کاندیدانو ته د ملی امنیت خبرداری په ټاکنو ناوړه اغېز لری

- ۳۰ میزان ۱۳۹۲

د پوځی چارو شنونکی وایی، چې د ملی امنیت له لوری کاندیدانو ته خپره شوې اعلامیه او خبرداری تر ډېره د وسله والو مخالفانو په ګټه ده او د خلکو په ذهنیت به ناوړه اغېزه وکړی.
تېره ورځ ملی امنیت د یوې خبر پاڼې په خپراوی سره ټولو نوماندو ته خبرداری ورکړی، چې ورته امنیتی ګواښوونه متوجه دی او باید خپل امنیت ته جدی پاملرنه وکړی.
د پوځی چارو شننونکی ډګر جنرال نورالحق علومی وایی، چې د د امنیتی ستونزو او ګواښوونو له امله هر افغان اندېښمن دی او هیڅوک هم مصوون نه دی.
هغه وویل، وسله وال مخالفان تر ډېره هغه کسان هدف ګرځوی، چې په دولت پورې تړلی وی په ځانګړی ډول هغه کسان چې اوس یې راتلونکیو ټاکنو ته ځانونه نومولی دی او دا ټول د هغوی هدفونه دی.
د ښاغلی علومی په خبره، دغه کسان ټول غواړی چې د هېواد زمامداری په غاړه واخلی، او د دولت وسله وال مخالفان هماغه ډول چې نظام په رسمیت نه پېژنی، اساسی قانون په رسمیت نه پېژنی دغه ډول ټاکنې هم په رسمیت نه پېژنی.
دی زیاتوی، وسله وال مخالفان هڅه کوی چې د ټاکنو لپاره ګواښ اوسی او ټاکنې له خنډونو او ستونزو سره مخ کړی، څو ټاکنې تر سره نشی.
د هغه په اند، وسله وال غواړی د ټاکنو لپاره ولاړ نوماندان په وېره او ډار کې و اوسی او حتی هغه کسان چې په ټاکنو کې برخه اخلی او رایه ورکوی، د هغوی لپاره هم ګواښ پېښ کړی: (( دا اوس هم د رایه ورکوونکیو لپاره ستر ګواښ دی او فکر کوی چې په راتلونکیو ټاکنو کې به هیڅوک مصوون ونه اوسی.))
ښاغلی نورالحق علومی په دې باور دی، چې ملی امنیت د دې خبرداری په خپراوی سره هڅه کړې چې د باوری اسنادو او سرچینو له خپرولو پرته، یوازې خپل مسوولیت رفع کړی.
د ملی اېتلاف اجرایوی رییس زیاتوی، د امنیتی ځواکونو دنده ده چې د یوه منظم پلان له مخې د ازادو، عادلانه او سرتاسری ټاکنو د ترسراوی لپاره زمینه برابره کړی.
نوموړی وایی، امنیتی ځواکونه باید هېڅ ډول خبرداری او رپوټونه خپاره نه کړی، چې د خلکو د وېرې او په ټاکنو کې د برخه نه اخیستلو لامل شی؛ بلکې برعکس داسې پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړی او وایی، چې د هر ډول پېښو او ګواښوونو مخه نیولی شی او په واقعیت کې هم باید دغه ډول پلان ولری.
ښاغلی علومی وویل، دغه ډول رپوټونه به لامل شی چې د خلکو له زړونو وېره لرې شی، هغوی وهڅېږی او د مخالفانو په زړونو کې وېره او ډار رامنځته کړی.
د نوموړی په وینا، د دغه ډول رپوټونو خپرول به سره له دې چې کره هم نه دی او په اړه یې اسناد هم نه دی خپاره شوی، په ټاکنو بده اغېزه وکړی، له وېرې او ډار سره به مل وی او تر ډېره حده به په کې د خلکو له برخه اخیستو مخنیوی وکړی، ټاکنې به تر پوښتنې لاندې راولی او خلک به ونشی کولای چې په ازادانه او مستقلانه ډول په ټاکنو کې برخه واخلی.
دی وایی، د ملی امنیت او نورو امنیتی ځواکونو دنده دا ده چې سر له اوسه پیل او د ټاکنو د پایلو تر اعلانه امنیتی تدابیر ونیسی، د ټاکنو په ورځ امنیتی مسایلو ته ډېر پام وکړی او په ټوله کې منظم امنیتی پلانونه ولری؛ هم نوماندو او هم رایه ورکوونکیو ته.
