درغلۍ؛ بحران زېږوونکې پدیده!

گزارشگر:7 حمیل 1393 - ۰۶ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3کابو نهه ورځې ټاکنو ته پاتې دی. هغه ټاکنې چې د هېواد او هېوادوالو د راتلونکې لپاره خورا ارزښتمنې او برخلیک ټاکونکی ګڼل کېږی. خلکو په دې ټاکنو کې د ګډون او وسله والو مخالفانو یې د مختل کولو هوډ کړی دی.
خلک لېواله دی چې په ټاکنو کې برخه واخلی. ځکه ټاکنې د خپل راتلونکی او برخلیک ټاکلو لپاره یوازینۍ لاره ګڼی. د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ په یوې تازه نظر پوښتنه کې په ډاګه کړې چې د هېواد کابو دوه نوی سلنه خلک له ټاکنو ملاتړ کوی.
د دغه بنسټ نظر پوښتنه ښیی چې څه دپاسه ۷۵ سلنه خلک غواړی په ټاکنو کې برخه واخلی او د ټاکنو په ورځ خپلې رایې وکاروی. دغه بنسټ ته ۸۵ سلنه خلکو ویلی هغه چاته به رایه ورکړی، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه تګلاره ولری، پوه او هېواد ته ژمن وی. له ټاکنو د ملاتړ په برخه کې ۹۰ سلنه ښځو له ټاکنو ملاتړ ښوولی او ۹۴ سلنه نارینه و ویلی، چې د ټاکنو ملاتړ کوی.
دغه راز په کابل کې یوه بل بنسټ بیا په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره د هغوی لاسلیکونه ټول کړی دی. چې له ټاکنو سره د خلکو لېوالتیا په ګوته کوی.
خو وسله والو طالبانو د دې لپاره چې په ټاکنو کې د خلکو له ګډون مخنیوی وکړی په هېواد کې په ځینو وېره اچوونکیو بریدونو لاس پورې کړ. په کابل سرینا، په ننګرهار کې په لومړۍ امنیتی حوزې او ملی راډیو ټلوېزون، په کونړ کې په کابلبانک، په کابل کې د ټاکنو په سیمه ییز دفتر بریدونو او په کندوز او فراه کې په ځانمرګیو بریدونو سره هڅه وکړه چې په خلکو کې وېره خپره کړی. هغوی له دې لارې غوښتل خلک و ویروی چې په ټاکنو کې برخه وانخلی. دغه راز یې په ځینو سیمو کې لا له وړاندې داسې خبرداری خپاره کړی چې خلک دې په ټاکنو کې برخه نه اخلی.
له شک پرته چې دا ډول بریدونه به د خلکو په روان او په ټاکنو کې د ګډون په پرېکړې تر یوه حده منفی اغېز وکړی. مګر خلک باید په دې هم وپوهېږی چې ښه راتلونکې یې په اسانۍ نشی کېدای ترلاسه شی. دا قربانۍ او جرئت ته اړتیا لری. ځکه یوازې په ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون دی چې کولای وسله والو مخالفانو ته په مخ درنه څپېړه ورکړی او د افغانستان روښانه راتلونکې تضمین کړی. که چېرې خلک د وسله والو طالبانو د ګواښونو او د دغه ډول بریدونو د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه وانخلی، دا به د افغان ملت د ټول عمر د وېرې لامل شی. هغوی به یوه تیاره راتلونکې په مخکې ولری. نه به سولې او امن ته ورسېږی او نه به یې هغه هیلې وغوړېږی چې غوړېدو ته یې په تمه دی.
افغان ملت یوه لاره په مخکې لری او هغه دا چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړی. د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړی او خپله راتلونکې وټاکی. له اوسنیو ستونزو خلاصون او د نننیو ګواښونو له منځه وړل یوازې او یوازې په ټاکنو په ګډون کولو سره پای ته رسېدای شی.
د دې ترڅنګ دا د حکومت دنده چې د خلکو امنیت خوندی او د وسله والو مخالفانو د بریدونو مخنیوی وکړی. خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون یو ډاډمن چاپېریال رامنځته او د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړی. داسې ټاکنې چې له هر ډول درغلیو پاکې وی.
ځکه خلک د وسله والو مخالفانو له بریدونو سره سره په ټاکنو کې د ګډون لپاره لېوالتیا ښودلې او نهه ورځې وروسته به خپله دا لېوالتیا په ډاګه کړی. خو په ټاکنو کې د حکومت او زورواکانو لاسوهنه او درغلۍ خلک اندېښمن کړی دی.
د فیفا د راپور هم ښیی چې ۲۷ سلنه خلکو ویلی، د درغلیو او نا امنۍ له امله په ټاکنو کې ګډون نه کوی. ولسمشر حامد کرزی هم ویلی، چې د افغانستان دښمنان نه شی کولی په بزدلانه اعمالو سره افغان ولس د خپل سرنوشت له ټاکلو څخه منع کړی، بلکې په میلیونونو افغانان به په راتلونکیو ټاکنو کې د خپلې ارادې په تمثیل سره د خپلې خوښې وړ کاندیدانو ته رایه ورکړی. د هغه په خبره ١٠ ورځې وروسته به په ټول هېواد کې په میلیونونو افغانان د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شی او د هېواد د سیاسی زعامت د ټاکلو لپاره به خپله اراده تمثیل کړی.
دا د دې ښودنه کوی، چې افغان ملت د وسله والو له برېدونو نه وېرېږی او د هغوی له حملو سره سره به په ټاکنو کې برخه واخلی؛ خو دا به د ښاغلی کرزی او د هغه د حکومت لپاره هم د خجالتۍ خبره وی، چې په داسې وضعیت کې به هم دوی په درغلیو لاس پورې کوی. یو ملت چې د سر په بیه هم د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره صندقونو ته ځی، دا به ستره جفا وی چې حکومت به یې د درغلیو له لارې برخلیک ته بدلون ورکوی.
راتلونکې ټاکنې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په څېر نه دی، چې حکومت به بیا د درغلیو له لارې د پنځو نورو کلونو لپاره په خلکو د خپلې خوښې وړ زعیم تحمیل کړی، بلکې دا ځل به په ټاکنو کې لاسوهنې او درغلۍ به هېواد له یوه نوی بحران سره مخ، په ټاکنو به د خلکو باور راکم او پایلې به یې د نه منلو وی. نو حکومت باید په دې ښه وپوهېږی، فکر پرې وکړی او خلکو ته د رڼو ټاکنو د ترسره کولو زمینه برابره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.