د امریکا سفارت: نړیواله ټولنه له افغانستان حکومت سره په کلکه ولاړه ده

گزارشگر:یک شنبه 14 جوزا 1396 - ۱۳ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3په کابل کې د امریکا سفارت د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې د غندلو ترڅنګ وایی، اوس وخت دی چې افغانان او نړیوال ملګری یې د دښمنانو پر وړاندې یو موټی شی.
په کابل کې د امریکا شارزدافیر هوګو لورینز ویلی د روانې جون میاشت په ۶ په کابل کې جوړېدونکې نړیواله غونډه به ټولو هغو ته چې غواړی افغانانو او افغانستان ته زیان ورسوی بیا دا پیغام ورسوی چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت او ولس سره په کلکه ولاړه ده.
د متحده ایالاتو د سفارت په اعلامیه کې چې نن خپره شوه د ښاغلی لورنیز په حواله ویل شوی چې د افغانستان دښمنان نشی بریالی کېدای او هېڅکله به کامیاب نشی.
هوګو لورینز ویلی اوس وخت دی چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره بزدله دښمنانو ته په لوړ غږ او ښکاره دا ووایو چې دوی به د یوه سوله ییز،شفاف او سوله ییزه افغانستان د جوړولو لپاره د زموږ هوډ مات نه کړی.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو شارزدافیر د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امریکا د ملاتړ په دوام هم ټنیګار کړی او ویلی دی چې متحده ایالات به له افغانانو سره د هغوی د یوه روښانه راتلونکې لپاره اوږه پر اوږه ولاړ پاتې وی.
د امریکا شارزدافیر هوګو لورنیز د کابل په پرونۍ مظاهره کې رامنځته شوی تاوتریخوالی ته هم اشاره کړې او ویلی چې سوله اییز اعتراض په ډیموکراسۍ کې د خلکو حق دی او د افغانانو پرونۍ مظاهره د غوسې او نا هیلۍ څرګندول وو.
خو د ښاغلی لورینز په خبره یو شمېر وړو سیاسی عناصرو له دې سوله اییزې مظاهره څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړه او تاوتریخوالی ته یې لمن ووهله.
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت وایی، دښمن هڅه کوی د خلکو غوسه او خفګان د ځان په ګټه وکاروی او د افغانانو ترمنځ درز او تاوتریخوالی رامنځته کړی.
د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو لوېدیځو هېوادونو او اسلامی نړۍ د کابل د چهارشنبې ورځې خونړی حمله چې شااوخوا سل کسان په کې ووژل شول او څه د پاسه څلور سوه نور ژوبل شول په کلکو ټکو غندلې ده.
د افغانستان حکومت وایی، د کابل خونړی برید حقانی شبکې د پاکستان د استخباراتی ادارې ای ایس ای په مرسته په دغه هېواد کې پلان کړی.
پاکستان بیا د کابل په برید کې د دې هېواد لاس لرل رد کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.