د درېیمې زریزې موخو ته نه یو رسېدلی

- ۰۵ میزان ۱۳۹۲

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ویلی، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د زریزو یوشمېر اهدافو ته رسېدلی دی. خو د ولسی جرګې غړی او د بشری حقونو فعالان وایی، چې لا هم افغانستان له ستونزو سره مخ دی او دغو اهدافو ته نه دی رسېدلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی په یوه ګزارش کې چې ملګروملتونو ته وړاندې شوی ادعا کړې، چې په ۲۰۱۰ کال کې له دغو اته ګونو اهدافو نه یې یوشمېر تر لاسه کړی او نورو ته هم په بریالیتوب سره روان دی.
خو د ولسی جرګې غړی وایی، چې لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د جنډر مساله او پر ماشومانو شاقه کارونه شته او په دې برخه کې لازم پرمختګونه نه دی شوی. د بشری حقونو فعالان دا هم وایی، چې نا امنی مخ په پراخېدو ده چې ورسره له بشری حقونو سر غړونې، فقر او نورې ستونزې مخ په ډېرېدو دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او وسله والو مخالفانو دې جګړې ته د بریا جګړې نوم ورکړی، دغه راز د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، له بشری حقونو سرغړونې، پر ماشومانو شاقه کارونه او جنسی تېری او د ښځو او نارینه وو تر منځ نا انډولی هغه ستونزې دی چې دوام لری.
د ولسی جرګې غړې شکریه بارکزۍ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغانستان د درېیمې زریزې اهدافو ته د رسېدو په لاره برابر شوی دی؛ خو لا تر اوسه دغه اهداف نه دی تر لاسه شوی او افغانستان هغه ځای ته نه دی رسېدلی چې انګېرنه یې کېده او ژمنه یې شوې وه.
د دې په وینا، دې اهدافو ته د رسېدو پر وړاندې خنډونه شته چې زورواکی، د قانون نه پلی کېدل او نور دی، چې په افغانستان کې تر اوسه د قانون حاکمیت د شخصی، سمتی او ډله ییزو ګټو قربانی کېږی.
هغه زیاتوی، دغه راز په افغانستان کې سیاسی تعهد نشته، په دې مانا چې په نظام کې شته کسان سیاسی تعهد نه لری او د هغوی بې غوری او ناغېړی لامل شوې، چې افغانستان له وړاندې نه اټکل شویو او ټاکل شوو مواردو ته ونه رسېږی.
اغلې بارکزۍ وایی، افغانستان خپل ملی ستراتېژی جوړه کړه، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالی او شاقه کارونو د مخنیوی او په ډېرو نورو برخو کې یې نړۍ وال کنفوانسیونونه لاسلیک کړی؛ خو لا هم دغو اهدافو ته نه دی رسېدلی او دا د دې مانا نه لری چې افغانستان ورته چمتو نه دی بلکې په نظام کې شته خلک ورته ژمن نه دی.
نوموړې په دې باور ده، چې همدا ستونزې لامل شوې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر او کوم ارزښتونه او تعهدونه چې افغانستان په هغو نور هم عمل ونشی.
د ولسی جرګې دغه غړې وایی، چې اوسنی حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې ونشو کولای چې دغه اهداف پلی کړی او یا ور نېږدې شی، نو اوس هم ناوخته دی او اوسنی حکومت به په دې برخه کې چندان د پام وړ کار ونشی؛ خو هیله منه ده چې راتلونکی حکومت به یو کاری فعال ټیم رامنځته کړی او هغوی لومړی دغو سترو ارزښتونو ته ژمن او پرې باور ولری او د دې تر څنګ له مصلحتونو کار وانخلی.
مېرمن شکریه بارکزۍ زیاتوی، هیله لری چې راتلونکی حکومت وکولای شی چې په دې برخه کې شته نیمګړتیاوې ډکې او له منځه یوسی او کوم پرمختګونه او لاسته راوړنې چې شته د هغو د ساتنې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړی.
همدارنګه د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د جنډر ، ښځو او ماشومانو په برخه کې کافی کارونه شوی؛ خو له بده مرغه چې دغه کارونه یوازې او یوازې تر ښارونو او مرکز پورې محدود دی او لرې پرتې سیمې او کلی بانډې لا هم په پخوانی حالت کې دی.
هغه وایی، کوم کارونه چې شوی د هغو د ساتنې لپاره هم اندېښنې شته، ځکه جګړه ورځ په ورځ اوږدېږی او چې جګړه وی فقر او ډېر نور مسایل را پورته کېږی، په کار ده چې په دې برخه کې هڅې وشی.
د ده په وینا، دا چې ډېرو نړۍ والو هم د افغانستان په اړه اندېښنې را پورته کړی، باید نړۍ وال د دې لپاره په یوه پروګرام لاس پورې کړی، ځکه اندېښنې شته چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته بېرته ناورین ته ځی او که به د پرمختګ لور ته ګامونه اخلی.
ښاغلی لعل وویل، د درېیمې زریزې اهدافو ته د نه رسېدو ګڼ لاملونه دی، لکه د سواد نشتون په ځانګړی ډول د ښځو په برخه کې، د فقر زیاتوالی، له بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو او ماشومانو په برخه کې د عامه پوهاوی نشتون یې مهم دی، که څه هم چې په دې برخه کې به په مرکزی سیمو کې یو څه کار شوی وی؛ خو اطراف ته لا دا هڅې نه دی رسېدلی.
د نوموړی په خبره، په لرو پرتو سیمو کې چې تر هغې امن نه وی راغلی فقر نشی ورکېدای، بشری حقونه نشی تامنیدای او د زده کړو بهیر نشی پیلېدلای.
افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د ملګرو ملتونو د زریزې پراختیا تړون لاسلیک کړی و او ژمنه یې کړې وه، چې د دې سند اته ګونو اهدافو ته به تر ۲۰۲۰ کاله پورې رسېږی. دغه راز افغانستان له ملګرو ملتونو غوښتی، چې نهم هدف دې هم په دې سند کې د افغانستان په برخه کې ور زیات کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.