افغانستان له درې اړخیزې ناستې څه غواړی؟

- ۲۸ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3کابل نن د افغانستان، پاکستان او ناټو د درې اړخیزې امنیتی غونډې کوربه دی. په دې ناسته کې به د پاکستان او افغانستان لوی درستیزان او په افغانستان کې د ناټو عمومی قوماندان برخه واخلی. دا په خپل وار اوه دېرشمه درې اړخیزه ناسته ده، چې کېږی.
پاکستانیو رسنیو ویلی، چې نن به د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف په لومړی ځل په دې ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ولاړ شی.
خو یوشمېر پوځی شننونکی بیا دې غونډې ته په ښه نظر نه ګوری او وایی، چې دا غونډه به هم د تېرو په شان بې پایلې وی.
د پاکستان له لوری په کونړ راکېټی بریدونه، د کندهار په معروف ولسوالۍ د پاکستانیو پوځیانو له لوری شوی برید او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې امنیتې ننګونې به د دې غونډې اصلی اجنډا وی.
د ملی دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیری ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان د لوی درستیزانو او په افغانستان کې د ناټو د عمومی قوماندان ترمنځ اوه دېرشمه درې اړه خیزه نوبتی ناسته ده.
هغه وایی، په دې ناسته کې به د افغانستان لوی درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمی، د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف او په هېواد کې د ناټو عمومی قوماندان جنرال ډانفورډ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په امنیتی مسایلو خبرې اترې وکړی.
ښاغلی وزیری زیاتوی، په دې غونډه کې به افغان لوری له پاکستانه پر افغانستان د راکېټی بریدونو، په معروف ولسوالۍ برید او ځینو نورو امنیتی مسایلو، له پاکستان نه توضیحات او د دې بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړی.
د نوموړی په خبره، په تېرو کلونو کې د شپږو دېرشو شویو ناستو ځینې برخې عملی شوی او ځینې ژمنې لا هم پر خپل ځای پاتې دی؛ خو د نننۍ ناستې اهمیت په کې دی، چې په لومړی ځل د پاکستان نوی لوی درستیز راحیل شریف په دې غونډه کې ګډون کوی: (( موږ هیله من یو چې ټول اړخونه هغه ژمنې چې کوی پرې وفا وکړی. په داسې غونډو کې تل په امنیتی مسایلو خبرې کېږی.))
خو د پوځی چارو شننونکی د دغه ډول ناستو په اړه بل نظر لری. پوځی کارپوه جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دغه ډول ډېرې ناستې شوی؛ خو تر اوسه یې هېڅ غونډې پایله نه درلوده. د ده په خبره، په کار ده چې افغان لوری په دې درې اړخیزه پوځی ناسته کې مسایل په جدی ډول مطرح کړی او کلکې ژمنې ترې واخلی.
نوموړی زیاته کړه، ناټو په دې ناسته کې د یوه اړخ په توګه باید پر پاکستان فشار راوړی او د غونډې پایله په عملی ډول ترلاسه کړی: (( دا ناستې هسې د رسنیو لپاره ده. تېرو غونډو پایله ورنه کړه دا ناسته به هم پایله ور نه کړی.تر هغې چې په جدی ډول ترې تعهدات وانخیستل شی. باید دا ناسته اغېز وکړی په مسایلو. بهرنیان باید نظارت وکړی. او نه یوازې لوی درستیزانو بلکې په لوړ مقام حتی د ولسمشرانو په کچه ترسره شی.))
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان نوی لوی درستیز په لومړی ځل په دې ناستو کې ګډون کوی، چې ملی دفاع وزارت یې په اړه هیله مندی ښکاره کوی وویل، چې د پاکستان سیاست په څېرو او وګړو نه بدلېږی او نه ور پورې اړه لری.
ښاغلی علومی زیاته کړه، تر اوسه د پاکستان په سیاست کې بدلون نه دی راغلی، ځکه دا سیاست پوځ پورې اړه لری، په کار ده چې په پوځ او ای اېس ای زور راوړل شی.
د پوځی چارو د دغه شنناندی په وینا، دا چې په پاکستان کې نوی حکومت راغلی نو باید په پاکستان کې له شته تاوتریخوالی زده کړه وکړی، په خپل سیاست نوی فکر وکړی او مسایل په سوله ییز ډول حل کړی.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان تل په دغسې غونډو کې د هر ډول همکاریو ژمنې کړی دی؛ خو کله یې هم په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او د افغانستان په اړه یې خپل سیاست د پخوا په پرتله مخ ته وړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.