ښایی ولسمشر او امریکا د ټاکنو په اړه توافق ته رسېدلی وی

گزارشگر:21 دلو 1392 - ۲۰ دلو ۱۳۹۲

mandegarد بهرنیو چارو وزیر وایی، ولسمشر کرزی لېواله دی چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ امنیتی تړون له ټاکنو وړاندې لاسلیک کړی.
نوموړی تېره ورځ په کابل کې د المان له بهرنیو چارو وزیر سره یوې ګډې خبرې ناستې ته وویل، د دې تړون په اړه دواړه لوری په ټولو مواردو کې موافقې ته رسېدلی او یوازې خبره د دې تړون د پلی کېدو په څرنګوالی روانه ده.
خو د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، ښایی امریکا د ولسمشر کرزی شرطونه منلی وی او د سولې په اړه یې ډاډ ورکړی وی.
هغوی وایی، دغه راز ښایی ولسمشر کرزی او امریکا د راتلونکیو ټاکنو په اړه هم موافقې ته رسېدلی وی.
بلخوا د المان د بهرنیو چارو وزیر وایی، له ولسمشر کرزی یې غوښتی چې دغه تړون تر هر څه ژر لاسلیک کړی.
له دې وړاندې لویې جرګې ولسمشر کرزی ته د دې تړون د لاسلیک سپارښتنه وکړه؛ خو ولسمشر کرزی وویل، تر هغې چې په هېواد کې سوله نه وی راغلی، ټاکنې ښې ترسره شوې نه وی او د بهرنیانو له لوری د افغانانو د کورونو تلاشۍ او بمبارۍ بندې شوی نه وی دغه تړون به لاسلیک نه کړی.
په ولسمشر کرزی تور و، چې له امریکایانو غواړی په راتلونکیو ټاکنو کې د نوموړی د خوښې له نوماند نه ملاتړ وکړی؛ خو ارګ دا ادعا رد کړې ده.
د ولسی جرګې غړی عبیدالله بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویل، چې ولسمشر کرزی د دې تړون د لاسلیک لپاره درې شرطونه ایښی ول.
هغه وایی، په پیل کې امریکایانو د افغانانو په کورنو د بمبارۍ نه کولو او وروسته د تلاشۍ نه کولو شرطونه ومنل او اوس ښایی امریکایانو ولسمشر کرزی ته دا ډاډ ورکړی وی، چې د سولې په برخه کې به هم ورسره مرسته کوی.
د نوموړی په خبره، ولسمشر کرزی پورته درې شرطونه د دې تړون د لاسلیک لپاره ایښی ول؛ خو اوس چې دغه تړون لاسلیک کوی ښکاری چې شرطونه یې منل شوی او قناعت یې حاصل شوی وی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په وینا، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د جګړې او د دې جګړې د بودیجې په اړه د ګانګرس او امریکایی ولس تر پوښتنو لاندې دی له همدې امله اړ دی چې د ولسمشر کرزی شرطونه ومنی؛ څو دغه تړون لاسلیک کړی.
همدارنګه د ولسی جرګې بل غړی ابراهیم غښتلی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له څه مودې راهیسې ولسمشر کرزی په رسنیو کې کم را ښکاره شوی او که راښکاره شوی هم دی پر امریکا یې ډېرې توندې نیوکې نه دی او نه یې هم د دې تړون د لاسلیک ویلی دی.

دی وایی، له دې ښکاری چې د ولسمشر کرزی او امریکایانو ترمنځ په دې تړون خبرې روانې وې، چې یا به اوس هم روانې وی او یا به پای ته رسېدلی وی.
نوموړی زیاتوی، څو ځلې په دې تړون د دواړو لوریو خبرې روانې وې، خو بیا درېدلی وی، ښایی دا ځل خبرې پایلې ته نېږې شوی دی، ځکه د بهرنیو چارو وزیر د دې تړون له لاسلیک خبر ورکړی دی.
ښاغلی غښتلی وویل، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره ولسمشر کرزی مجبور او مکلف دی څو دغه تړون لاسلیک کړی.
د هغه په خبره، د دې تړون د نه لاسلیک او په سر یې د امریکا او کابل ناندریو د افغانستان د عامه خلکو په ذهنیتونو او افغان اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړی وویل، نور باید د خلکو ذهنیتونه خراب نشی، خلکو ته اندېښنې پیدا نشی او دې ناورین ته د پای ټکی کېښودل شی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په وینا، ښایی د ولسمشر کرزی د انعطاف پذیرۍ یو لامل دا هم وی چې امریکا ورسره د راتلونکیو ټاکنو په اړه توافق ته رسېدلی وی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د ولسمشر کرزی له نوماند نه په ټاکنو کې د ملاتړ په اړه توافق ته رسېدلی وی وویل، ښایی داسې نه وی چې ولسمشر به ترېنه غوښتی وی، چې د ده د خوښې له نوماند نه امریکا ملاتړ وکړی؛ خو له امریکا به یې دا ډاډ ترلاسه کړی وی، چې په ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوی.
تر اوسه امریکایی چارواکیو په دې اړه څه نه دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.