افغانستان: پاکستان دې د افغان کډوالو کارتونه تر یوه بل کاله هم تمدید کړی

گزارشگر:چهار شنبه 20 جدی 1396 - ۱۹ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3افغانستان له پاکستان څخه غوښتی چې په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغانانو د کډوالۍ کارتونه دې تر یوه کاله نور هم تمدید کړی.
پاکستانی رسنیو په اسلام‎اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال زردشت شمس له قوله راپور ورکړی چې وایی، هېڅ امکان نه‎لری چې په یوه میاشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځی.
د ښاغلی شمس په وینا، افغان حکومت له پاکستانی چارواکو سره په تماس کې دی چې دا اسناد تر یوه کال یا لږ تر لږه تر شپږو میاشتو تمدید شی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو اسناد د ۲۰۱۷ میلادی کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه پوره شول او پاکستان دا اسناد یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید کړل.
اوس‎مهال اټکل کېږی چې شااوخوا یو میلیون او څلور لکه ثبت شوی او ۷ لکه بې‌اسناده افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوی.
هېڅ امکان نه‎لری چې په یوه میاشت کې ټول افغان کډوال له پاکستانه ووځی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف ده.
د دې وزارت ویاند اسلام‎الدین جرأت ازادی راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د دغو کډوالو پر وړاندې نړیوال مسؤلیت لری.
دی وایی:
«لومړی خو له افغانستان سره اړوند د دوه میلیونه انسانانو په اړه د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه ده او د دوی په اړه د پاکستان دا پرېکړه د نړیوالو کنوانسیونونو، موافقو او بشری حقونو له اعلامیو سرغړونه کوی او په همدې حال کې دا اقدام د پلی کېدو وړ نه‎دی. پر دې اساس د پاکستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه لری.»
په همدې حال کې په پاکستان کې افغان کډوالو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور ښار کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ویې‌ویل چې د یوې میاشتې لپاره د اسنادو تمدید کم وخت دی او دوی نور وخت ته اړتیا لری.
د دوی په وینا، افغانان په پاکستان کې میلیونونه روپۍ مصرفوی چې د هغه هېواد اقتصاد ته‌یې ګټه رسولې ده.
د افغان کډوالو رئیس عبدالغفار شینواری د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په پېښور کې په یاده غونډه کې وویل، افغانانو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې تر څلور میلیارده ډالره زیاته پانګونه کړې ده.
د ښاغلی شینواری په وینا، افغانستان او پاکستان باید سیاست د کډوالو له ستونزو سره یوځای نه‎کړی.
دی وایی:
«موږ بیا بیا د پاکستان حکومت ته درخواست کړی چې هر کله مو له افغانستان سره سیاسی اختلاف راغی، تاسو افغان کډوال د سیاست مه‌قربانی کوئ.»
په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفارت د ازادی راډیو پر بیا بیا تماس سربېره حاضر نه‎شو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د برخلیک او اوسنی وضعیت په اړه نظر څرګند کړی.

افغان کډوالو ته د پاکستان له‎خوا د ضرب‌الاجل ټاکلو پېښه د اسلام‎اباد پر وړاندې د واشنګټن د مالی مرستو له بندیز سره په یوه وخت سر خوری.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادی کال په لومړی پیغام کې پاکستان درواغجن هېواد یاد کړ او ویې‌ویل چې دغه هېواد د ترورېزم سره په مبارزه کې امریکا تېر ایستلې ده.
خو پاکستان ویلی چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو مسئله د امریکا د مرستو له بندیز سره تړاو نه‎لری او پخوا د افغان کډوالو اسناد د ۲۰۱۷ میلادی کال د ډسمبر تر ۳۰مې تمدید شوی وو، نو دوی باید په درېیو نورو اوونیو کې له پاکستانه ووځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.