د ولسمشر غنی له ژمنې سره سره بیا هم دهېڅ یو ښوونځی ودانۍ نه ده جوړه شوې

گزارشگر:یک شنبه 6 جوزا 1397 - ۰۵ جوزا ۱۳۹۷

په داسې حال کې چې افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د روان تعلیمی کال په پیل کې، د شپږو زرو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو خبره کړې وه، تراوسه د یوه ښوونځی لپاره هم ودانۍ نه ده جوړه شوې.
له زده کوونکو سره د ولسمشر محمد اشرف غنی له دغې ژمنې څه باندې دوه میاشتې تېرېږی.
mandegar-3د کلیو د پراختیا وزارت چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو مسؤلیت ورترغاړې دی، وایی چې د دغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو طرحه بشپړه شوې، خو له نړیوال بانکه یې د مالی امکاناتو په تمه دی.
د دغه وزارت ویاند اژند د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په پام کې ده چې په روان مالی کال کې د ۳۰۰۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شی.
نوموړی وایی:
«موږ په لومړی ګام کې د پوهنې له وزارته د اړتیاو فهرست ترلاسه کړی، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره ټولې طرحې او پلانونه بشپړ شوی او نړیوال بانک ته منتظر یوو چې مالې مرسته ورته برابره کړی.»
د ده په خبره، د دغو ۶۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو بودجه چې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوې، د نړیوال بانک له خوا تأیید او وروستۍ شوې او په لږوخت کې به ېې افغان حکومت ته ورکړی.
ده داهم وویل چې دغه ښوونځی د ښاری میثاق د پروګرام په چوکاټ کې جوړېږی.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وایی، د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی د زده کوونکو پر روحیې او د تدریس پر بهیر منفی اغېز کوی.
دی وایی:
«د ښوونې او روزنې یو اساسی رکن د خوندی چاپېریال شتون دی چې په خواشینۍ سره، موږ ترې برخمن شوی نه یوو، د پوهنې وزارت ۴۵ فیصده ښوونځی ودانۍ نه لری.»
ده وویل، په مرکز او ولایتونو کې اته زره ښوونځی ودانۍ نه لری.
بل خوا د پوهنې یو شمېر پوهان وایی، ناامنی، اداری فساد، د ظرفیتونو کموالی او د تدارکاتو پېچلې پروسه، ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو د بهیر پر وړاندې، عمده خنډونه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.