حکومت د سولې تر نامه لاندې غواړی طالبان پیاوړی کړی

گزارشگر:19 اسد 1393 - ۱۸ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د ولسی جرګې یوشمېر غړی او د رسنیو د ملاتړ ادارې وایی، افغان حکومت هڅه کوی چې د طالبانو د ځپلو او په سزا رسولو پر ځای هغوی پیاوړی کړی. دوی وایی، ولسمشر فکر کوی چې په دې کار سره به افغان ملت خوښ کړی؛ خو په وینا یې چې دې کار له افغان حکومت او ولسمشر نه د خلکو کرکه زیاته کړې ده.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې هغه دریځ چې باید غوره کړی یې وای نه دی خپل کړی.
هغه وایی، حکومت باید د طالبانو د له منځه وړلو، د هغوی په سزا رسولو او د ملت دوینو د تویېدو د مخنیوی لپاره لازم اقدامات کړی وای؛ خو له بده مرغه چې داکار ونشو.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، طالبان د ټول افغان ملت دښمن او پر وړاندې یې جدی ګواښ دی، چې هره ورځ بېګناه خلک په شهادت رسوی.
نوموړی وویل، په کار وه چې طالبانو ته د خپلو کړنو درنه سزا ورکړل شوې وای؛ خو ولسمشر کرزی د دې پر ځای چې هغوی ته سزا ورکی ترې ملاتړ یې وکړ.
د ښاغلی توخی په خبره، ولسمشر کرزی ټول هغه کسان له بنده خوشې کړل، چې د ملت وینې یې تویې کړې وې او فکر کوی چې په دې کار سره به افغان ملت ترې خوښ شی؛ خو په وینا یې، چې افغان ملت د طالب په دښمنۍ پوه شوی دی، د هغوی کړنې ور معلومې دی او له زندان نه د هغوی په خوشې کېدلو یې د طالبانو ترڅنګ له ولسمشر کرزی او حکومت نه هم نفرت پیدا شوی دی.
ده زیاته کړه، دا د ولسمشر کرزی دنده ده، چې ټول افغان ملت له ګواښونو، وژنو او وینو تویېدو وژغوری، خو په حقیقت کې ولسمشر کرزی خپله دنده هېره کړې، د دې پر ځای چې ملت وژغوری طالبان یې پیاوړی کړل.
نوموړی په دې اند دی، چې طالبان د یوه کلی، یوه ولایت او یوه قوم دښمن نه دی، بلکې د ټول افغان ملت دښمن دی، چې د هیچا له وژلو یې لاس نه دی اخیستی، بلکې په هر چا یې چې لاس بر شوی وژلی او ګواښلی یې دی.
هغه حکومتی ځواکونه هم بېګناه وبلل او زیاته یې کړه، چې د هغوی وژل هم ځکه ناروا دی چې د خپلې خاورې او هېواد ساتنه کوی.
په همدې حال کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغان حکوم په ښکاره له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او سولې پروسې ته د طالبانو د را ماتولو دریځ خپل کړی؛ خو د پردې تر شا نور څه پراته دی او غواړی چې طالبان پیاوړی کړی،
نوموړی وایی، د افغان حکومت غوښتنه د سولې له پروسې غیر د طالبانو پیاوړتیا، ملاتړ او تقویه کول دی. نوموړی د افغان حکومت هغه پرېکړه هم د طالبانو په ګټه او ملاتړ ګڼی، چې ویلی ول، په رسنیو کې باید د امنیتی ځواکونو په ملاتړ اعلانونه خپاره نشی.
ښاغلی خلوتګر زیاته کړه، افغان ټلوېزونه له دې اعلانونو ډېر عاید ترلاسه کوی چې بندېدل به یې پر افغان رسنیو زیاتی، د رسنیو له ټولو قوانینو او موازینو سره خلاف او غیر قانونی کار دی، چې په پایله کې به یې ټلوېزونه ستر عاید له لاسه ورکړی او وبه تړل شی.
نوموړی زیاته کړه، افغان امنیتی ځواکونه چې د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې لپاره هره ورځ قربانۍ ورکوی، یو ډول ستاینو او قدردانۍ ته اړتیا لری، چې د هغوی په ملاتړ د دا ډول اعلانونو خپرېدل د هغوی له هڅو او هاند نه د ستاینو یوه برخه ده.
هغه وویل، د دې اعلانونو بندیدل د طالبانو په ګټه دی او په حکومت کې یوشمېر کړئ هڅه کوی، چې د طالبانو ننګه وکړی؛ خو زیاته یې کړه، چې حکومت تر اوسه په دې اړه د دوی د اعلامیې ځواب نه دی ورکړی.
څو ورځې وړاندې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې یا «نی» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت دا دریځ رد او غیر قانونی وباله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.