ولسی جرګه: حکـومت دې اجازه نه ورکوی چـې د کنـدز او غـزنی ناوړه وضعیت تکـرار شـی

- ۱۸ قوس ۱۳۹۷

د افغانستان ولسی جرګه له حکومت او په تېره له امنیتی او دفاعی ارګانونو غواړی چې د ولایتونو امنیت ته جدی پام وکړی.
د افغانستان ولسی جرګه د هېواد امنیتی ستونزو ته په کتو وایی، حکومت دې اجازه نه ورکوی چې د کندز او غزنی ولایتونو ناوړه وضعیت بیا تکرار شی.
د ولسی جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشری کوله، په ځینو ولایتونو کې یې د امنیتی ستونزو په اړه د ځینو وکیلانو د اندېښنو له څرګندونو وروسته له حکومت او په تېره له امنیتی او دفاعی ارګانونو وغوښتل چې دغې مسئلې ته جدی پام وکړی.
ده وویل: «وکیل صاحبانو چې د فاریاب، د هرات ولایت شینډنډ او ځینو نورو ولایتونو پر ناامنیو اندېښنې وښودې، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هغو ولایتونو ته چې پخوا په امن کې وو او اوس د ناامنیو په لور روان دی، جدی پام وکړی.»
دا په داسې حال کې ده په ولسی جرګه کې د فاریاب ولایت استازو خبرداری ورکړ چې که د دغه ولایت ناامنو ولسوالیو ته توجو ونه شی، خلک به یې له ګڼو ستونزو سره مخ شی.
دوی ادعا وکړه چې د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکی د وسله والو مخالفینو د امنیتی ګواښونو له امله خپلې سیمې پرې ایښی او د ولایت مرکز ته کډه شوی دی.
همداشان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر ناامنیو بحث وشو.
په دې وروستیو کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په لاس د یوې امنیتی پوستې د سقوط په پېښه کې د ملی اردو ځواکونو ته درانده تلفات واوښتل.
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت ویلی چې په دغه پېښه کې د ملی اردو ۱۴ عسکر وژل شوی او شل طالبانو له ځانونو سره اسیر کړی دی.
په وروستیو کلونو کې د غزنی، کندزاو فراهولایتونه د وسله والو مخالفینو د بریدونو او د دوی او امنیتی ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان وو چې د راپورونو له مخې، په دغو ناامنیو کې ملکی او پوځی کسانو ته تلفات اوښتی وو.
خو اوس د کورنیو چارو وزارت د امنیتی ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پرضد د پراخو عملیاتو خبرې کوی او ډاډ ورکوی چې د هېواد امنیتی وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی وایی: «په وروستۍ یوه میاشت کې د کابل په ګډون عمومی امنیتی وضعیت ښه شوی او د فاریاب په ګډون څو ولایتونه د امنیتی ارګانونو د عملیاتو په سر کې دی، همداشان د پښتون کوټ او شینډنډ په اړه له مرکزه اړوندو قوماندانیو ته ځانګړې سپارښتنې شوی، فعالیت روان دی او ان شاالله وضعیت به ښه شی.»
ښاغلی رحیمی دا هم وویل، په دې وروستیو کې د امنیتی ځواکونو د تلفاتو ګراف ټیټ شوی دی.
ده ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو پرضد به د تهاجمی عملیاتو له تېزېدو سره تر درې څلورو میاشتو پورې د هېواد په امنیتی وضعیت کې مثبت بدلون راشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.