د ښاروال او وکیلانو ترمنځ ناندریو زور اخیستی

گزارشگر:16 ثور 1393 - ۱۵ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3کابل ښاروالۍ د یوه بیان په خپراوی سره له هغو کسانو مننه کړې، چې د ښاروال پر ملاتړ یې په لاریون کې برخه اخیستې وه. په دې بیان کې ویل چې د کابل ښار په واټونو کې په سترو لوحو را ځړول شوی ویل شوی، چې د دوی ملاتړ د غاصبانو، غارتګرو، بې شخصیته اوباشانو او نورو هغو کسانو لپاره چې غواړی عامه شتمنی ولټوی. په یاد بیان کې د وکیلانو او هغو کسانو لپاره چې د کابل ښاروال پر ضد یې اعتراض پیل کړی، ډېرې بدې خبرې او تورونه لګولی دی.
خو د ولسی جرګې غړی دا خبرې ردوی او وایی، تر هغې به خپل اعتراض ته دوام ورکړی، څو کابل ښاروال له دندې لرې شوی نه وی.
د ولسی جرګې منشی انجینرسید اکرام ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسمشر کرزی له اداری پلاوی او د ولسی جرګې د کمېسیونونو له غړو سره ژمنه کړې وه، چې له سفره د کابل ښاروال په راګرځېدو سره به هغه له دندې لرې کوی.
دی وایی، ولسمشر کرزی خپله ژمنه پوره نه کړه او وکیلانو په اعتراض لاس پورې کړ. د نوموړی په خبره، له تېرو دوو ورځو راهیسې چې د وکیلانو له لوری اعراض پیل شوی د حکومت له لوری د دوی غوښتنو ته د رسېدګۍ هېڅ ډول ډاډ نه دی ورکړل شوی؛ بلکې یوازې د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی له ولسمشر کرزی او د هغه له لومړی مرستیال محمدیونس قانونی سره خبرې کړی خو وروستۍ پایله به یې څو ورځې وروسته له لیدنو روښانه شی.
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو استازی الحاج فرهاد صدیقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسمشر کرزی د ولسی جرګې مشر ته د دې قضیې د څېړنې لپاره د یوه پلاوی د ټاکلو ویلی ول؛ خو زیاتوی چې وکیلانو دا وړاندیز نه دی منلی.
هغه وایی، له تېرو دوو کلونو راهیسې د کابل ښاروال دوسیو ته رسیدګی نه کېږی، نور کمېسیونونه ستونزه نشی حلولی او تر هغې چې کابل ښاروال له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفی شوی نه وی، دوی به خپل اعتراض پای ته ونه رسوی.

