عتیق الله امرخېل: پاکستان اوس هم په افغانستان کې د لاسپوڅی حکومت په لټه کې دی

- ۱۳ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې په هېواد کې د راتلونکیو ټاکنو نېټه رانېږدې کېږی سر له اوسه د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی او ټول هېواد ته غځېدلی دی. یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې پاکستان د دغو بریدونو تر شا ګڼې موخې تعقیبوی او غواړی چې په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت ولری.
شنناندی دغه راز زیاتوی، چې نا امنی به د راتلونکیو ټاکنو پر وړاندې یو جدی خنډ وی او خلک به د پخوا په شان په ټاکنو کې برخه ځکه وانخلی چې د طالبانو تر ګواښ لاندې دی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کول ډېر مهم دی؛ خو د ټاکنو لپاره امنیت تر هر څه اړین دی.
هغه وایی، د نا امنۍ له امله ټول هېوادوال اندېښنه لری او ښایی چې په راتلونکیو ټاکنو کې څلوېښت سلنه خلک هم برخه وانخلی او نه هم د رایه ورکونې کارتونه ځانته جوړ کړی، ځکه د طالبانو له لوری ګواښل کېږی او ورته ویل کېږی، که چا په ټاکنو کې برخه واخیسته او یا یې هم کارت واخیست نو وژل کېږی به.
د ده په خبره، طالبان له لومړۍ ورځې پر افغانستان کې د واک کولو لپاره راوتلی او دا چې څو کاله یې پر افغانستان واک وچلاوه هماغه مزه یې لا په خوله کېده او هڅه کوی، چې بیا هم واک ته ورسېږی.
ښاغلی توخی وایی، دی فکر نه کوی، چې بیا به طالبان واک ته ورسېږی او په خلکو به واکمنی وچلوی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، پښتون قوم باید پوه شی، څومره ضربه چې طالبانو پښتنو ته ورکړې، بل قوم ته یې نه ده ورکړې د همدې امله په ولسی جرګې یې ښکاره بېګله لیدای شو چې پښتانه وکیلان خورا کم شوی دی.
هغه وایی، طالبانو په ډېرو سیمو کې خلک له رایې ورکونې منع کړل او که بیا هم دغه حالت دوام وکړی؛ نو ډېرې ناوړه پایلې به له ځانه سره ولری.
ښاغلی حمیدالله توخی په دې باور دی، چې له ولسمشر نه نیولې تر مرستیالانو، کابینې او نورو چارواکیو پورې یو هم په رښتیا د هېواد دفاع نه کوی؛ بلکې له ولسمشر نه نیولې تر وزیرانو، والیانو او قوماندانانو پورې ټول له طالبانو سره سازش کوی.
د نوموړی په وینا، طالبان دومره پیاوړی نه دی لکه څومره یې چې حکومتی چارواکی تمثیلوی.
هغه وایی، پاکستان له طالبانو هم سخته ضربه لیدلې، د پاکستان خلک او ملکی حکومت نه غواړی په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېږی او یاهم جګړه دوام وکړی؛ خو یوشمېر کړۍ په پاکستان کې شته چې له طالبانو ملاتړ کوی.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په هېواد کې د روانې نا امنۍ په دوام سره به په هېواد کې انارشی، د قانون نه حاکمیت، زورواکی او په ټوله کې ګډوډی به دوام وکړی.
هغه وایی، په هر صورت به په افغانستان کې ټاکنې کېږی، ځکه امریکا غواړی چې خپلو خلکو او ملاتړو ته د لاسته راوړنې په توګه وښیی، چې په افغانستان دیموکراسی پلې شوې ده؛ خو دا چې ټاکنې به څه ډول او څنګه تر سره شی، یا به څومره درغلۍ په کې شوی وی دا بېله خبره ده.
د نومو ړی په خبره، طالبان پلان لری چې پر افغانستان واکمن شی او قدرت تر لاسه کړی، خو دا به وخت ثابته کړی، چې په خپل دغه پلان کې څومره بریالی کېږی او په دې پورې اړه لری، چې حکومت یې پر وړاندې څه کولای شی او یا څه ځواب ورکولای شی.
د ښاغلی امرخېل په وینا، له دغو بریدونو نه د پاکستان موخې روښانه دی، چې هغه په افغانستان کې د دوی د لاسپوڅی حکومت رامنځ ته کول، په افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ دوام، د افغانستان برخلیک، کورنۍ او بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه او د هغوی تر کنټرول لاندې وی، له هند سره د افغانستان د دوستۍ پرېکول او نور دی.
د دغه پوځی کارپوه په وینا، د پاکستان لومړی پلان دا و چې پاکستان یې پنځمه سوبه وی؛ خو چې هغه پلان یې ناکام شو او یې دغه پلان تر لاس لاندې نیولی دی او د دې کار لپاره خپل نفر لری.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، د همدې پلان د پلی کېدا لپاره خلک را لېږی او جګړه پرې کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ټاکنو کې هم په ډېرو سیمو کې نا امنی د رایه ورکوونکیو پر وړاندې جدی ستونزې را پیدا کړې وې او خلکو ته یې اجازه نه ورکوله چې په ټاکنو کې برخه واخلی. په ځینو سیمو کې چې خلکو رایه ورکړې وه او د طالبانو له ګواښوونو یې سرغړونه کړې وه؛ د یوشمېر کسانو په وژنې سربېره یې له یوشمېر نورو نه ګوتې هم پرې کړې وې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.