ملګری ملتونه: د ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو پایلې ومنی

- ۲۶ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتی چې د ټاکنو پایله ومنی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو وایی، د ولسمشرۍ نوماندان او د هغوی پلویان باید اجازه ورکړی چې ټاکنیز کمېسیونونه خپل کارونه مخته یوسی.
ښاغلی یاماموتو چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د قانون له مخې د شکایتونو له څېړلو وروسته، نوماندان او د هغوی ملاتړی باید د ولسمشرۍ ټاکنو اعلانېدونکې پایله ومنی.
هغه زیاتوی: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړېږی، دا هېواد له نړیوالو ملګرو سره په ګډه فرصت لری چې د افغانستان غوره راتلونکی لپاره شته سترې ننګونې له‌منځه یوسی، په دې هېواد کې د سولې، انکشاف، د غربت کموالی، د بشری حقونو او رونټیا نه‌موجودیت کلیدی ستونزې دی، دې ستونزو ته د رسېدو لپاره د بااعتباره ټاکنو ترسره کول مهمه موخه ده چې پایلې یې د افغانانو اصلی اراده منعکسوی او د نوماندانو په ګډون ټولو نړیوالو ملګرو ته د منلو وړ دی.»
ښاغلی یاماموتو زیاته کړه، د راتلونکی افغان حکومت تر ټولو مهم کار به د سولې د یوه داسې بهیر پیل وی چې مشری به‌یې په خپله افغانان کوی نوموړی د امنیت شورا غونډې ته وویل، د ټاکنو پایله چې هر څه وی، وی به؛ خو سوله راتلونکی حکومت ته تر هر څه مهمه ده.
په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکی ګوند یو مشهور سناتور لېندسی ګراهام هم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلی، هیله‌مند دی چې راتلونکو ورځو کې د افغانستان نوی حکومت جوړ او له طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینه برابره کړی.
هغه وویل: «هیله‌مند یم چې راتلونکو ورځو کې نوی حکومت ولرو او رأیې په مشروع بڼه وشمېرل شی څو نوی حکومت جوړ او وکړای شی چې د سولې خبرو لپاره یو پلاوی وټاکی، داسې پلاوی چې د افغانستان له خلکو استازولی وکړی او شاید په داسې یو حال کې موږ له طالبانو سره د جګړې د پای لپاره جدی خبرې ولرو.»
ښاغلی ګراهام همدا ډول د ملی یووالی حکومت له مشرانو سره کتلی دی.
ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلی، لېندسی ګراهام سره لیدنه کې ولسمشر غنی ویلی، ترورېزم د دواړو هېوادونو د امنیت پر وړاندې ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چی پر ضد یې ګډه مبارزه وشی.
خبرپاڼه وایی ولسمشر دا هم ویلی چې د سولې په اړه عمومی اجماع موجوده ده، خو اوربند او له افغانستان بهر د طالبانو پر امن پناه ځایونو تمرکز هغه پوښتنې دی چې باید ځواب شی.
اجرائیه ریاست بیا وایی، لېندسی ګراهام سره لیدنه کې عبدالله عبدالله د ټاکنو پر روڼتیا ټینګار کړی او سوله‌یې د افغانانو لومړیتوب بللې ده.
د افغانستان د راتلونکی حکومت د ژر جوړېدو په اړه داسې مهال څرګندونې کېږی چې لا هم د دغه هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان کره نېټه نه‌ده روښانه کړې.
کمېسیون وړاندې ویلی، په اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې او څېړنې وروسته به، د روانې اوونۍ په اوږدو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایله ډاګیزه شی.
کمېسیون په تېرو دوه میاشتو کې دوه ځله د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه خلکو سره شریکه کړه، خو ونه‌توانېده په دې نېټو د ولسمشرۍ ټاکنو پایله اعلان کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.