د بهرنیو چارو وزیر: د سـولې خبـرو کې پر ټاکـل شـویو حـدودو مـذاکـرات نه‌کېـږی

- ۲۰ ثور ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایی، د سولې په مذاکراتو کې د بشری حقونو د موازنې رعایت او احترام د دغه هېواد اساسی شرطونه دی.
صلاح‌الدین ربانی د پنجشنبې په ورځ د «افغانستان او اروپایی اتحایې د کاری ډلې د بشری حقونو، حکومتوالۍ او کډوالو» په اړه په دوهمه جوړه شوې ناسته کې وویل چې؛
د سولې په خبرو کې د جمهوری نظام، د بشری حقونو د ارزښتونو ساتل، د قانون حاکمیت.
ځانګړی حدود دی چې لا له وړاندې ټاکل شوی او په‌دې مواردو مذاکرات نه‌کېږی.
صلاح‌الدین ربانی همدا شان وویل، حکومت د سولې په خبرو کې دغه موارد پیاوړی کوی او د هېواد ستونزه به هغه مهال په دایمی توګه حل شی چې د سولې په خبرو کې د بشری حقونو موازنې ته احترام وشی.
ښاغلی ربانی زیاته کړه: «د افغانستان حقوقی نظام په بشری او اسلامی بنیادی ارزښتونو ولاړ دی، د سولې مذاکرات او ملی روغې جوړې ته حدود مشخص شوی چې د بشری حقونو د موازنې رعایت ته احترام‌یې بنیادی برخه ده، دا په مذاکراتو کې نه‌راځی، دا د افغانانو د اساسی حقونو او د قانون د پلی کېدو او ستونزو حل‌لاره ده او د سولې په خبرو کې اساسی موارد او شرطونه دی.»
صلاح‌الدین ربانی داسې مهال د سولې په خبرو کې د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بشری حقونو پر ساتنه ټینګار کوی چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایی پلاوی او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې روانې دی.
طالبانو له امریکایی لوری سره په خپلو خبرو کې په بیا بیا ټینګار کړی چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی او دا یې د افغانستان د سولې د خبرو د پیل لپاره یو شرط ټاکلی دی.
له دې سره په خوا کې هر اړخیز اوربند، بین‌الافغانی مذاکرات او دا چې افغان خاوره به د بل چا پر ضد نه‌کارول کېږی د قطر د مذاکراتو نورې اجنډاوې دی، خو په‌دې وروستیو کې داسې اندېښنې راپورته شوی چې د قطر په مذاکراتو کې د بشری حقونو او ښځو پر رول بحث نه‌دی شوی.
خو په افغانستان کې د اروپایی ټولنې استازی وایی، امریکایی لوری په‌دې اړه ټولې سپارښتنې طالبانو ته سپارلې دی.
د اروپایی اتحادیې د اسیا پاسیفیک څانګې مرستیال پاولا پمپلونی په‌دغه غونډه کې وویل چې د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې، نړیوال معیارونه او د بشری حقونو رعایت د امریکا له لوری طالبانو ته لازمې سپارښتنې دی.
نوموړې زیاتوی: «د سولې په مذاکراتو کې وړانډیزونه او سپارښتنې ورکړی چې باید لاسته راوړنې، نړیوال معیارونه او بشری حقونه وساتل شی، په تېرو څو کلونو کې مو څه چې ترلاسه کړی، باید له لاسه ورنه‌کړو او زموږ ټینګار هم په همدې دی.»
له دې ټولو سره په خوا کې تر اوسه هم په لنډ وخت کې افغان حکومت د سولې په خبرو کې چندانې باوری نه‌دی.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې په یاده ناسته کې دې ټکی ته په اشارې سره وایی، دا بهیر باید د افغانانو له لوری رهبری شی او دا افغانانو پورې اړه لری چې څه ډول سوله غواړی.
بی بی ګل رولا غنی له اروپایی ټولنې غواړی چې له بل هر وخت زیات له دغه بهیر سره مرسته وکړی.
مېرمن غنی زیاتوی: «اوس هم اندېښنه موجوده ده چې سوله یو ارزښت او لاسته راوړنه محسوسېږی، ښاغلی غنی د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې په خبرو ټینګار کړی، څه ډول چې موږ تېر کال په درې ورځنیو خبرو کې پیدا کړه چې افغانان د سولې غوښتونکی دی، موږ زیاتو پرمختګونو ته اړتیا لرو، په‌دې برخه کې د اروپایی اتحادیې همکاری د یو پیاوړی افغانستان لپاره اړینه ده.»
مېرمن غنی د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په ساتنه ټینګار کوی.
په ورته وخت کې اروپایی اتحادیه په‌دې باور ده چې که ښځې په‌دغه بهیر کې شاملې شی، سوله به تل پاتې پایلې ولری.
بل‌خوا یو هم هغه موارد چې د سولې د خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوی، د حکومت د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا ده، دا هغه څه دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته اشاره کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.