د قطر دفتر د معـاملو لـپاره و

گزارشگر:عرفان مومند - ۲۳ سرطان ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې په قطر کې طالبانو خپل دفتر وتاړه، د سولې د عالی شورا چارواکی وایی، چې یوشمېر بهرنیو استخباراتو د پېچلی مېکانیزم له لارې هڅه وکړه، چې دغه خبرې بن بست ته ورسوی.

په همدې حال کې د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې د قطر دفتر د سولې لپاره نه بلکې د معاملو لپاره جوړ شوی و او په ښکېلو خواوو کې د سولې راوستو هېڅ لېوالتیا نه وه.
هغوی وایی، په کار ده چې لومړی په هېواد کې ټاکنې تر سره شی او له هغې وروسته د سولې د خبرو اترو لپاره هڅې وشی.
د ولسی جرګې غړې شکېبا هاشمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې نه بلکې د معاملو دفتر دی.
هغه وایی، د قطر په پروسه کې د سولې مساله نه وه؛ ځکه که د سولې مساله وای، حکومت او طالبانو به د سولې خبرو ته چمتو وای او د سولې خبرې به یې په کې پیل کړې وې.
د نوموړې په وینا، له تېرو دوه درې کلونو راهیسې د قطر د دفتر مساله په رسنیو کې تکراریږی؛ خو کله چې له امریکا سره د ستراتېژیک تړون مساله راغله د دې دفتر خبرې هم ګرمې شوې او دواړو لورو له دې دفتر نه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو استفاده وکړه.
اغلې هاشمی وویل، اوس وخت ډېر کم دی، افغانستان ټاکنې په مخ کې لری په کار ده چې لومړی ټاکنې تر سره شی او له هغې وروسته د یو بل منتخب او د سولې د غوښتونکی حکومت له لوری د سولې خبرې تر سره شی.
د دې په خبره، افغانان سوله غواړی خو نه دا چې ورسره په افغانستان کې نفاق ته لمن ووهل شی یا هېواد تجزیه شی؛ ځکه داسې افواهات خپرېدل، چې امریکا طالبانو ته څو ولایتونه سپاری.
د ولسی جرګې یادې غړې زیاته کړه، دوی د امریکا له سفارته هم غوښتی او په ولسی جرګه کې یې هم ویلی، چې باید امریکا له افغانستان او سولې سره رښتینی و اوسی؛ خو روښانه شوه چې نه امریکا له افغانانو سره رښتینې وه او نه هم افغان حکومت.
نوموړې په دې باور ده، چې دغه دفتر د افغان او پاکستانیو طالبانو تر منځ هم کړکېچ او اختلاف رامنځته کړی او د کوټی او چمن شورا د قطر د دفتر په اړه خبر نه ول، خو غوښتل یې چې په دې خبرو کې شریک شی، د دې دفتر د تړلو بل لامل د سولې د عالی شورا پاتې راتلل ول.
مېرمن هاشمی وایی، له شک پرته چې د دې دفتر تر شا د امریکا، انګلیس او سعودی عربستان د استخباراتو تر څنګ د نورو استخباراتی شبکو په ځانګړی ډول د پاکستان لاسونه هم ول؛ خو لوبه داسې وه چې دا دفتر دې په قطر کې پرانستل شی.
د دې په وینا، که چېرې لوېدیځ غواړی چې په رښتیا سره په افغانستان کې سوله راشی، په کار ده چې لومړی دې ټاکنې تر سره کړی او بیا دې له ټاکنو وروسته چې په افغانستان کې یو قانونمند او ټولو خلکو ته منلی حکومت رامنځته شی د سولې خبرې په رښتینی ډول پر مخ بوځی.
د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د دویم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل کېدو هوکړه له کوم قید و شرط پرته د ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې شوې وه او په طالبانو هېڅ ډول قید نه و.
هغه وویل، خو کله چې دفتر پرانستل شو نو بیا د لوحې او بیرغ مساله را پورته شوه او دا د دې لامل شوه چې یاد دفتر وتړل شی.
