ارزګان والی: طالبان د ځمکو په غصب سره قومی ستونزې جوړوی

گزارشگر:چهار شنبه 27 دلو 1395 - ۲۶ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د ارزګان سیمه‌ییز چارواکی وایی، ارزګان کې وسله‎والو طالبانو د خلکو سلګونه زره جریبه ځمکه غصب کړې او اوس‌یې پر خلکو پلوری او یا یې هم په اجاره ورکوی.
د ارزګان والی ښاغلی محمد نذیر خروټی د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې وسله‎وال طالبان غواړی په دې ډول سره د قومونو تر منځ د کلونو لپاره لویې ستونزې جوړې کړی او د هغوی ترمنځ بې‌اتفاقی راولی.
ښاغلی خروټی زیاته کړه:
“د بېلابېلو سیمو څخه موږ ته معلومات رارسېدلی خو دقیق ارقام نه‌شته چې څومره ځمکه به طالبانو غصب کړې وی، خو په یو شمېر سیمو کې لکه مِهراباد، کرنا او دهراوود ولسوالیو کې د خلکو ځمکې غصب شوې دی.”
نوموړی دا هم وایی چې د وسله‎والو طالبانو مالی سرچینې کمزورې شوی او له همدې لارې غواړی چې ځانونه قوی کړی.
ارزګان د افغانستان یو د هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره وسله‎والو طالبانو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پر دولتی تأسیساتو او افغان امنیتی ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د ولایتی شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لری.
ارزګان ولایت کې د ولایتی شورا غړی محمد ظاهر خان نادری هم وایی چې وسله‎والو طالبانو د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د دولت له حاکمیته وتلی خلک ځوروی او په زور ورڅخه عُشر اخلی.
ښاغلی نادری زیاته کړه:
“موږ ته هره ورځ لسګونه خلک راځی وایی چې زموږ سیمه کې دې دولت عملیات وکړی او زموږ سیمې دې د وسله‌والو طالبانو له شتونه پاکې کړی، زموږ له خلکو وسله‎وال طالبان په زوره پیسی غواړی او ځوروی یې.”
نوموړی له افغان امنیتی ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې عملیات په چټکۍ سره پر مخ یوسی څو عام خلک له دغه ډول ستونزو خلاص شی.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه د یادو موضوع‌ګانو په اړه څه نه‎دی ویلی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ارزګان د ولایتی شورا مسؤلینو ازادی راډیو ته ویلی وو چې په دغه ولایت کې څه باندې۸۰ زره جریبه دولتی ځمکه زورواکانو غصب کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.