کډوالو چارو وزارت: د داخلی بې ځایه شوېو کورنیو شمېر تر ٢٨ زرو واوښت

گزارشگر:سه شنبه 24 اسد 1396 - ۲۳ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3حکومت وایی، د افغانستان په جنوب، شمال او ختیځ کې وروستیو ناامنیو د بېځایه شویو کورنیو شمېر زیات کړى دى.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، زیاتې کورنۍ د روانو جګړو او تر یوه حده د طبیعی پېښو له کبله په هلمند، کندز، ننګرهار، فاریاب، سرپل او ارزګان کې بېځایه شوی دی.
په دغه وزارت کې د بېځایه شوېو وضعیت ته د رسېدنې عمومی رییس مهرخدا صبار د بېځایه شویو کورنیو د شمېر په اړه ازادی راډیو ته وویل: “تر ٢٨ زرو ډېرې کورنۍ د روان لمریز کال له حمل میاشتې تر اوسه بېځایه شوی دی. د سروې له مخې په وروستیو کې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې روانې ناامنۍ د ۴٧٠ نورو کورنیو د بېځایه کېدو سبب شوې.”
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ په هېواد کې د بېځایه شوېو کورنیو شمېر ٢١ زره ښوولى وو.
د سرپل ولایت له صیاد ولسوالۍ څخه د وروستیو جګړو له کبله بېځایه شویو کسانو ازادی راډیو ته ویلی چې په بد وضعیت کې شپې ورځې تېروی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ریباکه ټاویرس تېره سې شنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، افغانستان د نړۍ په سطحه دوېیم هېواد دى چې د جګړو له کبله ډېرې کورنۍ په کې بېځایه شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، له بېځایه شویو سره تر وسه- وسه لومړنۍ مرستې شوی دی.
نړیوالو ادارو ویلی په ٢٠١۶میلادی کال کې په افغانستان کې یو نیم میلیون افغانان بېځایه شوی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.