د ده په خبره، طالبان وایی چې دفتر دې د اسلامی امارت د بیرغ او لوحې په شرایطو پرانستل شی؛ خو افغان حکومت ورسره د دې کار مخالف کوی.
د مژده په وینا، امریکا غوښتل چې د دې دفتر په پرانستل کېدو او بېرته تړل کېدو سره د طالبانو په لیکو کې تفرقه واچوی، چې لومړی دفتر په لوحې او بیرغ پرانیزی وروسته لوحه او بیرغ ترې راښکته کړی.
دی زیاتوی، ښایی سی ای اې فکر کړی وی، چې د لوحې او بیرغ له لرې کېدو سره به طالبان دوه ډلې شی، چې یوه ډله به یې لوحه او بیرغ مهم نه ګڼی خو بله به یې مهم ګڼی، چې په دې کار سره به په طالبانو کې د سخت دریځو او منځلارو طالبانو خبره را پورته شی، چې دغه کار ونشو.
نوموړی وایی، د ملا اغاجان معتصم وروستۍ مرکه د همدې کار لپاره یوه هڅه وه، چې د دفتر د پرانستل پر مهال کابل ته را غوښتل شوی و.
هغه وویل، دا چې د سولې عالی شورا وایی، چې دغه دفتر د استخباراتی کړیو له لوری تړل شوی ښایی اشاره یې د امریکا استخباراتو ته وی.
ښاغلی وحید مژده وایی، چې اوس طالبان په خپل او افغان حکومت په خپل شرط ولاړ دی، او تر هغې چې یو لوری له خپلو غوښتنو تېر نشی د سولې خبرې به بیا پیل نشی، ځکه طالبان په هېڅ صورت له خپل دریځه نه تېرېږی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا وایی که د قطر پروسه پایله ورنه کړی دوی به له نورو لارو چارو ګټه واخلی وویل، چې امریکا له دې پرته بله لاره نه لری، ځکه همدا تېره ورځ یې له دغه سره لیدلی او ترې غوښتی یې دی، چې څنګه کېدای شی دغه دفتر بیا پرانستل شی.
په همدې حال کې د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار اشنا راډیو ته ویلی، چې د قطر دفتر د تړل کېدو په اړه تر اوسه ورته د قطر دفتر په رسمی ډول خبر نه دی ورکړی.
هغه وایی، چې بېرونیو استخباراتو په یوه پېچلی مېکانیزم سره بن بست ته د سولې د خبرو اترو د کشولو هڅې وکړې او د دې دفتر په تړل کېدو کې بهرنی استخبارات لاس لری؛ خو له کوم هېواده یې نوم نه اخلی.
د ده په خبره، چې دغه ډول غبرګونونه کولای شی چې د سولې په خبرو اترو منفی اغېز وښندی او د سولې هڅې وځنډوی.
ښاغلی قاسمیار ټینګار کوی، چې د سولې عالی شورا به په دې برخه کې په حقانیت د طالبانو د پوهولو تر مهاله خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلی ک له هرې ممکنې لارې کار اخلی؛ څو د افغانانو تر منځ د سولې او خبرو اترو زمینه برابره کړی.
کابو درې اونۍ وړاندې د قطر په دوحه کې وسله والو طالبانو خپل سیاسی دفتر پرانست، چې د اسلامی امارت لوحه او بیرغ یې هم پرې را وځړاوه او دغه کار د امریکا او افغان حکومت غصه را وپاروله. افغان حکومت په امریکا تور ولګاوه، چې د سولې د خبرو اترو او قطر دفتر په پرانستو کې یې دوه مخی کړې ده. قطر د دفتر له پرانستل کېدوه دوه ورځې وروسته د دې دفتر لوحه او د اسلامی امارت بیرغ را ښکته کړل، چې طالبانو یې په غبرګون کې په موقت ډول د قطر دفتر تړلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.