په ولایاتو کې د لومړی ځل لپاره کمپاین په شور او ځوږ پیل شو

گزارشگر:30 دلو 1392 - ۲۹ دلو ۱۳۹۲

د لومړی ځل لپاره له پلازمېنې کابل د باندې په ولایاتو کې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله له ننګرهار نه خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ننګرهار کې په هغې ټاکنیزه غونډه کې ګډون وکړ، چې د ختیزو ولایاتو کابو پنځلس زره کسانو په کې برخه اخیستې وه. دغه غونډه په شېرزی لوبغالی کې جوړه شوې وه.mandegar-3
غونډې ته د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې له خلکو له دې امله مننه وکړه، چې د نوموړی ملا یې تړلې ده. نوموړی د ختیزو ولایاتو اوسېدونکیو ته ژمنه ورکړه، چې د تورخم جلال اباد، جلال اباد ـ کابل دویمې لارې به جوړوی، د بېسودو پل او د ننګرهار د کانال پروژه به له سره رغوی.

هغه همدارنګه، د کونړ او کامې پر سیندونو د سترو او سپین غره په لمنو کې د کوچنیو برېښنا کوټونو، په لغمان کې د پوهنتون، د خوږیاڼو، پچیر او نورو ولسوالیو د سړکونو او په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون جوړول د خپل حکومت کاری لومړیتوبونه یاد کړل.
ډاکټر عبدالله وویل، که بریالی شی خپلې ژمنې به په عمل کې خلکو ته ثابتې کړی: (( په موږ باور وکړئ او رایه راکړئ.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی حاجی حضرت علی غونډې ته په وینا کې، ډاکټر عبدالله د اوسنیو ستونزو د لرې کولو او د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره غوره نوماند وباله او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې نوموړی ته رایه ورکړی.
په همدې حال کې د اسلامی حزب غړی مولوی جانباز سرفراز غونډې ته په وینا کې هغه خبر چې ګویا ګلبدین حکمتیار له قطب الدین هلال ملاتړ کوی په کلکه رد کړه. هغه وویل، په افغانستان یو اسلامی حزب دی چې مشر یې عبدالهادی ارغندیوال دی او له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوی. نوموړی له خپلو پلویانو وغوښتل چې ډاکټر عبدالله ته رایه ورکوی.
غونډې ته د کونړ، لغمان، په ختیزو ولایاتو او په ځانګړی ډول ننګرهار ولایت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مشر ډاکټر محمداصف قاضی زاده هم ویناوې وکړې. د ختیزو ولایاتو په زرګونه کسانو له ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې دا ځل به د تېرو ټاکنو نه هم ډېر د نوموړی ملاتړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.