د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان توغندیزې حملو دوام به اړیکې لا ترینګلی کړی

گزارشگر:شنبه 4 جدی 1395 - ۰۳ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرابر حسین له احضار وروسته دغه وزارت هیله څرګندوی چې پاکستانی پوځیان به نور د افغانستان پر خاوره له راکټی حملو ډډه وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو حملې دوام وکړی نو دا به د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیانمنې کړی.
ښاغلی مستغنی زیاته کړه:
“د پاکستانی پوځیانو دا ډول کړنې کولې چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې کړی، موږ تمه لرو کوم اعتراض چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له‎خوا د پاکستان لوری ته سپارل شوی دی پاکستانی پوځیان به په راتلونکی نور له دا ډول پارونکو اقداماتو ډډه وکړی.”
ښاغلی مستغنی همدارنګه وویل چې دوی تېره ورځ د کندهار په معروف او د کونړ په سرکاڼو سرحدی ولسوالیو کې یې د پاکستانی پوځیانو د راکټی حملو په غبرګون په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی او خپل اعتراض وړاندې کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام په داسې حال کې کوی چې د کونړ او کندهار په ځنیو ولسوالیو کې د پاکستانی پوځیانو له‎خوا راکټی حملې د خلکو اندېښنې راپارولی دی.
په تېرو کلونو کې هم پاکستانی پوځیانو پر ننګرهار، کونړ او ځینو نورو سرحدی سیمو دا ډول حملې کړی او خلکو ته تلفات او مالی زیانونه ور اړولی دی.
افغان حکومت له دې وړاندې هم په وار-وار له پاکستانه د افغانستان په سرحدی سیمو د راکټې حملو د بندېدو غوښتنه کړې خو د ولسی جرګې د یو شمېر غړو په وینا تر هغه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مداخلو عوامل پیدا او له منځه ولاړ نه‎شی دا ډول شکایتونه به نتیجه ونه لری.
د ولسی جرګې غړی مولوی شهزاده شاهد د جمعې په ورځ په‎دې اړه وویل:
“دغو مسایلو ته چې د حل اساسی لارې چارې ونه موندل شی، نو په دا ډول شکایتونو او احضار د افغانستان او پاکستان ستونزه نه هوارېږی، زما په اند باید د مداخلو عوامل پیدا او حل‎لاره ورته ولټول شی.”
له دې سره هم‎مهاله بیا په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدی وایی چې د پاکستان د سفیراحضار یو فشار دی چې پاکستان د افغانستان پرخاوره له راکټې حملو لاس واخلی.
خو د ښاغلی سعیدی په وینا دغه فشارونه هغه مهال نتېجه ورکوی چې د پاکستان پوځی مقامات د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.