د ټاکنیزو شکایاتو د ولایتی مسولینو بده ورځ

گزارشگر:عرفان مومند/ 10 حوت 1392 - ۰۹ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3د ټاکنو د شفافیت او عادلانه والی لپاره د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارې خورا مهمې دی. دغه کمېسیون به د ټولو هغو شکایاتو څېړنه او ارزونه کوی، چې د ټاکنو په اړه له دوی سره ثبتېږی. خو دا چې له ټاکنیزو سیالیو یوه میاشت تېره شوې او یوه میاشت وروسته به ټاکنې کېږی، دغه کمېسیون په ولایاتو کې خپلې چارې نه دی پیل کړی او ولایتی مسوولین یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. یاد کمېسون هم ځینې ستونزې منی .
د ټاکنیزو شکایاتو یوه ولایتی مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، ماندګار ورځپاڼې ته له هغه څه سرټکولی چې په وینا یې بې بندوباری او بې مسوولیتی ده.
هغه وایی، د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون له ګڼو تخنیکی ستونزو سره مخ دی، په رهبرۍ کې یې مشکلات شته او تر اوسه یې چارې په نشت حساب دی.
د ده په خبره، له کله نه چې د ولایتی مسوول په توګه خپل ولایت ته استول شوی سره له دې چې له روانی او فزیکی امنیت نه برخمن نه دی، ټرانسپورټی او دفتری وسایل، د مېشتېدو ځای او نور هغه څه نه لری چې په وینا یې خپلې چارې پرې پیل کړی.
سرچینې زیاته کړه، دا چې د ټاکنیزو سیالیو یوه میاشت وتلې او ټاکنو ته کابو میاشت پاتې ده، تر اوسه د دوی چارې نه دی پیل شوی، امکانات او امتیازات نه دی ورکړل شی: (( زموږ دفترونه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په دفترونو کې دی. د خلکو ډېره انده په ټاکنو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د لاسوهنو په اړه ده. کله چې موږ د دوی په دفترونو کې اوسو، څنګه کولای شو چې د هغوی په اړه شکایاتو ته رسیدګی وکړی. دا زموږ په چارو ناوړه اغېز کوی.))
د هغه په په خبره، ولسمشر او ډ ټاکنیزو شکایاتو د خپلواک کمېسیون مشر وایی، چې د ولایتی کمېشنرانو دندې تر هر چا ډېرې مهمې دی؛ خو د دوی امنیت، امکاناتو او ستونزو ته یې هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې: (( په ولایاتو کې د واک جزیرې ډېرې او فعالې دی. زموږ د امنیت لپاره هېڅ ډول غم نه دی خوړل شوی. زموږ ستونزې او د کارونو پر وړاندې مو شته ګواښونو ته پام نه دی شوی. زموږ چارې او بستونه سیاسی دی؛ خو هېڅ ډول امکانات ورته نه دی منظور شوی. په دغسې وضعیت کې به د ټاکنیزو شکایاتو څېړل ستونزمن وی.))
د ټاکنیزو شکایاتو دغه مسوول وویل، باید د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون جدیت غوره کړی، کار اهل ته وسپاری، ځکه تر اوسه یې له دوی سره کړې ژمنې نه دی پوره کړی، چې دا چارې د کمېسیون حیثیت تر پوښتنې لاندې راولی.
د هغه په وینا، ولایتی کمېشنران تر ډېره یا په کاندیدانو او یا هم د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون په کمېشنرانو پورې تړلی دی، چې د هغوی له لوری یې جېبونه ډکېږی او د دې په کیسه کې نه دی، چې کومې ستونزې او ننګونې یې پر وړاندې شتون لری.
