د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی: د سولې عالی شورا د ټاکنو د کمپاین لپاره جوړه شوې

- ۱۴ ثور ۱۳۹۲

پوښتنه: په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنو زور اخیستی، ستاسو له انده اوس موږ کومې خوا ته روان یو؟
ځواب: له بده مرغه چې موږ اوس په یوه ګونګ وضعیت کې قرار لرو، خپله حکومت ګونګ سیاست غوره کړی، خلکو ته یې دا نه ده روښانه کړې، چې په دغه کال کې به څه پېښېږی. د همدې بدبختۍ له امله خلک سخت په اندېښنه کې دی، سوداګر خپلې پانګې باسی او ولسونه وېرېدلی دی.خو زه په دې باور یم چې وضعیت به بیا هم داسې خراب نشی لکه څومره چې افغانان وېرېدلی دی. له نېکه مرغه چې اوس په هېواد کې کابو درې ـ درې نیم لکه امنیتی ځواکونه لرو، چې تر یوه حده ښه روزل شوی دی او تر یوه حده په سپکو وسلو هم سنبال شوی دی. درسته ده، چې تجهیز ته به اړتیا لری، لکه هوایی او نورې درنې وسلې ده؛ خو داسې هم نه ده چې نړیوالې دې داسې له افغانستانه ووځی چې بیا دې موږ هېر کړی. یا افغانان په خپلو کې سره ونښلی او یا هم بیا له افغانستانه د ترهګرو ځاله جوړه شی.
په اوسنی وضعیت هم افغان اردو کولای شی چې د خپلې خاورې امینت وساتی. طالبان په هېڅ صورت اوس دا توان نه لری، چې یوه پوسته هم ونیسی او یا افغانستان ته سر خوږی جوړ کړی. زه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې په ۲۰۱۴ کال کې به هغه څه چې اندېښنې په اړه ورسره دی، نه پېښېږی.

پوښتنه: د ۲۰۱۴ کال په اړه دغه وېره چا را خوره کړې او ولس یې په ولس سیوری غوړولی؟
ځواب: لومړی حکومت مسوولیت لری، چې باید خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی او وضعیت ورته ښه روښانه او تشریح کړی. ځکه له دې وېرې او اندېښنو نه موږ ستر زیانونه وینو. له دې امله زموږ هېواد درنه اقتصادی ضربه ولیده، او ډېر زیانونه یې وکړل.
دا د حکومت مسوولیت و، چې خلکو ته یې ډاډ ورکړی وای او په دې قانع کړی وای، چې افغان حکومت دومره توان او وړتیا لری، چې د هېواد ساتنه وکړی. دغه ډاډ خلکو ته ور نه کړای شو او خلکو ته یې درانه زیانونه واړول.
دویم په دې برخه کې زموږ ګاونډیان هم خلک په اندېښنه کې اچوی او زموږ وسله وال مخالفان هم هڅه کوی، چې خلکو ته اندېښنې پیدا کړی او د دې لپاره ډېرې هڅې او تبلیغات کوی.
اوس په افغانستان کې یوه روانی جګړه پیل ده. تر مخامخ تودې جګړې روانی جګړه په خلکو ډېر بد اغېز کوی. روانې جګړه له ښځو او ماشومانو نیولې د ټولنې په ټولو غړو تاثیر کوی. د سنګر او جبهې جګړه یوازې هغه خلک زیانمنوی، چې په سنګر کې ناست وی. خو باید حکومت د دې کار مخنیوی وکړی او خلکو ته ډاډ ورکړی.

پوښتنه: په همدې ۲۰۱۴کال کې ټاکل شوې چې ټاکنې هم ترسره شی. په دغسې حساس پړاو کې څنګه کېدای شی ټاکنې رڼې او درغلیو پاکې ترسره شی؟
ځواب: د هرې بدبختۍ مور نا امنی او د هرې نېکمرغی مور امنیت دی. که چېرې موږ په هېواد کې امنیت ولرو نو ټاکنې به مو رڼې او عادلانه تر سره شی. که څوک وغواړی په کې لاسوهنه وکړی لاسوهنه نشی کولای، ټاکنو ته ستونزې نشی جوړولای او که چېرې خدای مکړه په هېواد کې نا امنی وی؛ نو د رڼو او عادلانه ټاکنو تر سره کېدل ممکن نه دی او ټاکنې به هغه ډول زیانمنې شی، لکه تېر ځل چې شوې. خلک به بیا دعوې کوی او جنجالونه به راپورته کړی. باور به له منځه لاړ شی. زه هیله من یم چې د ټاکنو تر مهال باید نړیواله ټولنه هم هڅه وکړی، چې په هېواد کې امنیت راشی.
ټاکنې د موجوده طالب، اسلامی حزب، اپوزیسیون او اوسنی حکومت لپاره هم دی. دا د هېواد برخلیک دی او د هېواد په برخلیک کې ټول خلک شریک دی. له ټولو مې غوښتنه ده چې په ټاکنې کې برخه واخلی او یا حد اقل د ټاکنو لپاره داسې فضا رامنځته نه کړی، چې بیا هم داسې څوک راځی، چې هغه په درغلیو، تقلب او په ټګۍ راځی پر خلکو تحمیل کېږی.
د ټاکنو لپاره لږ صداقت ته اړتیا شته. یانې اوسنی حکومت، اوسنی نظام او اوسنی واکداران د خلکو په سترګو کې خاورې وانه چوی، ټګی برګی ونه کړی.

