د افغانستان ثبات په راتلونکیو ټاکنو پورې اړه لری

گزارشگر:11 حوت 1392 - ۱۰ حوت ۱۳۹۲

mnandegar-3په داسې حال کې چې کاناډایی پوځی چارواکی وایی، افغانستان ثبات ته نېږدې شوی دی، یوشمېر افغان شنناندی وایی، چې د افغانستان ثبات په راتلونکیو ټاکنو پورې تړلی دی.
هغوی وایی، په عادلانه او شفاف ډول د ټاکنو ترسره کېدل، له امریکا سره د امنیتی تړون لاسلیک او د تېرې یوې لسیزې د لاسته راوړنو ساتل د افغانستان د ثبات له تامین سره مرسته کوی. په دې وروستیو کې کاناډایی پوځی چارواکیو له بهرنیو رسنیو په خبرو کې وویل، سره له دې چې پر افغان پوځ د افغانانو باور زیات شوی؛ خو ورسره دغه هېواد ثبات ته هم نېږدې شوی دی.
د سیاسی او حقوقی چارو شننونکی محمد خالد یوسفزی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان د ثبات لپاره ټاکنې تر هرڅه مهمې دی، چې په عادلانه او شفاف ډول ترسره شی.
هغه وایی، د افغانستان ثبات او د تېرې یوې لسیزې د لاسته راوړنو ساتنه د راتلونکیو ټاکنو په ګرو کې ده، که چېرې را روانې ټاکنې په ازاد او عادلانه ډول ترسره شی، په هېواد کې یوه سالمه اداره رامنځته شی چې له یوې خوا د نړۍ والې ټولنې او ولس له ملاتړه برخمنه وی او له بلې خوا وکولای شی شته لاسته راوړنې وساتی؛ نو هېواد به د ثبات لور ته ګامونه واخلی.
د ده په خبره، په اوسنیو شرایطو کې ډېر خلک د امن او ثبات له اړخه اندېښمن دی، نا امنی پراخېدونکې او هېواد له سیاسی کشمکشونو سره مخ دی.
د ښاغلی یوسفزی په وینا، د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته د حکومت اراده تر هر څه مهمه ده، ځکه حکومت په ټاکنو کې لاسوهنې وکړی نو په هېواد کې به سیاسی شخړې او ناندرۍ زیاتې او ثبات ته د رسېدو د لارې پر وړاندې به ګواښونه نور هم ډېر شی.
نوموړی د کاناډایی چارواکیو څرګندونو ته په اشارې وویل، که چېرې له ۲۰۱۴ کال وروسته نړۍ واله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورنه کړی نو د افغانستان بې ثباتی به نوره هم ډېره شی. دی د ثبات د رامنځته کېدو لپاره له امریکا سره امنیتی تړون حتمی بولی.
په همدې حال کې لیکوال او ژورنالیست مجیب الرحمن ساپی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په وروستیو کې د افغانستان ثبات او بې ثباتۍ په اړه څرګندونې زیاتې شوی دی.
د ده په وینا، په تېرو دولسو کلونو کې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه درلودل او د پرمختګ پر لور روان دی؛ خو په وینا یې مهمه دا ده چې افغانستان ترکومه کولای شی د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنې وساتی.
هغه سر له دې چې د حکومتوالۍ لپاره ثبات له اساسی عناصرو څخه بولی؛ خو وایی، چې روانې نا امنۍ ته په کتو نه ښکاری چې افغانستان دې ثبات ته نېږدې شوی وی.
دی وایی: (( هغه مهال به موږ وتوانېږو، چې بشپړ ثبات ته لاس‌رسی ولرو، چې له یوه لوری خپلې اوسنۍ لاسته راوړنې په ټینګه وساتو او له بل لوری له نړۍوالو سره په تعامل کې ژوند وکړو.))
ښاغلی ساپی وایی، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د بې ثباتۍ پر وړاندې تر ټولو ستره موضوع د امنیتی سند نه لاسلیک دی.
نوموړی زیاتوی، که افغان حکومت بریالی نه‌شی، چې له امریکا سره امنیتی سند لاسلیک شی، نو له یوې خوا به له نړۍ والې ټولنې لرې او له بلې خوا به مو بې ثباتی نوره هم زیاته شی.
هغه وایی، له نړۍ والو پرته د دې لپاره افغانستان بې ثباته کېدای شی، چې نه افغان ځواکونه په لازم ډول سمبال شی، نه وسله وال مخالفان له منځه وړل شوی، بلکې لا پیاوړی کېږی او د سولې په برخه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ رښتینوالی شتون نه لری.
یو شمېر کاناډایی چارواکی وایی، افغانستان چې ثبات او امن کېدو ته ډیر نږدی شوی او کاناډا باید خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
د هفینګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نړیوالې ټولنې هم په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې نیمګړتیاوې درلودې؛ خو له تېرو درسونو څخه په زده کړې، د اوږدې مودې پانګونې ته هم پام اړول شوی او د یوه ښه امنیتی ځواک د جوړېدو په برخه کې بریالی کارونه شوی دی.
په افغانستان کې د مخالفانو د جګړو د دوام؛ اداری فساد او له ۲۰۱۴م کال وروسته وضعې په اړه د خلکو له اندېښنو سره سره؛ په دې هېواد کې زیاتې بریاوې شته.
ورځپاڼه لیکی، د افغانستان د امنیتی ځواک مسلکی کول یوازې د امنیت لپاره مهم نه دی؛ بلکه امنیتی ځواکونه په عمل کې د حکومت استازیتوب کوی او دغه راز په حکومت باندې د ولس د اعتماد رامنځ ته کولو په برخه کې مهمه ونډه لری.
هفینګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوی، په ۲۰۱۳م کال کې یوې سروې وښودله چې؛ په سلو کې ۸۸ افغانان په ملی پوځ باور لری او په سلو کې ۹۱ افغانان وایی چې؛ ملی اردو په هېواد کې د امنیت ښه کولو قابلیت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.