لویه څارنوالی: د تمیـم شنسب دوسیه رارسېـدلې او څېـړنې یې روانـې دی

گزارشگر:شنبه 24 قوس 1397 - ۲۳ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان لویه څارنوالی وایی، د تمیم شنسب دوسیه وررسېدلې او څېړنې یې روانې دی.
د محکمې له حکمه تمرد، پر امنیتی ځواکونو وسله وال تېری او د عامه نظم اخلالول هغه تورونه دی چې پر تمیم شنسب لګیدلی دی.
دا خبره د لوېې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولی د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادی راډیو ته وکړه.
د ښاغلی رسولی په خبره، تمیم شنسب اوس مهال په توقیف کې دی او د هېواد کشفی او امنیتی ارګانونو یې په اړه خپل معلومات بشپړ کړی او پر دوسیه په لویه څارنوالۍ کې څېړنې روانې دی.
دی وایی: «د پولیسو له خوا کشفی فعالیتونه بشپړ شوی، دوسیه یې د ۱۹ کسانو په ګډون لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې، پولیسو چې پر شنسب تورونه لګولی، هغه د عامه نظم پر موظفینو تېری، د محکمې له حکمه تمرد او د عامه نظم ګډوډول دی، تحقیق یې په جدی توګه روان دی، کله چې زموږ د همکارانو تحقیقات بشپړ شول، بیا به تصمیم نیسی او نتیجه به یې د افغانستان له خلکو سره شریکه شی.»
تمیم شنسب د ده له ساتونکو سره چې د کورنیو چارو وزارت یې غیر مسول وسله وال ګڼی، د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل په نوی ښار کې له امینتی ځواکونو سره کابو ۲۴ ساعته وسله واله جګړه کړې چې په دغه نښته کې یو پولیس وژل شوی او ۶ ټپیان شوی دی.
همدا شان د تمیم شنسب درې ساتونکی هم ټپیان شوی دی.
امنیتی ځواکونو تمیم شنسب له جګړې وروسته د ده له کابو ۲۰ ساتونکو سره ونیو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.