اقتصادی شننونکی: د چاه بهار بندر تر ډېره د افغانستان ستونزې حلوی

- ۰۷ سنبله ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې افغانستان، ایران او هند د چاه بهار بندر په اړه مذاکرات وکړل، یوشمېر اقتصادی شننونکی وایی، چې دغه لاره به وکولای شی تر ډېره د افغانستان ستونزې حل کړی.
د سوداګریزو خونو د نړیوالو اړیکو مسوول اذرخش حافظی وایی، افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، چې ابی لارو ته اړتیا لری.
هغه زیاتوی، که په دې لاره پانګونه وشی او له دې لارې ګټه  اخیستنه پیل شی، تر ډېره حده کولای شی، چې د افغانستان ستونزې حل کړی او د چاه بهار بندر په خپله کچه ارزښت لری؛ خو که په پاکستان کې موانع لری شی، د پاکستان لارې او په ځانګړی ډول د کراچۍ بندر به خپل ټرانزیټی ارزښت هم وساتی.
دغه اقتصادی شننونکی وایی، په داسې حال کې چې پاکستان افغان سوداګرو ته تل ستونزې جوړوی، نو د پاکستان د لارې د بدیل په توګه دغه لاره ډېره ښه او له هغې لارې نېږدې ده.
د نوموړی په خبره، د چاه بهار بندر په اړه مذاکرات کومه نوې خبره نه ده، بلکې په دې اړه خبرې په ۲۰۰۳ کال کې هم پیل شوې وې.
د ښاغلی حافظی په خبره، په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان او ایران له لارې له اوبو سره وصل دی او له نورو لارو هم وصلېدای شی خو په وینا یې چې تر ټولو لارو د چاه بهار بندر لاره لنډه ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان، ایران او هند مذاکرات به د پاکستان غصه را ونه پاروی، وویل چې افغانستان خپلو ملی ګټو ته ژمن دی او دا چې بل هېواد څه غواړی او یا څه غبرګون ښیی هغه د هغوی خپل کار دی.
ښاغلی حافظی زیاتوی، چې د افغانستان لپاره خپلې ګټې مهمې دی، باید ورته ژمن و اوسی او ورته ژمن دی.
همدارنګه د اقتصادی چارو شننونکی او د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ وایی، چې د تیورۍ له اړخه د مذاکراتو، توافقنامو او نورو لارو څخه دغه ډول همکارۍ د ټولو هېوادونو لپاره ګټور تمامېږی.
هغه وایی، چې افغانستان له دې لارې بهرنۍ سوداګرۍ ته لاسرسی پیدا کوی او د پاکستان د لارې د یوه بدیل بڼه لری او په وینا یې چې د تیورۍ له اړخه ټولو ګډوون کوونکیو هېوادونو ته په ګټه ده.
د نوموړی په خبره، د افغانستان، هند او ایران په مذاکراتو کې که پاکستان ګډون ونه لری، نو ستونزې به را ولاړې شی، ځکه چې پاکستان د دغو هېوادونو په منځ کې نښلوونکی هېواد دی.
خو ښاغلی فرهنګ وایی، چې په عملی ډګر کې دغه کار ناشونی ځکه برېښی، چې په تېرو لسو کلونو کې ډېرو هېوادونو، نړیوالو ادارو او سیمه ییزو سازمانونو د اقتصاد او ټرانزیټ په برخه کې د مرستو ژمنې کړی، توافقنامې یې لاسلیک کړی او تړونونه یې کړی، خو یوه یې هم عملی جنبه نه ده غوره کړې او نه ژمنه کوونکیو پر خپلو ژمنو وفا کړې ده.
نوموړی زیاتوی، چې افغانستان له پاکستان سره د ۱۳۶۵ کال د تړون پر بنسټ او ادامې د ټرانزیټ په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړ، خو پاکستان په عملی برخه کې له خپلو ژمنو په شا شو، کله مو کتابونه ایساروی، سوداګرو ته ستونزې جوړوی او کله له دغې لارې نه د فشار د الې په توګه کار اخلی.
هغه وایی، ټول دغه هېوادونه په اقتصادی سازمانونو کې لکه، اېکو، سارک، شانګهای او نورو کې ګډون لری خو په عملی برخه یې کې ستونزې حل نه کړې، ځکه ایران له افغان کډوالو سره څه ډول وضعیت او چلند کوی، له سوداګرو سره مو څه کوی او همداسې پاکستان هم.
ښاغلی محمد امین فرهنګ وایی، چې افغانستان له دغې لارې کولای شی، چې د بدیلې لارې په توګه ګټه و اخلی، خو ایران هم دغه لاره افغانستان ته په واک کې نه ورکوی، ښایی ډېره لوړه مالیه او کرایه پرې واخلی او په اوږدمهال کې کېدای شی دا افغانستان ته ډېره ګرانه پرېوځی.
د اقتصادی چارو دغه شنناند وایی، که دغه مذاکرات پایله ورکړی او عملی شی؛ نو دا د سیمې د هېوادونو ایران او افغانستان لپاره تر ټولو ښه لاره ده خو که په رښتیا هم عملی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.