شننونکی: ولسمشر په ټاکنو کې بې پرې نه دی

- ۱۵ میزان ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی ویلی په ټاکنو کې بې طرفه دی او اجازه به ورنه کړی، چې حکومت په ټاکنو کې لاسوهنه وکړی، یوشمېر سیاسی شنناندی وایی، چې په افغانستان کې د خبرو او عمل تر منځ واټن ډېر دی او ارو مرو به له دولتی امکاناتو په ټاکنو کې ګټه پورته کړل شی.
له دې وړاندې ولسمشر کرزی د دوو فرمانونو په خپرولو سره امنیتی او دولتی چارواکیو ته سپارښتنه کړې وه، چې په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوی.
په دغو فرامینو کې دا هم راغلی، چې هېڅوک په ټاکنو کې له دولتی امکاناتو ګټه نه شی اخیستی او که دغه کار وکړی، تر عدلی څار لاندې به راشی.
د کابل پوهنتون استاد سیدمسعود ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په ټاکنو کې د دولتی او امنیتی کارکوونکیو د نه لاسوهنې او له دولتی امکاناتو نه د ګټې نه اخیستو لپاره دغه ډول فرمانونه ګټور دی، ځکه په تېرو ټاکنو کې هم دغه ډول فرمان ډېره ګټه کړې وه.
خو زیاتوی، چې د اوسنیو خپرو شویو فرمانونو پر وړاندې ځینې ستونزې هم شته ځکه له یوې خوا د کابینې یوشمېر غړی ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی او له بلې خوا د ولسمشر کرزی د دویم مرستیال محمد کریم خلیلی په استازولۍ سرور دانش چې د ولسمشر د قضایی بورد مشر و د یوه نوماند دویم مرستیال دی.
د هغه په وینا، له همدې امله ډېر هیله من نه دی چې دغه فرمانونه به تطبیق شی.
نوموړی زیاتوی، که چېرې دغه فرمانونه تطبیق هم شی نو ستونزمنه به ځکه وی، چې والیان، ولسوالان او نور چارواکی ټول دولتی دی؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو په نوماندو پورې هر څو ځانګړی تړاوونه لری، چې له امله یې د دې فرمان د تطبیق پر وړاندې خنډ جوړېږی.
ښاغلی مسعود وویل، په ټوله نړۍ کې دا معمول ده چې حاکمیت په اسانۍ نه غواړی چې واک یې له لاسه ووځی او د سیاسی واک د ساتلو او غځولو لپاره په ټاکنو کې لاسوهنې کوی په افغانستان کې هم دا معمول ده؛ خو که دا لاسوهنه پټه وی خورا خطرناکه او که ښکاره وی، نو باید مخه یې ونیول شی.
د کابل پوهنتون دغه استاد وایی، سره له دې چې لویه جرګه له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک لپاره جوړېږی؛ خو ولسمشر کرزی به هڅه وکړی چې تر ډېره د جرګې د برخه والو پام د خپلې خوښې وړ نوماند ته واړوی.
د هغه په خبره، ولسمشر کرزی په هېڅ صورت په ټاکنو کې بې پرې نشی پاتې کېدای، ځکه خپله وایی چې په ټاکنو کې به خپله رایه وکاروی؛ نو په حقیقت کې دا روښانه کوی چې په ټاکنو کې به بې طرفه پاتې نشی؛ فقط یوازې غواړی چې دولت بې طرفه پاتې شی.

استاد مسعود په دې باور دی، کله چې ولسمشر کرزی بې پرې نه پاتې کېږی نو حتماً د چا تر شا ولاړ دی او ملاتړ به ترېنه وکړی؛ خو که دا کار وکړی پایله به یې هماغه ډول وی چې ایرانی ولسمشر په ټاکنو کې د خپل نوماند په ګټه کار کاوه او پایله یې ناکامی وه.
دی زیاتوی، چې په لویه جرګه کې خورا په محتاط ډول عمل کېږی؛ څو خلک په دې اړه شک ونه کړی او تر یوې اندازې به دا هڅې وکړی، چې خپله هم ترې انکار نشی کولای.
دغه راز د سیاسی چارو شننونکی محمد امین فرهنګ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، داد ولسمشر دنده ده چې ټولو امنیتی او دولتی ارګانونو ته ووایی، چې په ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړی؛ خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د ویلو او عمل تر منځ لوی واټن شته.
دی وایی، د کاندیدانو د نوملیکنې پرمهال ولیدل شول چې له پراخو دولتی امکاناتو ګټه واخیستل شوه، هغو چارواکیو چې استعفا یې هم کړې وه، له دولتی موټرو او امکاناتو حتی له پولیسو او امنیتی ځواکونو نه یې ګټه پورته کړه.
د هغه په وینا، په راتلونکیو ټاکنو کې هم هېڅ شک نشته چې چارواکی او کاندیدان به له دولتی امکاناتو ګټه نه پورته کوی، بلکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول به دغه چاره تر سره کوی.
دی زیاتوی، هغه کسان چې په قدرت کې وی د هغو نوماندو لپاره چې د خوښې وړ یې وی، هرو مرو ورته له دولتی امکاناتو ګټه پورته کوی.
ښاغلی فرهنګ وایی، ولسمشر کرزی له روسی ولسمشر پوتین سره په لیدنه کې یادونه کړې وه، چې د ولسمشرۍ راتلونکی کاندید په همدې خونه همدا اوس مهال له ده سره ناست دی او وروسته روښانه شوه چې ښاغلی زلمی رسول استعفا ورکړه او ځان یې کاندید کړ.
هغه وویل، دا د دې ښکارندوی کوی چې ښاغلی رسول د ولسمشر کرزی ملاتړ له ځانه سره لری او هغه به ورته کار کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.