د سولې شورا غړی: امریکا دې له طالبانو سره په خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړی

- ۱۱ حوت ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د سولې د عالی شورا د اجرائیه پلاوی یو شمېر غړی د امریکا له متحده ایالاتو غواړی چې له طالبانو سره په خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړی.
په داسې حال کې چې قطر د طالب استازو او امریکایی چارواکو تر دوه ورځنی ځنډ وروسته نن بیا د سولې د خبرو کوربه دی، په هلمند کې د طالبانو په یوه برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوی دی.
روان وضعیت ته په کتو د افغانستان د سولې د عالی شورا د اجرائیه پلاوی یو شمېر غړی د امریکا له متحده ایالاتو غواړی چې له طالبانو سره په خبرو کې د اوربند موضوع ته لومړیتوب ورکړی.
د سولې د عالی شورا د اجرائیه پلاوی غړی محمداسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ آزادی راډیو سره په خبرو کې په هلمند کې د طالبانو وروستۍ حملې ته په اشارې سره وویل: «یقیناً دا د سولې د پروسې پر مخ څپړې دی، کوم کسان چې په دغو حملو کې داغ وینی، له دغو اعمالو او حمله کوونکو بدې خاطرې پیدا کوی، زه له امریکایی چارواکو، له ښاغلی خلیل‌زاده دا غوښتنه لرم چې تر کومه چې لا اقل طالبان موقت اوربند رعایت نه کړی، له دوی سره خبرې ونه کړی.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې امریکایی چارواکی او طالب استازی تر دوه ورځنۍ دمې وروسته، پرون په قطر کې بیا د سولې خبرې کوی. دغه خبرې چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شوی، د دوه ورځو لپاره روانې وې چې تر ډېره له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو او دا چې د دوی تر وتلو وروسته به د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کېږی، متمرکزې وې.
خو ورسره هم مهاله تېره ورځ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو د طالبانو په یوې حمله کې ۲۳ پوځیان وژل شوی او ۱۵نور ټپیان شوی دی. طالبانو د دغې پېښې د مسؤلیت په منلو سره ادعا کړې چې په دغه حمله کې امریکایی پوځیان هم وژل شوی، خو د هلمند د والی ویاند دا ادعا رد کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ، طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپلو وسله والو فعالیتونو ته زور ورکړی دی. په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیداکبر آغا هم د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه لری او وایی: «د اوربند خبره تر اوسه پورې نه ده شوې، په داسې حالاتو کې فکر کوم چې ښه خبره به د اوربند وی چې عاجل اوربند وشی، مونږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې کومه ستونزه چې د دوی تر منځ ده، هغه نوره اوږده نه کړی چې د اوربند موضوع ته ژر ورسېږو.»
سیداکبر آغا له حکومت او امریکایی ځواکونو هم غواړی چې هوایی بمبارۍ کومې چې به خبره یې تر ډېره په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړی، ودروی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.