احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





ولسی جرګه: له عملی اقداماتو پرته د پاکستان خبرې د وخت ضایع کول دی

گزارشگر:یک شنبه 19 حمل 1397 - ۱۸ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3په داسې حال کې چې د افغان او پاکستانی مشرانو تر منځ د دولتونو په کچه د خبرو لومړی پړاو تېره ورځ په کابل کې تر سره شو، د افغانستان ولسی جرګه د پاکستان له عملی اقداماتو پرته، خبرې او سفرونه د وخت ضایع کیدل بولی.
د افغانستان د ولسی جرګې رئیس وایی، دا خبرې داسې مهال پیل شوی چې پاکستان پر افغانستان توغندی ولی او په خاوره کې دننه یې بمباری کوی.
عبدالروف ابراهیمی د شنبې په ورځ د ولسی جرګې عمومی غونډې ته وویل چې د پاکستان داشان کړنې ښیی چې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې یوازې د وخت ضایع کول دی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږ هیله مند یو چې که پاکستان د یوه ګاونډی هېواد په توګه له افغانستان سره خبرو ته حاضرېږی باید رښتینی او دوستانه عملی اقدامات هم وکړی، له بده مرغه داسې سفرونه او خبرې بیا بیا شوی، خو موږ لازمې نتیجې نه دی لیدلی، پرته له دې نه چې وخت ضایع کړی.»
ښاغلی ابراهیمی وایی، پاکستان باید د رامنځته شوی فرصت نه ښه استفاده وکړی، کنه په خبره یې، لېرې نه ده چې د ناامنۍ لمنه ورورسېږی.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې تېره ورځ په یوه رسمی سفر کابل ته راغلی و او د ولسمشر غنی سره د خبرو پرمهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې عمل د ګډ پلان پر بشپړېدو ټینګار وکړ.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره او د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت نه په خپرو شویو اعلامیو کې راغلی چې دواړو مشرانو پر اوو مهمو مواردو موافقو ته رسېدلی دی.
په اعلامیو کې راغلی چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوی او دواړه هېوادونه به د هغو جنګیالیو په خلاف ګامونه پورته کوی چې د افغانستان او پاکستان امنیت ګواښی.
د دې تر څنګ موافقه شوې چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې هېڅ هېواد، ډلې یا شخص ته اجازه نه ورکوی چې د یو د بل په خلاف د دولت په کړنو لاس پورې کړی.
د موافقې پر اساس دواړو لورو ژمنه کړې چې د یوه بل هېواد د حریم له نقضولو ډډه کوی او د یوه بل د ملامتولو پر ځای د ستونزو او اختلافاتو د حل په هدف د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې به د همکاریو له میکانیزم کار واخلی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل تل پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو، هغوی ته د پناه ځایونو په ورکولو، په سرحدی سرغړونو او د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړی دی.
کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر سره هم مهاله افغان چارواکو ویلی چې د پاکستان له لوری پر کونړ توغندی توغول شوی او پاکستانی جېټ الوتکو په دانګام ولسوالې څلور بمونه غورځولی دی.
د سیاسی او پوځی چارو کارپوه شهنواز تڼی وایی، د سولې عمل په ګډ پلان کې مهمې نقطې یادې شوی، خو د پاکستان تېرو کړنو ته په کتو دا باور کم دی چې نوموړی هېواد دې عملی اقدامات وکړی:
«د نړیوال ایتلاف په موجودیت کې د تېرو اولسو کلونو راهیسې تل همداسې خبرې کېږی خو بیا ښې نتیجې نه لری، داسې ښکاری چې دواړه هېوادونه خپل کارونه په سمه توګه نه شی تر سره کولای، نو د دې لپاره چې دا ټولې ستونزې حل شی د ښه تفاهم، حوصلې، ښو اړیکو او د یوه بل ستونزو او ګټو ته د درناوی اړتیا ده.»
ښاغلی تڼی ازادی راډیو ته وویل چې د دې لپاره چې په دغه پلان عمل شوی وی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته شوی وی، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید خپل رول ادا کړی.
د ښاغلی تڼی په خبره، دا سفرونه او موافقې هغه وخت نتیجه ورکوی چې د خبرو ور ها خوا عمل پیل شی او په دې برخه کې پکار ده چې پاکستان لومړی اقدام وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.