افغانستان، د روسیې او ازبکستان د اندېښنو په ځواب کې: نړیواله ځواکونه له افغانستانه نه وځی

- ۲۲ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلی چې په سیمه کې به نا امنی ډېره کړی او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به نا امنی دغو هېوادونو ته هم سرایت وکړی، ولسمشرۍ ماڼۍ وایی چې دغسې وضعیت به نه راځی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې په دې برخه کې ډېر ضمانتونه شتون لری او نړیوال ځواکونه له افغانستانه نه وځی.
په همدې حال کې یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې جدی دی؛ خو باید روسیه او دغه هېوادونه د ډیورنډ له کرښې هاخوا د ترهګرۍ په لمنځه وړلو کې لاس په کار شی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د افغانستان وضعیت به هغه لور ته نه ځی، لکه څنګه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې په اړه اندېښنه ښیی، ځکه اوس د وضعیت نه خرابېدو لپاره ضمانتونه شتون لری.
دی وایی، لومړی دا چې امریکایی او ناټو ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستانه نه وځی او په دې برخه کې نور ضمانتونه دا هم دی، چې په دې وروستیو کې له امریکا او یوشمېر نورو اروپایی هېوادونو سره ستراتېژیک تړونونه لاسلیک شوی، چې ټول ځواکمن هېوادونه دی او په کې یې له افغانستان سره ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان یوازې نه پرېږدی.
ښاغلی فیضی زیاته کړه، څه وخت وړاندې د ناټو عمومی منشی چې کابل ته راغلی او هم ولسمشر کرزی په بروکسل کې د ناټو له عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن سره ولیدل او په دواړو لیدنو کې نوموړی وویل، چې ناټو غړی هېوادونه غواړی له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې ښی.
ده وویل، د ناټو عمومی منشی دا هم وویل چې افغانستان له ناټو سره څنګه غواړی تړون وکړی، یانې ټول په یوه تړون او که افغانستان غواړی له هر هېواد سره جلا جلا تړون لاسلیک کړی.
د ولسمشر د ویاند په خبره، دغه ډول له امریکا سره د امنیتی سند موضوع او د امریکا له لوری د نهو پوځی اډو غوښتل دا خپله ددې ښودنه کوی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم نړیوال ځواکونه له افغانستانه نه وځی.
ښاغلی ایمیل فیضی وویل، له دې اړخه هېڅ د اندېښنې ځای نه پاتې کېږی او هېڅکله به امریکا او ناټو افغانستان یوازې پرېنږدی.
د ده په خبره، نورې مسالې چې ترهګری او افراطیت پسې تړلې موضوعګانې دی او له پاکستانه سرچینه اخلی، چې له کرښې هاخوا نه ترهګر راځی شمالی، شمال ختیزو او ختیزو ولایاتو ته او په دې وروستیو کې یې په منظم ډول ناامنه شوی او تر بریدونو لاندې راځی.
نوموړی وایی، دا د دې ښکارندویی کوی چې تر شا یې بېرونی لاسونه لری، هم په کې پاکستانی طالبان ښکېل دی او هم په کې نور لاسونه چې دغې مسلې یو څه اندېښنې را پورته کړی دی، د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړی ډول روسیې ته.
هغه وویل، که چېرې تاجکستان ازبکستان او منځنۍ اسیا نور هېوادونه له دې وروستیو ستونزو نارامه شی نو په روسیې هم په منفی اغېز ښندی او دې مسلې د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې را پارولی دی.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، نو په ټوله کې دا مسله دوه بعده لری، چې هم د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدل په افغانستان کې او بل په شمال کې د بېرونیو لاسونو له لوری د نا امنۍ پراخول، چې دا مسله بیا څېړنو او جدی اقدام ته اړتیا لری چې دمګړۍ افغان حکومت پرې اخته دی.
ښاغلی ایمل فیضی وویل، روسیه د سیمې د یوه ستر هېواد په توګه په سیمه ییزو مسایلو په ځانګړی ډول له ترهګرۍ سره په جګړه کې کولای شی ښه ونډه ولری او له افغانستان او نورو هېوادونو سره د روسیې همکاری ډېره مهمه ده.
د ده په خبره، څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزی د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی ضمیرکابلوف او په کابل کې د روسیې له سفیر سره په ټولو مسایلو په ځانګړی ډول د افغانستان په اړه د چین په ناسته کې د روسیې په دریځ، د بدخشان او ټول شمال په نا امنۍ او نورو مسایلو خبرې اترې شوی دی او د ولسمشر کرزی له لوری په دې برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وشوه، چې روسیه کولای شی په دې برخه کې مثبت رول ولوبوی.