دی زیاتوی، په کار ده چې د ټاکنو د شفافیت، عادلانه والی او سلامتۍ لپاره د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون او ولایتی دفترونو کې دلسوزه، ملی ګټو ته وفادار او بې پرې کسان غوره شوی او د هغوی له چارو څارنه شوې وای: (( یوشمېر یې داسې هم دی چې ظرفیت نه لری، هغه څه یې چې مسوولیت دی او یا ور سپارل شوی دی. په خپلو دندو کې سبمولیک شتون لری.))
نوموړی له ولسمشر او د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون غواړی چې د دوی ستونزو ته پام وکړی، ګواښونه او ستونزې ورته رفع کړی.
په همدې حال کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر محمدنعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وایی، چې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون د ولایتی دفترونو د مسوولینو په ټاکلو کې ستونزې شته او دوی خپلې اندېښنې او غوښتنې له دې کمېسیون سره هم شریکې کړی دی.
د هغه په خبره، په کار دا ده چې ټاکنیز کمېسیونونه د ټاکنو له مهالوېش سره خپلې چارې او ځانونه عیار کړی؛ خو د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون خپلې چارې خورا سستې او ناوخته پیل کړی دی، چې د ټاکنو په روڼتیا ناوړه اغېز کوی.
دی وایی، دغه کمېسیون تر اوسه د ولایاتو په کچه خپل چارې نه دی پیل کړی او هر څومره چې ناوخته کار پیلوی، کار یې ډېر او له مهالوېش نه وروسته پاتې کېږی.
د ایوب زاده په خبره، د ټاکنو د شفافیت لپاره دوه مسایل خورامهم دی، یو د نړۍ والې او مدنی ټولنو څارنه او بله هم د ټاکنو په اړه شته شکایاتو ته رسیدګی. نوموړی وایی، که د ټاکنو په اړه ټولو شکایاتو ته رسیدګی ونشی ستونزمنه به وی، چې د ټاکنو مشروعیت تامین شی.
د یاد بنسټ مشر وویل، ښه دا وه چې ټاکنیزو شکایاتو دفترونه جلا او ځانګړی وای، چې په دې برخه کې لټی وشوه: (( د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون له لوری د ناوخته کار پیل خپله یوه ستونزه ده. دغه راز په هېواد کې د وګړو د بې پرېوالی معلومول هم ستونزمن دی. خو د وګړو د استخدام لپاره په کار ده چې یو لړ معیارونه او مکانیزمونه رامنځته شی؛ څو حد اقل بې پرې کسان استخدام شی.))
خو د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون ویاند او غړی نادر محسنی ماندګار ورځپانې ته وویل، په دې کمېسیون او چارو کې یې ځینې ستونزې نه ردوی؛ خو دا کمېسیون تازه رامنځته شوی چې تر اوسه یې چارې ښه ډول مخ ته تللی دی.
هغه وایی، د ولسمشر د منظورۍ له مخې یې ولایتی مسوولینو ته امتیازات ټاکلی او له امنیتی پلوه هم خورا ډاډمن دی، چې په ځینو سیمو کې ولایتی دفترونو په کار پیل کړی او ځینې نور به هم په راتلونکې کې په کار پیل وکړی.
ښاغلی محسنی زیاتوی، ښه به دا وی چې د دوی ولایتی مسوولینو ته د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه جلا دفترونه ورکړل شوی وای؛ خو د وخت د کمښت او د بودیجې د نه شتون له امله اړ دی، چې په ولایاتو کې خپلې چارې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په دفترونو کې ترسره کړی.
نوموړی په دې باور دی، چې ولایتی مسوولین دایمی غړی نه دی او له همدې امله ورته په بودیجه کې امکانات په نظر کې نه دی نیول شوی؛ خو د دوی به د دولت د بودیجې او امکاناتو په نظر کې نیولو سره خپلو ولایتی مسوولینو ته امکانات برابر کړی.
د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون ویاند وویل، سره له دې چې دوی د څلورو مواردو په اړه په یوه پړاو کې پرېکړه کړې؛ خو تازه یې د ۱۸ مواردو په اړه مقدماتی څېړنې پیل کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.