سیمه‌ییز چارواکی: د سپین بولدک-چمن پر لانجې غونډه بې‌پایلې وه

- ۱۸ ثور ۱۳۹۶

د افغانستان دفاع وزارت وایی، د سپین‎بولدک او چمن تر منځ د افغانستان او پاکستان وروستۍ لانجه حل شوه.
د افغانستان او پاکستان د حکومتونو یو شمېر پوځی او ملکی استازو پرون شنبه د سپین‎بولدک او چمن تر منځ د وروستۍ وسله‎والې نښتې پر عواملو د خبرو لپاره دوهمه غونډه وکړه.
MANDEGARد افغانستان د ملی دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل چې له پاکستانی لوری سره لانجه په خبرو حل شوې ده.
محمد رادمنش زیاته کړه: “په‎دې بحث کې دواړو خواوو قناعت کړی چې د افغانستان سرحدی سیمو کې د وروستیو نښتو علت دا وو چې پاکستانی پوځیانو اشتباه کړې وه. یقیناً، د لقمان او نظر کلی دواړه د افغانستان خاوره کې دی او پاکستانی لوری د افغانستان د پوځ له اجازې پرته په سیمه کې د وګړو شمېرنه کوله.”
خو یوه سیمه‌ییز چارواکی چې پرونۍ غونډه کې وو، د نوم نه‌ښودلو په شرط د ازادی راډیو خبریال ته ویلی چې د افغانستان او پاکستان د استازو پرونۍ کتنه بې‌نتیجې پای ته رسېدلې ده.
له پاکستانی لوری سره په پرونیو خبرو کې د افغانستان د پوځی پلاوی مشری د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق کوله.
د غونډې له جریانه په یوه وېډیو کې چې له خبریالانو سره شریکه شوې، جنرال عبدالرازق پاکستانی لوری ته وایی: «موږ تر خپلې خاورې نه‎شو تېرېدلی. دا کارونه باید تکرار نه‎شی. موږ غوښتنه کوو چې له‎دې کارونو لاس واخیستل شی.”
د چمن او سپین‎بولدک تر منځ، د ډیورند پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرحدی ساتونکو وسله‎واله نښته د جمعې په سهار پیل شوه چې له امله‌یې دواړو خواوو ته ملکی او پوځی تلفات رسېدلی دی.
په‎دې نښته کې د افغانستان د سرحدی پولیسو دوه غړی ووژل او ۱۱ تنه زخمیان شول.
د افغانستان لور ته یوه ښځه ووژل او ۱۴ ملکی کسان زخمیان شول.
جنرال عبدالرازق د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د نظر او لقمان کلی د افغانستان د خاورې برخه او د سپین‎بولدک ولسوالۍ مربوط دی.
هغه څرګنده کړه چې پاکستانی ملېشه دې سیمې ته د وګړو د شمېرنې لپاره ورغلی وو.
خو د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان سرحدی پولیسو پر هغو پوځیانو ډزې کړی چې خپله سیمه کې یې د سرشمېرنې ډلې بدرګه کولې.
د ازادی راډیو خبریال د یو شمېر سرچینو په حواله وایی چې لقمان کلی او نظر کلی کې تر ۱۵ زره زیات خلک اوسی، اکثر په قوم اڅکزی دی او ډېر ځوانان‌یې د افغانستان د سرحدی پولیسو په لیکو کې خدمت کوی.
د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو تر منځ د نښتې له امله سلګونه کورنۍ له دواړو کلیو تښتېدلی او د سپین‎بولدک بازار او شااوخوا سیمو ته‌یې پناه وړې ده.
په همدې حال‎ کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پرون خبریالانو ته ویلی چې کابل او اسلام‎اباد باید د اوږد مهالې سولې لپاره همکاری زیاته کړی.
د پاکستان اسوشیټېډ پرس په حواله، خواجه اصف ټینګار کړی چې خپلې پولې په دقت څاری د «دښمن تېری ته به اغېزمن، مناسب او بېړنی» ځواب ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.