ولسمشر د ځانګړو علمیاتو فرقه په قول اردو بدله کړه

گزارشگر:دو شنبه 30 اسد 1396 - ۲۹ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست وایی، د ځانګړو علمیاتو فرقه یې په قول اردو بدله کړې ده.
د افغانستان جمهوری ریاست وایی، د ځانګړوعملیاتو د فرقې په قول اردو بدلولو سره تمه ده، چې د جګړې په ډګرونو کې جدی بدلونونه رامنځ ته شی.
د ولسمشر د د ویاند د دفتر سر پرست شاه حسین مرتضوی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، تمه ده چې په دې سره به د کمانډو ځواکونو ظرفیتونه لوړ شی.
ښاغلی مرتضوی زیاتوی:
“نن ورځ په یو لړ مراسمو کې چې د ولسمشر په ګډون د امنیتی بنسټونو مسؤلینو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی و، د ځانګړو عملیاتو فرقې قول اردو ته ارتقا ورکړه، په دې ارتقا سره تمه ده چې د کمانډو ځواکونو ظرفیت لوړ شی. ”
د ښاغلی مرتضوی په وینا، بسم الله وزیری د دغې قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
له دې وړاندې حکومت ویلی وو چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه چنده لوړوی.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایی، ۸۰ تر ۹۰ سلنه د شپې عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا کېږی.
ښاغلی وزیری ویلی، د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې په هدف، دوی په ځانګړو او هوایی عملیاتو تمرکز کوی.
ښاغلی وزیری زیاتوی چې اوس مهال دغه ځواکونه له کندزه نیولې، تر هلمنده جنګی عملیات پر مخ وړی.
د افغانستان نړیوالو متحدینو په بیا بیا د افغان ځانګړو ځواکونو له کړنو ستاینه کړې ده.
خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د دغو ځواکونو د شمېر په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوی.
بل خوا د پوځی چارو یو شمېر کارپوهان د ځانګړو ځواکونو عملیات ګټور او له لاس ته راوړنو ډک بولی، خو د دغو ځواکونو په ښه تجهیز هم ټینګار کوی.
د دغو کارپوهانو له ډلې میاګل خالد ازادی راډیو ته وویل:
“له تخنیکی نظره یې باید تجهیزاتو او تسلیحاتو ته هڅه وشی، کمبودۍ یې بشپړې شی، باید محاسبه شی چې دښمن څه لری او دغه ځواکونه باید تر ښه تجهیز شی او دغه شان پیاوړی مورال ورکړل شی. ”
ښاغلی خالد وویل چې د ځانګړو ځواکونو په مسلکی والی او د دوی د جګړه‎ ییزو ظرفیتونو پر لوړوالی باندې باید زیات تمرکز وشی، ځکه د ده په وینا همدا ځواکونه تر ډېره د افغان جګړې مسؤلیت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.