د غزنی د خواجه عمری اوسېدونکی: جګړه هره ورځ ولسی خلک وژنی

- ۲۵ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد غزنی د خواجه عمری ولسوالۍ اوسېدونکی د دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ولسی وګړو له وژل کېدو شکایت کوی.
دوی وایی، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته هم د امنیتی ځواکونو له لوری د کارېز په کلی د توغول شویو هوانو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون، پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی دغه شکایت په داسې حال کې کوی چې د جمعې په ورځ مازیګر ناوخته یې د دوو تنو مړی د احتجاج په توګه د ولایت مخې ته راوړی وو .د دغو اجتجاج کوونکو له جملې څخه نذیر احمد آزادی راډیو ته وویل، له څه مودې راهیسې په سختو جګړو او مشکلاتو کې ژوند کوی.
دی زیاتوی: «دولت زموږ کورونه ولی، هره ورځ یو یا دوه کسان ولسی وګړی وژل کېږی، کښتونه مو تباه شول، غواوې او مالومه مو مړه کېږی، خلک ټول د شپې له مخې له مالونو سره په ګومبتو کې ویده کېږی، ټول خلک په روانی ناروغیو اخته دی، نن دا دی زموږ د کلی دوه تنه وژل شوی او درې نور ټپیان دی، په هغوی کې دوه ښځې او یو ماشوم دی.»
د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکی مالک وویل چې هم دې طالبان او هم دې دولت د عامو خلکو له کورونو جګړه یوه بل لوری ته یوسی. مالک زیاتوی: «هغه ورځ مې په کور کې هوان ولګېد، ښځه مې ټپی شوه، غوا مې مړه شوه، ماشومان مو بې حاله دی، نن اتمه ورځ ده چې سر په سر جګړه روانه ده، امنیتی ځواکونه د وسله والو طالبانو بیرغونه په سترګو وینی، هغه نه ولی، خو غریب او بېچاره په کې وژل کېږی.»
دا په داسې حال کې ده چې دغه ولسوالی له شااوخوا یوه کال ځنډ څخه وروسته امنیتی ځواکونو د تېرې جعمې په ورځ له طالبانو بېرته ونیوه. خو د سیمې خلک وایی، یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې امنیتی ځواکونه مېشت او شااوخوا ساحې لا هم د وسله‌والو په ولکه کې دی چې ډېری وخت په کې جګړې روانې وی.
که څه هم د سیمې خلک د دغو وژل شویو کسانو پړه پر امنیتی ځواکونو ورتپی، خو هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دولت نظر هم ترلاسه کړو چې بریالی نه شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.