پوښتنه: په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوی دی. غواړم وپوښتم چې ولې د پاکستان او افغانستان اړیکې بیا خرابې شوی دی او د دې اړیکو د خړ پړتیا لامل څه بولئ؟
ځواب: منم چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې دی خو په هغه اندازه هم نه دی، چې ورته په اندېښه کې شو. افغان حکومت تر اوسه کومه روښانه بهرنۍ پالیسی نه لری، چې ولس ته اعلان وکړی، چې د ګاونډیانو، د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړی ډول د پاکستان په اړه مو دریځ او پالیسی دغه دی او له پاکستانه هم دغه ډول تګلاره غواړو. خو له بده مرغه چې یوه ورځ ولسمشر حکم کوی، هیڅوک حق نه لری د حکومت ویاندویان چې د پاکستان ضد څرګندونې وکړی، خو بله ورځ بیا په برعکس خبرې کوې. د یوه هېواد او یوه ولسمشر لپاره دغه ډول څرګندونې په کار نه دی. یو هېواد باید ډېره روښانه پالیسی ولری، ژر باید احساساتی نشی، ژر په مقابل کې غبرګون ونه ښیی او ټول عمر ورته ځان وا نه چوی. زموږ یوازینۍ کمزوری همدغه ده، چې د پاکستان پر وړاندې یوه روښانه، شفافه او ثابته بهرنۍ پالیسی نه لرو. تل په دې اخته یو چې یوه ورځ ورته دوست او ورور وایو بله ورځ ورته دښمن وایو. یوه ورځ مو ورسره جګړه وی، چې طالب مو بندی کړی او بله ورځ ورته وایو چې طالب مو راته ساتې. زه تر اوسه د افغانستان په دې ژبه نه یم پوهېدلی.
منم چې پاکستان په پوځی او سیاسی لحاظ له موږ پیاوړی دی او د افغانستان پر وړاندې اخلاص نه لری. که پاکستان اخلاص درلودای نو د افغانستان ستونزه به دومره نه اوږدېده. دا چې هغوی زموږ پر وړاندې اخلاص نه لری او موږ یې پر وړاندې روښانه تګلاره نه لرو نو دغه ډول ستونزې به نورې هم ډېرې شی.

پوښتنه: که چېرې د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړې دوام وکړی او خبره له دیپلوماتیکو هڅو نورو لارو چارو ته ورسېږی، د افغانستان وړتیا او د نورو لارو انتخاب ته په کومه سترګه ګورئ؟
ځواب: یقیناً افغانستان کولای شی که دیپلوماتیکې لارې ناکامه کېږی نورې انتخاب کړی. دا یو ملک دی، پنځه ویشت میلونه وګړی په کې ژوند کوی، یو تاریخی هېواد دی، اوس د خدای په فضل اردو، پولیس او ځواک لری، نړیواله ټولنه یې تر څنګ ولاړه ده، مرسته ورسره کوی؛ خو که خدای مکړه بیا هم افغان حکومت دومره مجبوره شی کولای شی نورې لارې هم وټاکی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ فاصله کمه ده او که چېرې پاکستان وغواړی موږ ته زیان را وروسوی افغانان به لس چنده زیان ور ورسوی؛ خو زه د دې پلوی نه یم. زه د دې پلوی یم چې افغانان په امن کې ژوند کړی، په سوله کې ژوند وکړی او په ورورۍ کې ژوند وکړو.
دا اوس په پاکستان کې ډېر لوی لوی ګوندونه دی چې هغه په خپله د پاکستان سخت مخالف دی، ډېر لوی لوی قومونه دی چې هغه د پاکستان سخت مخالف دی. دا اسانه چارې دی که چېرې پاکستان تر اخره لاره یونسی افغانستان اړ دی چې د هغوی تر شا ودرېږی او ملاتړ یې وکړی.

