د ننګرهار خبریالانو له ولایتی ادارې سره پرېکون اعلان کړ

- ۲۳ ثور ۱۳۹۲

په ننګرهار کې خبریالانو له ولایت سره مقام سره د اړیکود پرېکون اعلان وکړ. د ننګرهار مېشتو ځایی خبریالانو ویلی، چې ولایت مقام ورته په وخت معلومات نه ورکوی، له غونډو او مرکزه د ورغلو پلاوو د سفر پرمهال یې نه خبروی.
هغوی وایی، په وار وار یې دغه ستونزه د ننګرهار ولایت مطبوعاتی دفتر او والی سره شریکه کړې؛ خو بیا هم ورسره ناسم چلن کېږی.
د ننګرهار ځایی خبریال میرویس رحمانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دوی څو ځله د ننګرهار ولایت له مطبوعاتی دفتر او حتی خپله له والی ګل اغا شېرزی سره دغه ستونزه یاده کړه چې والی د بیا نه تکرار ژمنه ورکړه.
هغه زیاتوی، چې د والی او مطبوعاتی دفتر له ژمنې سره سره بیا هم په وخت معلومات نه ورکول کېږی او نه هم هغو غونډو ته د خبری پوښښ لپاره ورغوښتل کېږی، چې له کابله ورغلی لوړ پوړی دولتی چارواکی په کې برخه اخلی.

ده وویل: (( موږ اړ شو چې نور له ولایت مقام سره پرېکون اعلان کړو. ځکه چې په دی څو ورځو کې له کابله مشران راځی خو ولایت مقام مونږ نه خبروی لامل یې هم دا دى چې غواړی خپلې تېروتنې او نیوکې له رسنیو پټې کړی. موږ د پرېکون پرېکړه د ولایت مقام ته هم استولی دی.))
ښاغلی رحمانی وایی، والی له خبریالانو سره ژمنه کړې وه، چې بیا به له ورته ستونزې سره نه مخ کېږی؛ خو له هغې وروسته هم په ډېرو غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، چې مهمه هغه یې ننګرهار ته د ملی امنیت د شورا د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا راتګ و.
د ده په خبره، کله چې دغه ډول سفرونه او غونډې خلاصې شی، د ننګرهار ولایت مطبوعاتی دفتر یوازې یوه فرمایشی اعلامیه خپره کړی، چې هغه ډېره ناوخته وی او نشی کولای په وخت خپلو رسنیو ته رپوټونه چمتو کړی.
نوموړی زیاتوی، د ننګرهار ولایت مقام غواړی په دغه کار سره د ننګرهار مېشتو خبریالانو شتون تر پوښتنې لاندې راولی.
همدارنګه د ننګرهار یوه بل ځایی خبریال چې د نوم له ښودو یې ډډه کوله ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په ننګرهار کې ولایتی اداره هېڅ ډول ژورنالیستیکو اصولو ته پابنده نه ده.
هغه وایی، د ننګرهار ولایت مقام تل هڅه کړې، چې د ولایتی ادارې ستونزې او کمزورۍ له رسنیو پټې کړی له همدې امله خبریالانو ته د غونډو لپاره بلنه نه ورکوی.
ده زیاته کړه، د ننګرهار ولایت مقام وېره لری، که له پلازمېنې نه ننګرهار ته د راغلو لوړ پوړو دولتی چارواکیو په غونډه کې خبریالانو ته د ګډون بلنه او اجازه ورکړل شی، کېدای شی خبریالان د ځایی ادارې له کمزورۍ او ضعف نه شکایت وکړی او یا هم په دې اړه له چارواکیو پوښتنې وکړی، چې دا دوی ته د منلو وړ نه ده.
یاد خبریال وویل، د همدې لپاره ولایت مقام هڅه کوی، چې له کابل نه د راغلو مېلمنو په غونډه کې خبریالانه پرېښودل کېږی.
هغه وایی، حتی ځایی ادارې د ننګرهار ټولو ریاستونو ته امر کړی، چې په خپل سر دې خبریالانو ته معلومات نه ورکوی او که په هره اداره کې ستونزه وی، د هغو ادارو مشران رسنیو سره خبرې نشی کولای.
خو د ختیزې سیمې لیکوال او خبریال ارشاد رغاند ماندګار ورځپاڼې ته وویل، ولایتی ادارې په دې وروستیو کې له ژورنالیستیکو اصولو سرغړاوی ترپخوا ډېرکړی دی.
هغه زیاتوی، ولایت مقام نه غواړی خبریالان د سیمې د حالاتو د باخبرو اشخاصو په توګه د ګوشتې د مسلې په اړه له کابله ورغلی پلاوی سم وپوښتی، واقعیتونه ورسره شریک کړی او هم یې پردې مسلې د مرکزی حکومت د کمزوری دریځ له کبله وننګوی.
دی په دې اند دی، چې په ننګرهار کې دا ستونزه جدی ده او بایده د چې د خبریالانو د ملاتړ ادارې ورته پام وکړی.
په دې اړه مو وغوښتل د ولایت د مقام نظر هم له ځانه سره ولرو خو په وار وار ټېلفونونو سره سره مو ولایت مقام ټېلیفون را ځواب نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوی دی. خبریالانو ته په وخت د معلوماتو نه ورکړه، کاری او ځانی نه خوندیتوب او ورسره زور زیاتی هغه څه دی چې خبریالان یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې وړاندې په ننګرهار کې د ملی امنیت ساتونکیو هم خبریالان ډبولی ول، که څه هم په وار وار چارواکیو د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو د لرې کېدو ژمنې کړی؛ خو لا هم په دې ولایت کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.