والیان او د ملی شورا غړی د کانکور په پروسه کې لاسوهنه کوی

گزارشگر:29 دلو 1392 - ۲۸ دلو ۱۳۹۲

mandegar-2وروسته له هغې چې لوړو زده کړو وزارت د درغلیو له امله په یوشمېر سیمو کې د کانکور ازموینه درغلیو او لاسوهنو له امله رد کړه، د کابل پوهنتون یوشمېر استادان وایی، دغه پروسه یوه پیاوړی او ستراتېژیک مدیریت ته اړتیا لری.
هغوی وایی، والیان، وکیلان او د ولایتی شورا غړی په کانکور کې په خپلو لاسوهنو سره دغه پروسه زیانمنو او له کورنیو چارو وزارته غواړی چې د هغوی د لاسوهنې په اړه جدی ګامونه پورته کړی.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې دوی سږکال د کانکور ازموینې د شفافیت لپاره جدی تدابیر نیولی دی.
د کابل پوهنتون استاد فیصل امین ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، کانکور یوه پېچلې خو ملی پروسه ده چې یوه پیاوړی او ستراتېژیک مدیریت ته اړتیا لری.
هغه وایی، په تېر ځل کانکور کې وکیلانو، زورواکانو او والیانو په کانکور کې پراخې لاسوهنې وکړې، چې ډېرې درغلۍ په کې ترسره شوې او دغه پروسه یې له ستونزو سره مخ کړه.
د نوموړی په وینا، کانکور یوه ملی پروسه ده او باید څو ټکی په کې په پام کې ونیول شی: (( لومړی باید د کانکور ملی والی ته پام وشی، دویم هر هغه څوک چې افغان وی او د دې هېواد وګړی وی په کانکور کې د برخه اخیستو حق لری. ټولنیز عدالت ته په کې باید زیان ونه رسېږی او هڅې وشی، چې ټولنیز عدالت په کې پلی شی.))
د ښاغلی امین په خبره، د کانکور په ښه ترسره کولو کې یوازې د لوړو زده کړو وزارت مسوولیت نه لری، بلکې په کار ده چې نورې ادارې هم لاس په کار شی، لکه د کورنیو چارو وزارت چې ټولو والیانو ته امر وکړی، چې په کانکور کې لاسوهنه ونه کړی او یوازې امنیتی ځواکونه او والیان د کانکور امنیت ونیسی.
هغه وایی، په تېر ځل کانکور کې د والیانو، وکیلانو او زورواکانو له لوری کانکور بدنام، له لاسوهنو او ژورو لاسوهنو ډک ول.

دا چې د لوړو زده کړو وزارت په ځینو سیمو کې د درغلیو او لاسوهنو له امله لغوه کړل، دا یو ښه ګام دی، چې د خلکو په ګټه دی.
د ده وویل، د ملی شورا او ولایتی شوراګانو وکیلان باید په ټاکنو کې له لاسوهنو ډډه وکړی او د کانکور له ښه ترسره کولو سره مرسته وکړی.
د کابل پوهنتون دغه استاد زیاته کړه، دا ځل د کانکور ترسره کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت پالیسی او ستراتېژی ډطره جدی ده، کانکور په ښه ډول ترسره کېږی: (( دا ځل د کانکور ازموینې لپاره ټاکل شوې کمېټه د پوهنتون له استادانو جوړه ده چې دا یو ښه ګام دی. هغوی په ښه ډول کولای شی ازموینه واخلی او چې درغلی په کې وشی ازموینه لغوه کوی.))
نوموړی په دې اند دی، که چېرې همدا پالیسی او ستراتېژی د کانکور ازموینې لپاره دوام وکړی، په راتلونکیو کلونو کې به افغانستان د کانکور یوه رڼه، عادلانه او سرتاسری پروسه ولری.
په همدې کال کې د پوهنتون استاد سیدنظیم سیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په کانکور کې د والیانو، وکیلانو، سیمه ییزو زورواکانو او ولایاتو ته د کانکور استول شویو کمېټو د غړو د لاسوهنو له امله هر کال په کانکور کې پراخې ستونزې را ولاړېږی.
هغه وایی، د لوړو زده کړو وزارت د تخنیکی کمېټې ځینو غړو هم د خپل سیستم له لارې په دې ازموینه کې لاسوهنه کوله، خپلې سمتی، ګوندی او قومی مسایل یې پالل.
د نوموړی په وینا، تر اوسه د کانکور ازموینې لپاره اساسی او بنسټیز فکر نه دی شوی، چې له امله یې استعدادونه وژل کېږی او هغه کسان چې د کانکور له لارې د لوړو زده کړو مستحقین دی د هغوی حق خوړل کېږی.
ښاغلی سیدی زیاتوی، د لوړو زده کړو وزارت باید د کانکور ازموینې ته له سره فکر وکړی، له سره ورته یوه اغېزمنه او سالمه پالیسی او ستراتېژی جوړه کړی.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش دوه ورځې وړاندې ماندګار سره په خبرو کې ویلی ول، چې دا ځل یې د کانکور لپاره جدی تدابیر نیولی دی.
د یادونې وړ ده، چې سږکال د هرات، لوګر او بدخشان ولایتونو په ګډون په ډېرو ولایاتو د کانکور ازموینه لغوه شوې ده. د لوړو زده کړو وزارت ویلی، که په هره حوزه کې د درغلیو او لاسوهنو اسناد وموندل شی ازموینه به لغوه او له سره به یې واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.