پوښتنه: افغان حکومت او یوشمېر افغانان وایی، چې ګویا امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې سرحدی شخړه کې، د افغانستان ننګه نه ده کړې په داسې حال کې چې افغانستان له امریکا او نورو هېوادونو سره ستراتېژیک تړونونه لری او له امریکا سره په امنیتی تړون خبرې روانې دی، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: په تاسف سره چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له دولس کلن شتون سره سره موږ ونه توانېدو هغومره ګټه ترې پورته کړو چې لازمه وه. ځکه د دوی پوځ، دوی مالی امکانات، د دوی تبلیغات او د دوی وسایل او تجهیزات زموږ په واک کې ول. دا هغه ضعف دی چې زموږ په وجود کې شته دی. زه منم چې امریکا به هم زموږ له وجوده او خاورې استفاده کړې وی، یا به پرې خپل سیالان ګواښی، وېروی به یې او هغوی ته به څه ور ښیی، خو موږ باید د دوی له حضوره ډېره ګټه پورته کړو ځکه موږ ډېر اړ یو. دوی هم موږ ته اړ دی او له همدې امله دلته راغلی باید ترې اعظمی ګټه پورته شوې وای.
که نور څه نه وای حد اقل موږ باید دا ګټه ترې پورته کړې وای، چې دا جګړه پای ته رسېدلې وای، هېواد کې امن راغلی وای، په ټولو سرحدونو کې مو سرحدی ځواکونه ځای پر ځای شوی وای. هیچا باید دا جرئت نه وای کړی او نه ورته دا زمینه برابره وای، چې بمونه یې په خرو او موټرو را بار کړی وای او دلته یې راوړلای. دا هغه زموږ د ادارې کمزروی او ضعف دی چې سمه ګټه مو ترې وانخیستلای شوای.
که امریکا په رښتیا سره وغواړی چې پاکستان ته ووایی نور طالبان مه را استوه، بم او ځانمرګی مه رالېږه زه په دې عقیده یم چې سبا به دا جګړه نه وی. خو امریکا هم هغه ډول چې لازمه ده نه غواړی او خپل قوت ورته څنګه چې دی نه ښیی. ځکه امریکا نه غواړی چې پاکستان زموږ په سر خپه کړی. امریکا له پاکستانه د هند، چین او ایران په ضد کار اخیستلی شی او هغه یو اټومی هېواد دی، چې یو میلیون روزل شوی پوځ او بېلابیل توغندی. امریکا هڅه کوی، چې پاکستان هم خوشاله وساتی او د افغانستان ستونزه هم په کرار کرار یو ډول حل کړی.

پوښتنه: بلاخره به د افغانستان او پاکستان دغه جنجال چېرته رسېږی؟
ځواب: اوس وضعیت داسې ښکاری، چې پاکستان هم له روان وضعیت نه ستړی شوی دی. هغه هم سختې ضربې لیدلی دی. تاسو وګورئ په افغانستان کې اوس په هغه اندازه مرګ او ژوبله یا چاودنې نشته چې په پاکستان کې شته. زه په پاکستان کې هم په دغسې وضعیت خوښ نه یم خو دا په خپله دوی ځان ته وغوښتل او دغسې یې را پېښ کړل. په افغانستان کې یې اور بلاوه طبیعی ده چې د دې اور لمن به پاکستان ته هم رسېده. د پاکستان اردو او سیاستوال هم اوس په دې پوه شوی دی، تر هغې د ارامۍ ژوند نه شی کولای چې په افغانستان کې ارامی راغلې نه وی. زه فکر کوم چې اوس به افغانستان او پاکستان په ګډه د دې اور مخه نیسی او مړ کوی به یې. که یو سطل اوبه پرې افغانستان تویولې کېدای شی پنځه پرې پاکستان توی کړی. ځکه اوس خپله دوی د دې اور خوراک شول.

پوښتنه: په دې وروستیو کې یوشمېر کسان د ملی اجماع خبره کوی. ایا رښتیا هم موږ ملی اجماع ته اړتیا لرو او له ملی اجماع نه ستاسو لید څه دی؟
ځواب: په دې کې موږ ډېرې ستونزې لرو. کله د لویې جرګې خبرې کوو او کله بیا هم د ملی اجماع خبره. ملی اجماع یانې څوک؟ یو سوال خو دا دی، هغه څوک مناسب خلک دی چې په دې اجماع کې دې راټول شی. دا اجماع هر څوک په خپل طبعیت جوړوی. هغه که یې ښاغلی کرزی جوړوی هغه په کې د خپلې خوښې وړ خلک را غواړی او وایی دا ملی اجماع ده. که یې اپوزیسیون جوړوی هغه به په کې د خپلې خوښې وړ خلک را ټولوی. زه په دې اوسنیو شرایطو کې چې دلته ملی شورا لرو، حکومت، ولسمشر، کابینه د ټاکنو کمېسیون او هر څه لرو، د ملی اجماع هېڅ ضرورت نه بولم. ځکه موږ د ملی اجماع تعریف نه لرو، نپوهېږو چې څوک باید په ملی اجماع کې ګډون وکړی، څوک دی چې هغه د هېواد په اړه یو ملی پرېکړه وکړی. زه فکر کوم دا ټول هغه اضافی خبرې دی، چې یوشمېر خلک غواړی پرې د ټاکنو مخه ونیسی.

