ډاکټر عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته: په ملاتړ کولو به مو پښېمانه نــه شـــئ

گزارشگر:14 جوزا 1393 - ۱۳ جوزا ۱۳۹۳

د استاد عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د امنیت د تامین، د قانون حاکمیت او له فساد سره د مبارزې ټاکنیز ټیم او د ملی انسجام ګوند له ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د استاد عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال او جهادی مشر محمداسماعیل خان وویل، له خپلو مجاهدو همسنګرو سره له ډېر پخوا راهیسې یو ځای و او خوښ دی چې یو ځل بیا د خپلو پخوانیو یارانو ترڅنګ ودرېد.
هغه وویل، د استاد عبدالرب رسول سیاف تر مشرۍ لاندې د امنیت تامین، له فساد سره مبارزه او د قانون حاکمیت ټاکنیز ټیم چې د افغانستان له مخکښو سیاستوالو جوړ دی، خپل ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله نه اعلانوی، څو په ګډه هېواد له اوسنیو ستونزو خلاص کړی.
د نوموړی په وینا، دوی د یوه مسوولیت لپاره سره یو ځای شوی او دا یوځای والی یې اوس نه بلکې، پنځه دېرش کاله وړاندې دی، چې د هېواد له هرې سیمې نه په ګډه په یوه غږ راټول شوی او هېواد یې ازاد کړی و.
ښاغلی اسماعیل خان په ټول افغانانو غږ وکړ، چې د یوه سر لوړی افغانستان لپاره سره راټول شی: (( دا خاوره چې تر پرونه د اتلانو خاوره او کور یادېده؛ نن د بې غوریو له امله د نړۍ تر ټول فاسد هېواد یادېږی. یو اشاریه شپږ میلیونه روږدی کسان لری. په نشه یی توکیو کې لومړی مقام لری. راځئ یو بل ته سره لاسونه ورکړو او په دې خاوره کې یو اسلامی حکومت قایم کړو. راځئ داسې حکومت راولو چې هرڅوک په کې د عزت ژوند وکړی. او هر څوک د عبدالله عبدالله تر قیادت لاندې ځان مصوون وګڼی.))
د استاد سیاف لومړی مرستیال وویل، ټول په دې پوهېږی چې د مجاهدینو او مسلمان افغان ملت یووالی کولای شی ستونزو ته د پای ټکی کېږدی او هیله یې وکړه، چې یو ځل بیا خلک په خورا مینې د رایو صندوقونه لاړ شی او رایه ورکړی.
دغه راز د استاد سیاف دویم مرستیال مولوی عبدالوهاب عرفان هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټیم یې له ډېرو سلا مشورو وروسته د یوې کره او دقیقې محاسبې په پای کې خپل ملاتړ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه ملاتړ اعلان کړ. هغه له خپلو ټولو پلویانو وغوښتل چې په دویم پړاو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړی او د بریالیتوب په برخه کې یې له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړی.
نوموړی له ډاکټر عبدالله نه وغوښتل، چې د قانون حاکمیت، د فساد د له منځه وړلو، د امنیت د تامین، د سولې راوستلو، د فقر ورکولو او نشه یی توکیو د له منځه وړلو په برخه کې جدې هڅې او مبارزې وکړی.
د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د استاد سیاف له ټاکنیز ټیم نه د مننې ترڅنګ وویل، که څه د فکر، مبارزې او عقیدې له مخې هېڅکله له استاد عبدالرب رسول سیاف او نورو مجاهدینو لرې نه و، خو د ویاړ ځای دی چې دغه ملی ټیم ترې ملاتړ وکړ.
نوموړی یو ځل بیا د خلکو او هېواد پر وړاندې ژمنو ته ځان رښتینی وګاڼه او ویې ویل، دې موخو ته د رسېدو لپاره به تل په ګډه سره هڅې کوی. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، افغان ملت د دې ورځې په تمه و او دوی هم چې یو بل له نېږدې او پخوا نه په دې باور و، چې د ملاتړ دا ورځ راتلونکې ده.
ده زیاته کړه چې دا یې کار پای نه بلکې پای دی، ځکه له یوې خوا به په دویم پړاو ټاکنو کې افغان ملت او د ملت ټیم بریالی کېږی او له بلې خوا به د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له خپلو ملاتړو سره یو ستونزمن سفر پیلوی، ځکه ټول خلک ترې هیلې او تمې لری: (( کله چې ټول افغان ملت په خپلو رایو موږ بریا ته رسوی، نو له موږ نه هیلې او تمې هم لری. له موږ رښتینی تعهد او ژمنې هم غواړی او دا یې حق هم دی چې له خپلو خدمتګارانو غوښتنې ولری.))
هغه فساد، نا امنی، د قانون نه حاکمیت، ولږه، بېکاری او نورې ستونزې اساسی ستونزې وبللې چې په وینا یې د نوموړی حکومت به ورته جدی پام واړوی.
په همدې حال کې د ملی انسجام ګوند د یوې بلې جلا ناستې په لړ کې خپل ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله اعلان کړ. د دې ګوند مشر نور اکبری په خپله وینا کې ډاکټر عبدالله ملی شخصیت او ټیم یې ملی ټیم وباله چې په وینا یې کولای شی هېواد له اوسنیو ستونزو خلاص کړی.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په یوې بلې جلا غونډه کې چې د ملی انسجام ګوند ترې په کې ملاتړ اعلان کړ، خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې له ده نه به په ملاتړ کولو نه پښېمانه کېږی.
هغه ځان او ټیم یې اسلامی جمهوریت ته ژمن وباله او ویې ویل، چې د غبرګولی په۲۴ نېټه د افغان ملت په ملاتړ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بریالی را ووځی.
ډاکټر عبدالله عبدالله یو ازاد، سرلوړی او با عزت افغانستان ته ځان ژمن وباله او ویې ویل، چې حکومت به یې له فساد، بې عدالتۍ او د قانون له نه حاکمیت سره مبارزه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.