ملی خیانت
د ولسی جرګې غړی وایی، له دولتی امکاناتو او پروسونل نه د ښاروال له لوری د شخصی ګټو لپاره کار اخیستل ملی خیانت او جفا ده. خو هغه کسان چې د ښاروال د ملاتړ په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، هم ځینو یې د ښاروالۍ د لرې کېدو غوښتنه کوله.
د ولسی جرګې غړی سید اکرام د کابل ښاروال په پلوۍ د یکشنبې په ورځ شوی لاریون ملی خیانت وباله چې په وینا یې د ښاروالۍ له بودیجې او امکاناتو نه د ښاروال په ګټه ترسره شو: (( هغه لاریون چې د ښاروال له لوری د هغه په ملاتړ وشو دا یو ملی خیانت دی. ځکه ده د تنظیف ټول کارګر او مامورین مظاهرې ته را غوښتی ول. د ښاروالۍ موټر او بیرغونه یې وکارول. یوازې او یوازې د شخصی ګټو لپاره. دا به هېواد بې ثباته کړی، بد رواج به پیل کړی، ځکه یو وزیر به دوه لکه مامورین لری نو سبا به د خپلو شخصی ګټو لپاره په دولتی امکاناتو خپل مامورین را وباسی.))
د ولسی جرګې غړی فرهاد صدیقی هم زیاته کړه، چې کابل ښاروال د خپل ملاتړ لپاره د تنظیف او ناحیو ټول مامورین او کارګر لاریون ته را بللی ول، چې ناحیې تړلی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
ده ادعا وکړه، چې د کابل خلکو یې پراخ ملاتړ کړی او هره ورځ ورته د ښاروال په اړه اسناد او شواهد په واک کې ورکوی.
هغه وایی، محمدیونس نواندېش د ښاروالۍ هغه مامورین ګواښلی چې د ده په ملاتړ لاریون کې یې برخه نه ده اخیستې.
جعلی ستاینلیکونه
وکیلان وایی، چې کابل ښاروال په جعلی ستاینلیکونو او پروګرامونو زرګونه ډالره لګولی چې ښکاره فساد دی.
د ولسی جرګې منشی د ښاروالۍ له لوری په وکیلانو لګول شویو تورونو ته په اشارې وویل، ښایی ځینې وکیلان ستونزې ولری؛ خو په وینا یې چې ښاروالۍ له هغو ډېره له ستونزو او فساد ډکه ده. ده وویل، د ښاروالۍ چارې ټول کابل ښاریان ګوری، چې په عادی بارانونو کې لارې بندې وی، خلک له ستونزو سره مخ وی؛ خو ښاروال حق نه لری له دولتی امکاناتو نه د شخصی ګټو لپاره کار واخلی.
ده په دې اړه هم اندېښنه وښوده، چې هر کله د پارلمان له لوری د ځینو مفسدو چارواکیو پر وړاندې غږ پورته شی، د حکومت یوشمېر نور چارواکی یې ملاتړ کوی؛ خو دا یې ونه ویل، چې له کابل ښاروال محمدیونس نواندېش نه څوک ملاتړ کوی.
ښاغلی سیداکرام ښاروال د جعلی ستاینلیکونو په جوړولو هم تورن کړ او نیوکه یې وکړه، چې د دې ستاینلیکونو د لمانځلو لپاره یې په سرینا هوټل کې زرګونه ډالره لګولی دی: (( حکومت باید ښاروال له دندې لرې کړی. دا د وکیلانو غوښتنه ده. تر هغې به دا تحص روان وی چې حکومت جدی پاملرنه ونه کړی. ځکه ښاروال په میلیونونو ډالره فساد کړی او له لسو نه تر اوه لسو د فساد دوسیې لری.))
حاجی فرهاد صدیقی پر وکیلانو د کابل ښاروال لګول شویو تورنو ته په اشارې وویل، چمتو دی چې د دې تورنو د اثبات لپاره ورسره هرې محکمې ته لاړ شی.

انتخابی ښاروال!
په فیسبوک او ټوېټر ټولنیزو شبکو کې هم پر کابل ښاروال ګڼې نیوکې شوی. دا نیوکې د کابل ښار له هغو انځورونو سره ملې دی، چې واټونه په کې له اوبو ډک خو اوسېدونکی په کې له ستونزو سره مخ دی.
لیکوال هارون معترف په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی، په کار ده چې قانون پلی او ښاروال انتخابی شی. هغه وایی، اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی په کار ده چې د انتخابی کېدو لپاره یې کمپاین پیل شی. څېړونکی او لیکوال سید مظفر دره صوفی هم ویلی، که ښاروال انتخابی شی ستونزې به کمې او خلکو ته به ځواب ویونکی شی.
خبریال مطیع الله عابد بیا کابل ښاروال ته ویلی: « پریږده چې خړ سیلاب مې یوسی» کابل د دولسو کالو د میلونو ډالرو او سلهاو واکدارو نه پس هم دا حال دا احوال، کابل هر چاته هر څه ورکړل، خو هیچا هم کابل ته هیڅ هم ورنکړل، پرته د غمه بمه او شرمه.
فرید بزګر لیکلی، نواندیش ثابته کړه چې واقعاً نواندیش دی! هغه زیاته کړې: (( کله چې یې د کابل پوهنتون د دیوالونو په سر دغه کټارې جوړولې، ما ویل چې د پوهنتون نه زندان جوړوی، خو زه پرون پوه شوم چې په غلطه ووم، د پوهنتون نابغه ګانو دغه کټارې د دې ورځې لپاره جوړې کړې وې، چې دا مسلمانان کله چې د کابل سړکونه د اوبو ډک شی، په کومه لاره به ځې!))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.