جنرال نورالحق علومی زیاته کړه، راتلونکیو ټاکنو ته خورا مهمو شخصیتونو ځانونه نومولی او امنیتی ځواکونه باید د دوی امنیت ته خورا پاملرنه وکړی، هم د پېښو په مخنیوی او هم د پېښو په خنثی کولو کې، یانې مخکې له دې چې پېښه وشی باید له منځه یې یوسی او پرېنږدی، چې مخالفان خپلو اهدافو ته ورسېږی.
په همدې حال کې د پوځی چارو بل شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ملی امنیت خپله دنده هېره کړې ده او د خپلې دندې خلاف چاره یې ترسره کړې ده.
هغه وایی، خبرداری، ګواښ او اطلاع ورکول د ملی امنیت دنده څو هغه اشخاص ورته له متوجه ګواښونو اګاه کړی، چې تر ګواښ لاندې وی؛ خو دا کار تل په مکتوبی او یا هم حضوری ډول وی نه دا چې اعلامیه خپره شوی او په رسنیو کې اعلان شی.
د ده په وینا، دغه ډول اعلامیې او خبرداری خپرول د وسله والو مخالفانو په ګټه ده، هغوی ته تبلیغ کېږی او د خلکو په ذهنیت ناوړه اغېز کوی.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، پخوا هم استخباراتی ادارو له پټو خبرداریو کار اخیستل او هدف ته به یې یا خپل کارمند لېږه او یا به یې مکتوب استوه چې خپل امنیت ټینګ کړی او له ګواښه به یې خبراوه.
د پوځی چارو دغه شنناند وویل، د ملی امنیت دنده ده، که ګواښ وی یا نه شخصیتونه خپل امنیت ته متوجه کړی، خو په اوسنیو شرایطو کې چې په رښتیا هم ګواښ او تهدید شته او جګړه هم چریکی ده ـ چریکی جنګیالی نه موندل کېږی او نه یې د راتلونکیو پلانونو په اړه معلومات تر لاسه کېږی ـ خو هغه څوک چې کاندید دی هغه د هغوی تر ګواښ لاندې دی او که یو هم ترې ووژل شی د مخالفانو لپاره ګټه ده.
نوموړی زیاته کړه، د کاندید وژل هغوی ته په سیاسی او پوځی لحاظ ګټه ده او نور کاندیدان له وېرې د هغوی خواخوږۍ ته اړ باسی څو ورسره مرسته وکړی.
جنرال عتیق الله امرخېل وایی، چې ددغسې اعلانونو او خبرداریو کول د خلکو په روان باندې ناوړه اغېز کوی او په ټاکنو کې له برخه اخیستو یې وېروی.
د هغه په اند، هیڅوک نه غواړی چې ځانونه له ګواښ سره مخامخ کړی او کله چې خلک پوه شی په ټاکنو کې برخه اخیستونکی وژل کېږی هیڅوک صندوقونو ته نه ځی، ځکه وېره لری چې ښایی اوس چاودنه وشی او یا به ووژل شی.
نوموړی وویل، افغان امنیتی ځواکونه باید خلکو ته ډاډ ورکړی، په کلیو او بانډو کې خپلې کاغذی اعلامیې خپرې کړی، له مشرانو سره په اړیکه کې اوسی او له هرې لارې خلکو ته ډاډ ورکړی چې په ارام زړه په ټاکنو کې برخه واخلی.
د ده په خبره، چې دغه کار به له یوې خوا خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته وهڅوی او له بلې خوا به د وسله والو مخالفانو په زړونو کې هم وېره واچوی.

د ملی امنیت ریاست د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو کاندیدانو ته خبرداری ورکړ چې له موبایل ټېلفون، کمپیوټر، لپ ټاپ او کامرو سره احتیاط وکړی. ملی امنیت ویلی، داسې استخباراتی معلومات یې ترلاسه کړی چې پر اساس یې د دولت وسله وال مخالفان د کاندیدانو د وژلو لپاره له نویو بڼو څخه کار اخلی.
دې ادارې کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې له هیچا د موبایل ټېلفون، لپ ټاپ، کمپیوټر او کامرې تحفه وانخلی.
ملی امنیت دا خبرداری وروسته له دې ورکوی چې د لوګر والی ارسلاجمال د اختر په ورځ په یوه نوې طریقه ووژل شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.