د ملی یووالی له دولت ملاتړ؛ د سیاست اهلی کول دی!

گزارشگر:عرفان مومند/ 9 دلو 1392 - ۰۸ دلو ۱۳۹۲

تېره ورځ په کابل کې د ملی اجنډا کنفرانس ترسره شو. په دې کنفرانس کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندو، د هغوی مرستیالانو، د کابینې غړو، خپلواکه سیاسی ـ مدنی شخصیتونو، د هېواد نخبه ګانو او مېرمنو ګډون کړی و.
د یاد کنفرانس عنوان ټاکنې او د ملی یووالی د دولت رامنځته کېدل ول، په کې د ملی یووالی د دولت په رامنځته کېدو، د رڼو ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو او د هېواد نخبه ګانو ترمنځ د همپالنې او تفاهم په رامنځته کېدو بحثونه وشول.mandegar-3
د یاد کنفرانس غوره او مهم ټکی دا و، چې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو یوولسو واړو نوماندو له دې طرحې خپل ملاتړ وښود او هغه یې ومنله. دا په حقیقت کې د دې څرګندوی دی چې د ملی اجنډا طرحه کولای شی د روښانه را تلونکې، ملی یووالی د دولت او تفاهم رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوی.
د ملی اجنډا طرحه چې له اوسنی ناورین نه د وتلو، د تېرو دولس کلنو ناخوالو نه په تجربې اخیستلو او د روښانه سبا لپاره رامنځته شوې، په دې تمرکز کوی، چې څنګه کېدای شی افغانستان له ستونزو خلاص او د یوه ملی وحدت دولت درلودنکی شی.
دا په حقیقت کې د هر افغان غوښتنه هم ده، چې په هېواد کې تلپاتې سوله حاکمه، د جګړې ټغر ټول، د سیاستوالو او نخبه ګانو ترمنځ همپالنه او تفاهم وی. د دې کار یوه ګټه به دا وی چې له اوسنی پاشلی وضعیت نه چې تر ډېره یې ملت سره وېشلی، ناامنی یې پراخه کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړی دی، خلاص او د همپالنې او تفاهم یوه نوی پړاو ته به مو ورسوی.
د پرونی کنفرانس اهمیت له دې امله هم ډېر و، چې د ټاکنو په درشل کې د ولسمشریزو ټاکنو ټولو نوماندو او سیاسی نخبه ګانو د ملی اجنډا له مخې د رڼو، ازادو او سرتاسری ټاکنو په کولو ټینګار وکړی، د سالمې ټاکنیزو سیالیو د پرمخ بېولو لپاره سره متعهد شول او ژمنه یې وکړه چې د ملی اجنډا له طرحې سره سم به د ملی یووالی د دولت رامنځته کولو کې به هڅې کوی.
د ولسمشرۍ په نوماندو تر ډېره دا نیوکه وه چې نشی کولای د ملی یووالی، تلپاتې سولې او نورو مسایلو لپاره طرحه او برنامه وړاندې کړی؛ خو د ملی اجنډا طرحه کولای شی چې دغو نوماندو ته د ملی یووالی د دولت رامنځته کولو، تلپاتې سولې، د پرېکړه کولو طلایی او سالم فرصت په لاس ورکړی. ځکه د ملی اجنډا طرحه د اوسنیو ستونزو د پای لپاره رامنځه شوې. دا چې نوماندو ترې ملاتړ وکړ د دې ښودنه کوی چې هغوی هم د ملی یووالی د رامنځته کېدو لپاره لېوال دی او د داسې یوې طرحې په تمه ول چې وکولای شی د دوی لېوالتیا پوره کړی. له نېکه مرغه چې د ملی اجنډا طرحې د هغوی دا خلا ډکه کړه.
د دې ملی طرحې په پلی کېدو سره به په هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شی. د ملی یووالی دولت به عرض و اندام وکړی او د سیاسی نخبه ګانو ترمنځ به تفاهم او همپالنې ته زمینه برابره شی. ځکه تر هغې چې په افغانستان کې د ملی یووالی دولت رامنځته شوی نه وی، نشی کېدای چې افغانستان له اوسنیو ستونزو او ناورین نه خلاصون ومومی.
په تېرو دولسو کلونو کې موږ ولیدل چې نه په افغانستان کې سالمه حکومتولی وه؛ نه دولت خلکو ته لازم خدمات وړاندې کول او نه د دولت په پرېکړو کې د خلکو ونډه شامله وه. د خلکو او دولت ترمنځ د واټن یو لامل همدا و، چې د هېواد لومړیتوبونه په ګوته شوی نه ول، د خلکو غوښتنې له پامه غورځول شوې وې، د پرېکړه کولو واک او صلاحیت د یوې محدودې کړۍ په اختیار کې و، خلکو ته په دېموکراتیکو پروسو کې په ازادانه ډول د پرېکړې حق نه ورکول کېده او له دولت نه د پیسو پیدا کولو لپاره د یوې وسیلې ګټه اخیستل کېده. له همدې امله و، چې په هېواد کې فساد، نا امنی، له قانون نه سرغړونې، زورواکی، د نشه یی توکیو قاچاق او نور خپل اوج ته ورسېدل او افغانستان یې په نړۍ واله کچه مشهور کړ.
که چېرې خلک او سیاسی نخبه ګان په خپل منځ کې همپالنه او تفاهم ولری، په پرېکړه کول کې شریک و اوسی او هغه ډول چې د ملی اجنډا طرحه یې وړاندیز کوی په هېواد کې تلپاتې سوله او د ملی یووالی دولت رامنځته شی؛ نو پورته یادو شویو ټولو ستونزو ته به د پای ټکی کېښودل شی.
دغه ستونزې یوازې او یوازې د ملی یووالی دولت په رامنځته کېدو حل کېدای شی، داسې دولت چې د پرېکړه کولو واک د یوه شخص په دایره کې نه وی، واک پر یوې محدودې کړۍ نه وی ویشل شوی، د هېواد د مېشتو قومونو ترمنځ قومی، مذهبی او سمتی مسایلو ته لمن ونه وهل شی. هغه مهال ده چې افغانستان د پرمختګ لور ته ځی.
د ملی اجنډا طرحه چې د هېواد د غوڅ اکثریت سیاسی، مدنی نخبه ګانو، د ولسمشرۍ د ښاغلو نوماندو، مېرمنو او ملی شخصیتونو له لوری تایید شوې د دغسې یوه دولت د رامنځته کېدو لپاره یوه ملی او مهمه نسخه ده.
د ملی اجنډا طرحه به له ښاغلی نوماندو په ځانګړی ډول د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې بریالی نوماند او راتلونکی ولسمشر ته دا فرصت په لاس ورکړی، چې څنګه کولای شی په هېواد کې د ملی یووالی د دولت بنسټ کېږدی دی. که څه هم چې د دغسې یوه دولت د رامنځته کولو، د تلپاتې سولې د راوستو او تفاهم زمینې د برابرو لومړنی بنسټ تېره ورځ د ملی اجنډا په کنفرانس کې کېښودل شو، چې راتلونکی ولسمشر به پر هغه عملی کار پیل کړی او ورپسې نسلونه به یې د پوخوالی عمر ته ورسوی. په حقیقت کې له اوسنیو ستونزو د خلاصون او د ملی یووالی دولت ته د رسېدو لپاره له دې پرته بله هېڅ لاره نشته.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.