حکومت: هڅـه کوو چـې تر ۲۰۳۰ کـاله پـورې هېـڅ ماشـوم له ښوونځـی پاتې نه‌شـی

- ۰۳ حوت ۱۳۹۷

mandegarحکومت هڅه کوی چې تر ۲۰۳۰ میلادی کاله پورې هېڅ ماشوم له ښوونځی پاتې نه‌شی او ټولو خلکو ته په هېواد کې د تعلیم زمینه مساعده شی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د یونېسف ادارې او د نړیوالو سازمانونو د ټولنې په همکارۍ په کابل کې «پوهنه تم کېدلای نه‌شی» په نوم د پروګرام پرانیسته وکړه.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د پرانیستې په دغو مراسمو کې یې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ګډون درلود، دغه پروګرام مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه پروګرام د ښه پلی کېدو لپاره د حکومت تر څنګ خلک هم باید همکاری وکړی.
نوموړی زیاته کړه: «په تعلیم او ثبات پانګونه د هېواد مادی او معنوی وده او پراختیا ده، دغه پروګرام له یوه اړخه تمویل ده او له بله اړخه زموږ د ټولو هڅې او کوښښونه دی، دا یوازې حکومت پورې اړه نه‌لری، بلکې په‌دې برخه کې د خلکو هر اړخیزه همکاری او پاملرنه موږ سره مرسته کوی.»
ښاغلی عبدالله دا شان وویل، هره هغه ډله چې چې هڅه کوی افغان ماشومان بې‌تعلیمه پاتې شی په‌خپلو دغو هڅو کې ناکام دی.
نوموړی له امنیتی بنسټونو هم وغوښتل چې په ښوونځیو کې دې د پوستو جوړولو سره زده‌کوونکو او ښوونکو ته ستونزې نه پیدا کوی.
د افغانستان حکومت «پوهنه تم کېدلای نه‌شی» د پروګرام په لومړیو درېیو کلونو کې غواړی چې هر کال له ښوونځیو بهر نیم میلیون ماشومان تر خپل پوهنیز او رزونیز چتر لاندې راولی.
په‌دغه پروګرام په ټوله کې ۱۵۷ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې د «پوهنه تم کېدلای نه‌شی» یا «ECW» په نوم بنسټ له‌خوا برابر شوی چې د یوه پراخ ائتلاف د ملی او نړیوالو سازمانونو له‌خوا عملی کېږی.
جنګ، بې‌وزلی، کډوالی او اقتصادی ستونزې هغه عمده عوامل دی چې له امله‌یې په تېرو څو کلونو کې ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې شوې دی.
د «پوهنه تم کېدلای نه‌شی» د بنسټ رئیس یاسمین شریف په دغه ناسته کې وویل چې د باکیفیته روزنې له لارې دوی په افغانانو پانګونه کوی او د دوی استعدادونو ته په ودې ورکولو سره غواړی دوی پیاوړی کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخی وویل چې د بېلابېلو عواملو له امله اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې دی.
نوموړی په دې اړه اندېښنه وښوده او دغه موضوع‌یې ټکان ورکوونکې وبلله.
ښاغلی بلخی زیاته کړه: «د هغو هېوادونو په ډله کې چې له ښوونځیو بهر ماشومان لری له بده مرغه افغانستان‌یې په سر کې دی، د افغانستان د پوهنې وزارت او یونېسف موندنې ښیی چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه‌ځی چې دا یو ټکان ورکوونکی شمېر دی.»
خو نوموړی ټینګار وکړ چې د پوهنې په لسیزه کې هڅه کوی چې دغه ستونزه هواره شی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۳،۷ میلیونه هغو ماشومانو له ډلې چې ښوونځیو ته نه‌ځی ۷۵ سلنه‌یې نجونې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.