حمیدګل د خلکو ذهنونه مغشوشوی

گزارشگر:25 حمل 1393 - ۲۴ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3افغان شننونکی د پاکستان د استخباراتی ادارې د پخوانی مشر جنرال حمیدګل څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د افغانانو او افغانستان لومړنی دښمن وباله.
د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال حمید ګل په خپله یوه تازه مرکه کې ویلی، چې په افغانستان کې ټاکنې د یوې معاملې په لړ کې ترسره شوې، که نه طالبانو د دې ټاکنو د مختل کولو وړتیا درلوده. هغه ویلی، د نړۍ والو ځواکونو په وتلو سره به طالبان بیا پر افغانستان واکمن شی.
خو افغان شننونکی وایی، چې د ټاکنو په ورځ د افغان ملت هڅو طالبان نهیلی او مات کړل او د طالبانو زور ونه رسېده چې دغه ټاکنې ګډې وډې کړی.
د پوځی چارو څېړونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، طالبانو د ټاکنو د ویجاړولو هوډ کړی و؛ خو افغان امنیتی ځواکونو په دوو میاشتو کې ښه چمتووالی نیولی و، د طالبانو پلانونه یې افشا او له منځه یوړل.
هغه وایی، له همدې امله طالبان ونه توانېدل چې ټاکنې ویجاړې او یا په کې د خلکو د ګډون پر وړاندې خنډونه رامنځته کړی.
د ده په وینا، افغان امنیتی ځواکونو وکولای شول، چې د ټاکنو په ورځ کابو دوه سوه تنه له ځانمرګو بریدونو او نورو چاودېدونکیو توکیو سره ونیسی، چې دا په چریکی جګړه کې خورا ډېر لوړ رقم دی او دغه کار طالبان کمزوری کړل.
ښاغلی امرخېل زیاتوی، د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه او مداخله لکه د لمر روښانه او ښکاره ده: (( جنرال حمیدګل د افغانستان او افغانانو تر ټولو لومړی دښمن دی. دا تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوی. د استاد ربانی د حکومت پر مهال یې هم په افغانستان کې ډېرې لاسوهنې وکړې. د اوسنیو بدبختیو اصلی لامل د همدې حمیدګل شوم پلانونه دی. ))
نوموړی وایی، جنرال حمیدګل غواړی په دغه ډول څرګندونو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړی، ځکه ماتې یې خوړلې او طالبانو ونشو کولای په افغانستان کې د ټاکنو په ګډوډلو کې خپل مرام ته ورسېږی.
د پوځی چارو دغه شننونکی په دې باور دی، چې د ټاکنو په ورځ ټولو امنیتی ځواکونو او افغان ملت خپله مېړانه وښوده، په خپلو منځونو کې یې سره ښه همکاری وکړه؛ خو که د ټاکنو په پایلو نوماندان توافق وکړی، دا یوه ستره بریا او د پاکستان لپاره ستر ګوزار دی.
د ده د حمیدګل دې ادعا ته په ځواب کې چې د نړۍ والو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شی، وویل: د ټاکنو پر مهال نړۍ والو ځواکونو له افغان ځواکونو سره یوازې هوایی مرسته درلوده، طالبانو چې د ټاکنو پروسه ګډه وډه نشوای کړی؛ نو حکومت نیول به یې له تصوره لرې خبره وی.
ښاغلی عتیق الله امرخېل سره له دې چې طالبان یوه وسیله بولی وایی، چې د دې وسیلې تر شا پاکستان پروت دی. ده وویل: (( که چېرې نوماندان د دې ټاکنو پایلې ومنی؛ نو دا نظام هېڅوک نشی ړنګولای، ځکه افغانانو خپل دوست او دښمن پېژندلی دی. تجربې یې ترلاسه کړی، د پاکستان په شومو موخو او پلانونو پوهېدلی هغوی نشی کولای په خپلو پلانونو کې بریالی شی.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی احمدسعیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، جنرال حمیدګل غواړی، چې طالبانو ته برائت ورکړی، ځکه د هغوی زور و نه رسېده چې ټاکنې ګډوډې وکړی.
نوموړی زیاته کړه، چې په افغانستان کې ټاکنې د هېڅ ډول معاملې په ترڅ کې نه دی ترسره شوی، بلکې په کې د افغان ملت ګډون طالبان نهیلی کړل؛ ځکه په دې ورځ طالبانو د دوو سوو بریدونو هڅه کړې وه؛ خو پایلې ته ونه رسېدل.
ښاغلی سعیدی د جنرال حمیدګل څرګندونې له واقعیت لرې بولی او وایی، چې افغان ملت په ټاکنو کې ګډون او رایه ورکولو سره طالبانو او طالبی مفکورو ته نه وویله.
دی وایی، د هغه خبرې هېڅ مانا او اهمیت نه لری، دا چې ماته یې خوړلې نو یوازې له دې لارې کولای شی تبلیغات وکړی: (( دا د افغاستان په کورنیو چارو کې د پاکستان او حمیدګل لومړۍ او وروستۍ لاسوهنه نه ده بلکې له وختونو راهیسې پیل شوې. حمیدګل یو اوباش متقاعد جنرال دی. افغان حکومت ته نه ښایی چې د هر کس و ناکس په اړه غبرګون وښیی.))
دا لومړی ځل نه دی چې حمیدګل په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ خبرې کوی، بلکې له دې وړاندې هم هغه دغه ډول څرګندونې کړی دی.
حمیدګل ویلی، په ۱۹۸۹ میلادی کال بېنظیر بوټو ورته ویلی، چې جلال اباد ونیسی. حمید ګل په دې مرکه کې، چې پاکستانی ورځپاڼو خپره کړې ده، د افغانستان په اړه وویل:« د افغانستان ټولې ډلې به په خپل منځ کې یووالی راولی، د افغانستان له انتخاباتو وروسته که هرڅوک واک ته ورسېده له امریکا سره به دوه اړخیزه امنیتی موافقه لاسلیک نه کړی، شورا به راوبولی چې د ټولو افغان ډلو استازی پکې برخه ولری ځکه چې درستې افغان ډلې جهادی افکار لری.»

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.