عمرزاد: حکومت دې د ۲۰۲۰ تر پایه د ښځو ونډه ۳۵ سلنو ته لوړه کړی

گزارشگر:دوشنبه 25 دلو 1395 - ۲۴ دلو ۱۳۹۵

د سولې، برابرۍ او ډیموکراسۍ بنسټ وایی، له افغان حکومت او مرستندویه بنسټونو سره یې هڅې پیل کړی څو په دولتی ادارو کې د کار پر مهال افغان مېرمنو ته ډاډمنه فضا رامنځ ته او په دولتی ادارو کې د دوی ونډه زیاته شی.
د دې بنسټ رئیس محمد ادریس عمرزاد وایی چې د امریکا د متحده ایالاتو د پروموټ یا د افغان ښځو د پیاوړتیا پروژې په مرسته یې په کابل کې په mandegar-3دولتی ادارو کې د ښځو د ستونزو د حل په هدف هلې ځلې پیل کړی.
ښاغلی عمرزاد د یکشنبې په ورځ حکومت کې د ښځو د پالیسو د اصلاحاتو تر عنوان لاندې جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډه کې وویل، له پلان سره سم هلې ځلې پیل شوی څو تر ۲۰۲۰ میلادی کال پورې په حکومت کې د ښځو ونډه ۳۵ فیصدو ته لوړه شی.
نوموړی وویل:
“موږ انتظار کوو چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه د ښځو ونډه ۲۵ فیصده ته ورسېږی او ان په پلان کې ده چې حکومت باید د ۲۰۲۰ کال تر پایه په دولت کې د ښځو ونډه ۳۵ فیصدو ته لوړه کړی دا اوس په دوی پورې اړه لری چې دولتی ادارې په دې برخه کې خپل پلانونه څومره عملی کوی.”
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په ادارو کې له مېرمنو سره د ناوړه چلند خبر ورکړی و.
هغه ډاډ ښودلی و چې د دغه تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره به جدی اقدام وکړی.
بل‎خوا د ښځو چارو وزات وایی، لا هم دولتی ادارو کې د مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی جریان لری.
د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایی، د مېرمنو او نارینه‎و ترمنځ د حقوقو او امتیازاتو ناانډولی، په ادارو کې د مېرمنو ځورونه او یو شمېر نور مسایل هغه څه دی چې لا هم په ادارو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې خنډونه شمېرل کېږی.
اغلې وردګ اندیښنه وښوده چې که په ادارو کې د مېرمنو ځورونه همداسې دوام ولری ښایی د ښځو ونډه نوره هم راښکته شی.
نوموړې وایی:
“بدبختانه زموږ هغه هدف چې مېرمنو ته په ملکی خدمتونو کې ۳۰ فیصده ونډه ورکوو تراوسه ورته ونه رسېدو، همدا ۲۲ فیصده چې دی د مېرمنو ځورونې په اوسنی وخت کې دومره زیاتې شوې چې زه فکر کوم دا فیصدی به کرار-کرار ۲۱ او یا هم ۲۰ فیصدو ته راښکته شی.”
مېرمن وردګ وایی چې افغان حکومت دې مسئلې ته پاملرنه کړې او هڅه کېږی چې په دولتی ادارو کې د ښځو ونډه زیاته شی.
تردې وړاندې د ښځو د دفاع ځینو نورو بنسټونو هم ویلی چې په دولتی ادارو کې دې د ښځو ونډه زیاته او د هغوی کاری خوندیتوب ته دې په لازم ډول پام وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.