې اسلام اباد د حامد کرزی دا غوښتنه رد کړې، چې ګنی طالبانو ته دې پاکستان کې دفتر جوړ شی.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال په جون میاشت کې هم د طالبانو لپاره د قطر په پلازمېنې دوحه کې دفتر پرانستل شوی و، چې د افغان حکومت د غبرګون له امله بېرته وتړل شو.
په دې دفتر کې چې د طالبانو غړو هم په کې ګډون کړی و، طالبانو د اسلامی امارت لوحه او بیرغ هم پورته کړی ول، چې د افغان حکومت توند غبرګون یې له ځانه سره درلود. افغان حکومت د لوحې او بیرغ په غبرګون کې د قطر له دفتر سره مخالفت وکړ او امریکا یې اړ ایسته چې دغه دفتر بېرته وتړی.
افغان حکومت له پیله غوښتل چې د طالبانو لپاره دې دفتر په ترکیه او یا هم سعودی عربستان کې پرانستل شی خو امریکا ورسره همغږې نه وه. دا چې د طالبانو لپاره به کله په سعودی او یا ترکیه کې دفتر پرانستل شی لا معلومه نه ده. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.