رادمنش: له وسله‌والو مخالفینو نه د روسې او ایران د ملاتړ اسناد نشته

گزارشگر:دو شنبه 19 سرطان 1396 - ۱۸ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3وروسته له هغې چې داسې اعادوې وشوې چې ګوندې روسیه او ایران د افغان حکومت له وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوی، د افغانستان دفاع وزارت وایی، تر اوسه د دغو ادعاوو د اثبات لپاره هېڅ ډول اسناد نه‎دی تر لاسه شوی.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په سیمه کې د وسلو قاچاق کوونکی هڅه کوی چې وسله‎والو مخالفینو ته وسلې ورکړی او د هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړی.
ښاغلی رادمنش زیاته کړه:
“هر څوک چې زړې او دوهم لاس وسلې پلوری، مافیا او قاچاق کوونکی هغه اخلی او هغه په سیمه کې قاچاق کوی، نو دا په دې معنا نه‎ده چې دغه وسلې دې د کوم هېواد له لوری په افغانستان کې ترورېستانو باندې پلورل شوې وی، په رښتیا چې قاچاقبران او ترورېستان دغه هدف لری چې د هېوادونو تر منځ بې باوری زیاته کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر سیمه‎ییزو افغان چارواکو د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه، ایران او روسیه د افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو په ملاتړ تورن کړی و.
د فراه د ولایتی شورا رئیسې جمیلې امینی یوه اوونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې د دغه ولایت د کلا کاه په ولسوالۍ کې چې د ایران پولې ته نېږدې پرته ده، ایرانی هلیکوپټرو د افغان دولت وسله‎والو مخالفینو ته وسلې او پیسې ورکړې دی.
مېرمن امینی ازادی راډیو ته ویلی وو چې له‎دې سره هم په سیمه کې د افغان امنیتی ځواکونو په پوستو د وسله‎والو مخالفینو له لورې حملې شوی چې افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
په ورته وخت کې د تېرې پنج شنبې په ورځ د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په یوه خبری غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې ځینو خلکو ته وسلې ویشل کېږی چې د نوموړی په خبره، حکومت هم پرې خبر دی.
د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د دې ادعا د سپیناوی په هدف پلټنې کوی.
د امنیتی چارو کارپوهان وایی، هغه کسان چې دا ډول عادوې کوی، باید افغان حکومت ته اسناد او شواهد وسپاری.
د امنیتی مسایلو کارپوه فریدون عبیدی د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“زه فکر کوم چې په تېرو څو لسیزو جنګ جګړو کې، افغانستان ته زیاتې وسلې راوړل شوې چې همدا مهال د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو او نور ډلو سره دا ډول وسلې شته، هغه کسانو ته چې دا رقم ادعاوې کوی، زما وړاندیز دا دی چې په دې اړه له افغان حکومت سره شواهد او اسناد شریک کړی، څو د افغان حکومت له‎خوا وڅېړل شی.”
د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د هغو ادعاو په اړه چې ویل کېږی، روسیه او ایران د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوی او هغوی تجهیزوی، هم څېړنې روانې دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادی راډیو ته وویل، که چېرې دغه ادعاوې ثابتې شی، افغان حکومت به جدی غبرګون څرګند کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.