هغه وایی، د روسیې د ملی امنیت د شورا د وروستۍ ناستې او خپرې شوې اعلامیې او د روسیې د ولسمشر د وروستی دریځ په اړه ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې ولسمشر کرزی په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وګوری او په ټولو مسایلو سره بحث وکړی همدارنګه به د روسیې سفیر هم کوم بیان چې له ځانه سره لری، له ولسمشر کرزی سره شریکه کړی.
نوموړی وویل، افغان حکومت له روسیې، هند او چین سره په ټولو مسایلو په مذاکراتو اخته دی او له نېږدې یې په جدی ډول څاری.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد محمود صیقل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د افغانستان د وضعیت او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې سره توپیر لری.
هغه وایی، د منځنۍ اسیا درې هېوادونه ( تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ) له افغانستان سره ګډه پوله لری او د دوی اندېښنې جدی دی، ځکه له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان له خوا نه د تاوتریخوالی، ترهګرۍ او نشه یی توکیو د قاچاق له اړه زیانمن دی.
د نوموړی په وینا، د قزاقستان او قرغیزستان دریځ چې یوه اندازه له افغانستانه لرې دی، له دوی سره فرق کوی، په ځانګړی ډول د روسیې له فدراسیون سره.
د ده په اند، هغه ډول چې افغانان اندېښنې لری، د منځنۍ اسیا اوسېدونکی او په ځانګړی ډول سیاسیون هم خپلې اندېښنې لری، خو په دې توپیر سره چې د منځنۍ اسیا هېوادونو اوسېدونکی په تاسف سره فکر کوی، چې افغانستان د ترهګرۍ د ودې مرکز دی او یا دا چې افغانستان د نشه یی توکیو مرکز دی.
ښاغلی صیقل وایی، هغوی ډېر کم دې مسالې ته پام کړی، چې خپله افغانستان د داسې ترهګرۍ قربانی دی، چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا نه مو هېواد ته را صادرېږی.
د نوموړی په خبره، دا ډېره مهمه ده چې د روسیې فدراسیون او د مرکزی اسیا نور هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې یو ستر سیمه ییز ذهنیت ولری او دا درک کړی، چې د ترهګرۍ اصلی مرکز او بستر د ډیورنډ له کرښې هاخوا دی او د ډیورنډ له کرښې هاخوا د ترهګرۍ په لمنځه وړلو کې د دوی هڅې په ځانګړی ډول د روسیې د فدراسیون هلې ځلې ګټورې تمامېدای شی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی عالمی بلخی وایی، چې امریکا او ناټو له تېرو دوو لسیزو راهیسې هڅه کوله چې په سیمه کې ناورینونه رامنځته کړی.
دی وایی، په داسې حال کې چې امریکا او نور ملاتړی هېوادونه یې له افغانستانه وځی په شمالی ولایتونو کې چې له منځۍ اسیا هېوادونو سره پولې لری نا امنی ډېره شوې او دې د روسیې او نورو هېوادونو اندېښنې را پورته کړی دی.
د ده په اند، روسیه او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه فکر کوی که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستانه ووځی دوی به په شمال کې له دې نا امنۍ ملاتړ وکړی او ناورین رامنځته کړی، څو له دې لارې په افغانستان کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړی او په دې پاتې کېدو سره د ځان د ګټې لپاره د منځۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې را کمې کړی.
د نوموړی په خبره، امریکا او ناټو له افغانستانه اوس وتونکی نه دی او دا چې لوېدیځ هېوادونه له افغانستانه د وتلو په اړه څرګندونې کوی دا پر افغانستان او افغانانو، په کېدونکیو تړونونو کې د ډېر امیتاز اخیستنې لپاره د یو ډول فشار راوستل دی، چې دمګړۍ د پوځی اډو خبره مطرح ده چې وایی باید شرطونه لرې شی، د قضایی مصوونیت خبره او نورې خبرې دی.
ښاغلی بلخی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې شمالی ولایتونه نا امنه شول وویل، چې د بدخشان یوشمېر سیمې له نورستان نه نا امنه شوې چې له نورستان نه یوشمېر وسله وال بدخشان ته ولاړل.
دی وایی، څو کاله وړاندې په الوتکو کې یوشمېر وسله وال شمال ته یوړل شول، چې تر اوسه یې هوېت نه دی معلوم شوی او دا په داسې حال کې ده چې زموږ هوایی فضا او رادار د بهرنیو ځواکونو په کنټرول کې دی.
نوموړی زیاتوی، د شمال نا امنه کېدل یوه پېچلې مساله ده او دا د دې لپاره کېږی، چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې اندېښنې را پیدا کړی او هغوی په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د ځواکونو له شتون سره مخالفت ونه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.