د کابل بانک د تصفیې کمېټه: په ۶میـاشتو کـې ۲۵ میلیـونه ډالـر کابـل بانـک ته ګـرځول شـوی

- ۱۹ میزان ۱۳۹۸

mandegarپه تېرو شپږو میاشتو کې د کابل بانک له پورونو ۲۵ میلیونه ډالر دغه بانک ته راګرځول شوی دی.
د کابل بانک سقوط هغه څه چې د ولسمشر غنی د کار د لومړیو وختونو ژمنه وه، خو لیدل کېږی چې د ولسمشر غنی حکومت تر پنځو کلونو وروسته هم ونه توانېد چې دغه ژمنه عملی کړی.
خو تازه د کابل بانک د تصفیې کمېټې ولسمشر ته راپور ورکړی چې دغې کمېټې وکړای شول چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل بانک له پورونو ۱۶ جایدادونه د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالیې وزارت حساب ته انتقال کړی.
دغې کمېټې دا هم ویلی چې د کابل بانک له قرضدارانو ۱۳ میلیونه ډالر د راګرځولو نورې چارې هم روانې دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وایی چې د کابل بانک د تصفیې لپاره د لا نورو هڅو اړتیا شته.
ده وویل: د کابل بانک د تصفیې کمېسیون په دې برخه کې زیات کارونه کړی او پرمختګ هم شوی دی، خو په دې برخه کې د لا نورو هڅو اړتیا شته، ډېرې پیسې تر لاسه شوی، کره یې ویلی نشو چې کله به دا پروسه ختمه شی، هیله مند یوو چې دا کمېټه زیات پرمختګونه ولری.
په هغه ناسته کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په ارګ کې ترسره شوه، د کابل بانک د تصفیې کمېټې غړو ولسمشر غنی ته ویلی چې د کابل بانک د یوه پخوانی سهمدار خلیل الله فیروزی چې څو ورځې وړاندې د ناسم روغتیایی حالت له امله له زندانه خوشې شو، تر خوشې کېدو وروسته یې له پور څخه ۱۴ میلیونه ډالر ورکړی او ټاکل شوې چې ۱۸ میلیونه ډالر نور هم ورکړی.
په ورته وخت کې له اداری فساد سره پر مبارزې د څارنې او ارزونې ګډ خپلواک کمېسیون وایی چې تېر پنځه کاله د حکومت لپاره ښه فرصت و، تر څو دغه ټول پورونه یې کابل بانک ته راګرځولی وای، خو حکومت دغه فرصت له لاسه ورکړی دی.
د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس میوند روحانی ازادی راډیو ته وویل: کمېټې چې کوم راپور ارګ ته ورکړی، هغه دې له خلکو سره هم شریک کړی چې له چا یې څنګه پیسې تر لاسه کړی؟ او چېرې انتقال شوی؟ حساب باید شفاف وی، تر دې دمه روښانه نه ده چې څومره اندازه پیسې تر لاسه شوی او څومره پاتې دی، موږ چې څارنه کوو، نه پوهېږو، هغه ډول چې تمه کېده او ولسمشر ژمنه کړې وه، هغسې ونه شول، د دوی سرمایې تر اوسه بهر لیلام شوی نه دی.
له دې سره د کابل بانک د تصفیې کمېټې ولسمشر ته په خپل راپور کې ویلی چې د کابل بانک د هغو پورونو د جایدادونو راګرځولو لپاره هم هڅې روانې دی چې له هېواده بهر ژوند کوی.
له زیاتو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې په دې اړه د کابل بانک د تصفیې کمېټې د غړو نظر ولرو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.