د ثور اتمه ارزښتمنه او عظیمه ورځ ده

گزارشگر:7 ثور 1393 - ۰۶ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3د ثور اتمه په هېواد کې د مجاهدینو د بریا ورځ ده. په دې ورځ افغان مجاهدینو له اوږدې خونړۍ مبارزې وروسته بریا خپله کړه. د شوروی اتحاد ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو په وسله واله مبارزه کې کابو دوه میلیونه افغانان شهیدان، یو نیم میلیون وګړی معیوب او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شول. یوازې شپږ میلیونه وګړی پاکستان او څلور میلیونه وګړی نور ایران ته کډوال شول.
خو په تېرو دیارلسو کلونو کې دغه ورځ په هېواد کې په کمرنګ ډول لمانځل کېږی. مجاهدین او د چارو شننونکی وایی، چې دغه ورځ د افغانستان لپاره خورا ارزښتمنه ورځ ده او په کار ده چې هر کال په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ثور اتمه د افغانستان لپاره یوه لویه او عظیمه ورځ ده.
هغه وایی، د دې ورځې لپاره افغانانو کابو دوه میلیونه وګړی شهیدان، میلیونه وګړی کډوال او معیوبین ورکړل؛ نو په کار ده چې هر کال له دې ورځې نه په ښه توګه یادونه او نمانځنه وشی.
نوموړی زیاته کړه، چې مجاهدین په افغانستان کې د یوې ډلې نوم نه بلکې د یوه ملت نوم دی، ځکه افغان ملت ټول مجاهدین دی؛ خو واک یوې داسې کړۍ ته په لاس ورغلی چې له مجاهدینو سره مخالفت کوی.
هغه وویل، ځینې کړۍ غواړی چې په بېلابېلو بڼو مجاهدین له صحنې وباسی، خپل پروګرامونه پلې کړی، ځکه دوی فکر کوی چې د مجاهدینو د بریا له ورځې نمانځنه د مجاهدینو له بهادرۍ او سرښندنې لمانځل دی چې دوی یې نه غواړی.

د ښاغلی حمیدالله توخی په وینا، حکومت نه یوازې دا چې د ثور اتمه په شاندارو مراسمو او لازم ډول نه لمانځی بلکې د اسد اته ویشتمې نېټې لمانځلو ته هم لازم پام نه کوی.
هغه د اوسنی حکومت ستونزو اصلی لامل مجاهدینو ته نه پاملرنه او ترې د مخ اړول بولی او وایی، بریالی حکومت به هغه وی چې مجاهدین تر خپل څنګ ونیسی، پام ورته وکړی او سلا مشورې ترې واخلی.
نوموړی زیاتوی، چې راتلونکی حکومت باید مجاهدینو ته په ځانګړی ډول پاملرنه وکړی، هغوی وهڅوی، ملاتړ یې وکړی، تر خپل څنګ یې ونیسی او قدر یې وکړی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او جهادی شخصیت قاضی رازمحمد دلیلی هم ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ثور اتمه د افغانانو او افغانستان لپاره خورا ارزښتمنه ورځ ده چې لمانځل او یادول یې اړین دی.
هغه زیاته کړه، په دې ورځ افغان مجاهد ملت په خورا سرښندونو او مېړانې د دوو میلیونو وګړو په شهادت سره وتوانېدل چې د وخت زبر ځواک شوروی اتحاد ځواکونو ته ماتې ورکړی.
دی وایی، هیچا تصور نه کاوه چې شوروی اتحاد دې د افغان مجاهدینو په تشو لاسونو ماتې وخوری.
ښاغلی دلیلی زیاتوی، چې د دې سترې ورځې لمانځل د افغانستان او افغان ملت لپاره ډېر ویاړ، حیثیت او وقار دی، ځکه دا ورځ د افغان ملت د همت، شجاعت او غیرت ښکارندوی ده.
د یاد جهادی شخصیت په وینا، په تېرو دیارلسو کلونو کې افغانانو په نورو چارو بوخت دی، ځکه یې د دې ورځې لمانځل له یاده وتلی او دا چې مجاهدینو او افغانانو ونشو کولای په خپل منځ کې یووالی، همپالنه او همغږی رامنځته کړی، د افغانستان لپاره ځینې ستونزې رامنځته کړې؛ خو زیاتوی چې په هر حال کې د دې ورځې لمانځل اړین دی.
هغه وویل، که چېرې راتلونکی حکومت د مجاهدینو رامنځته شی؛ نو د دې ورځې په پار به تاریخی یادګارونه، مقالې او کتابونه ولیکی، په خوښۍ به یې لمانځی او په دې کار کې د ملت خیر دی.
د یادونې وړ ده چې د ثور اتمه د شوروی اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بری ورځ ده. دغه ورځ هر کال په هېواد کې لمانځل کېږی. د ولسمشر کرزی د حکومت په پیل کې دغه ورځ په خورا شاندارو مراسمو ولمانځله خو وروسته له هغې چې په ۱۳۸۳ کال کې په کابل کې د دې ورځې په مراسمو چې ولسمشر کرزی هم په کې ګډون کړی و، برید وشو له هغې وروسته د یادې او نورو ټولو ارزښتمنو ورځو لمانځل محدود او په دې وروستیو کې خورا کمرنګه شول. مجاهدین وایی، په کار ده چې دا ورځ په خورا شاندارو مراسمو سره هر کال ولمانځل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.