پوښتنه: د سولې په اړه ستاسو نظر څه دی؟ با وجود د دې چې حکومت او د سولې عالی شورا ډېرې هڅې کوی؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې؟
ځواب: کله چې په لومړی ځل په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې وشوې، نو ولسمشر کرزی یې پر وړاندې سخت غبرګون وښود او ورسره یې مخالفت وکړ. خو وروسته وروسته یې چې کله خپله سفر وکړ بیا یې وویل چې باید دفتر پرانیستل شی. ډېر کله ولسمشر دا خبره کوی، چې د سولې خبرې چې د هر چا په لاس او د هر چا له خوا کېږی ملاتړ یې کوی؛ خو بیا وروسته وایی، چې د سولې خبرې اترې یوازې د سولې د عالی شورا له لوری کېدای شی. لومړی د سولې شورا باید له داسې خلکو جوړه وای، چې هغه له طالب سره په هر غره، هره دښته او هره سیمه کې کېناستی شوای. هغو حکمتیار پیدا کړی وی ورسره هلته ناست وای. هغوی له سیاسی اپوزیسیون سره هم ناست وای، له طالبانو سره یې هم خبرې کړې وای، له ولسمشر سره هم ناست وای او د ټولو نظریات یې سره را ټول کړی وای او وړاندیز یې کړی وای. هغه یوه ملی شورا وای، زرګونه ډالره معاش یې نه درلودای، په مرمۍ ضد موټرو کې نه ګرځېدای، په سپینه ماڼۍ او ارګ کې نه وای ناست، بلکې ټولو خواوو ته د منلو وړ وای. ملی شخصیتونه وای او د ملی له منځه راوتلی وای. یو څوک چې خپله دوه سوه تنه باډیګاردان له ځانه سره ګرځوی، چې له دفتره راوځی لس مرمۍ ضد موټر ترې مخکې او شاته روان وی او په میاشت کې ورسره څوک لیدای نشی، هغه څنګه سوله راوستی شی؟ زما له نظره یا کېدای شی د سولې عالی شورا په ټاکنو کې د چا لپاره د کمپاین دفتر وبولو او یا هم د ولسمشر د ملګرو لپاره د امکاناتو د برابرولو دفتر یې باید وبولو.
زه خپله د سولې د عالی شورا غړی چې ګورم ورته احترام لرم، دوستان مې په کې دی؛ خو په هېڅ وجه دا د سولې لپاره نه ده او نه سوله کولای شی.

پوښتنه: ځینې خلک وایی، چې د افغانستان قضیه د بین الافغانی ناستې یا د سیاسی نخبه ګانو له لوری د یوې ملی اجنډا په غوره کولو سره حلېدای شی، ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: که چېرې سیاسی نخبه ګان د دې لپاره چې په هېواد کې سوله راشی او هغه ډول یې راولی، لکه ما چې وویل چې د هر قوم او بې طرفه خلک په کې ګډون ولری دا به له ځانه سره بد عکس العمل ونه لری. خو که د سیاسی نخبه ګانو راټول د دې لپاره وی، چې بیا پرې د نورو چارو لکه د ټاکنو مخه پرې ونیسو، یاهم د پارلمان پر وړاندې بل پارلمان جوړوو دا به نورې ستونزې هم جوړې کړی. اوس د سولې د عالی شورا په جوړېدو سره پارلمان ولسمشر ته د سولې د عالی شورا په اندازه ارزښت نه لری. په ولایاتو کې د سولې د عالی شورا ولایتی شورا ګانې والیانو ته د ولایتی شورا ګانو په نسبت مهم او غوره دی. اوس د سولې یوازینۍ لاره د رڼو ټاکنو تر سره کول دی چې باید ټول ورته په ګډه کار وکړی، هغه که حکومت دی، اپوزیسیون، اسلامی حزب او یا هم طالبان دی. ټول باید په ګډه د رڼو ټاکنو د ترسراوی لپاره کار وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.