افغان حکومت: په تور لېست کې د حقانی شبکې د نوم شامولو هر کلی کوو

- ۲۰ سنبله ۱۳۹۱

په داسې حال کې، چې امریکا تېره اونۍ امریکا  د حقانی شبکه په تور لېست کې شامله کړه، افغان دولت د دغه ګام هر کلی کوی.
د ولسمشر ویاند ایمیل فیضی ازادۍ راډیو ته ویلی، حقانی شبکه پردیو استخباراتی سازمانونو ته کار کوی او تل یې له پوځی اهدافو سربېره په خپلو بریدونو کړی دی.
هغه وایی، افغان حکومت د امریکا د دې پرېکړې هر کلی کوی، چې د حقانی شبکه یې د تروریستانو په تور لېست کې شامله کړې؛ دوی یې دا ګام له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یو مهم او ګټور ګام بولی: (( د حقانی شبکه د پردیو په خدمت کې ده او نه یواځې دا چې زمونږ د ملی اردو، پولیسو او امنیتی ارګانونو د ضعیفه کولو لپاره په دوی تل تروریستی حملې کوی، بلکې په جوماتونو، دوکانونو او عامه ځایونو کې هم تل ځان وژونکې حملې کوی. او کاشکې دا پریکړه مخکې شوې وایی.))
هغه همدارنګه ویلی، چې دغه ګام به د سولې په پروسې هېڅ ډول منفی اغېزه ونه کړی او زیاته یې کړه، چې افغان دولت به هېڅکله ورسره خبرې ونه کړی.
د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی هم د امریکا د پریکړې هرکلی کوی. د ولسی جرګې دویم منشی فرهاد عظیمی په دې اړه ویلی، چې دوی د دې کار هر کلی کوی او هیله مندی ښیی، چې امریکا به نورې شبکې هم په تور لېست کې شاملې کړی.
خو وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی چې د حقانی شبکه یو له ځانه جوړ شوی نوم دی او د جلال الدین حقانی کسان له طالبانو بېل نه دی.
له بلې خوا، د ملی امنیت اداره وایی تمه ده، چې د امریکا لخوا د بهرنیو تروریستی ډلو په تور لسټ کې د حقانی شبکې شاملیدل به د دې سخت دریځی ډلې د منزوی کېدو سبب شی.
د ملی امنیت مقامات په دې باور دی، چې که دا پرېکړه عملی شی، نو په افغانستان کې به د حقانی شبکې فعالیتونه محدود شی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره جمعه د بهرنیو تروریستی ډلو په لسټ کې د حقانی شبکې د شاملولو پریکړه اعلان کړه.
افغان او امریکایی مقاماتو په وار وار حقانی شبکه چې ویل کیږی؛ په پاکستان کې خوندی پناه ځایونه لری؛ په افغان او نړیوالو اهدافو د لویو او منظمو بریدونو مسووله بللې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.