دولتی ادارې له فلج کېدو سره مخ دی

گزارشگر:27 اسد 1393 - ۲۶ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د اقتصادی چارو شننونکی وایی، چې افغانستان له اقتصادی افلاس سره مخ دی او دا به په هېواد کې فاجعې رامنځته کړی. هغوی وایی، حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې ونشو کولای چې عایداتی سرچینې رامنځته کړی، چې اوس یې عادی بودیجه له کمښت سره مخ ده.
د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادی چارو شننونکی تاج محمد اکبر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې له افغانستان سره د نړیوالو د پرېمانه مرستو سره سره افغانستان ونه توانېده، چې بنسټونه جوړ او ځانته عایداتی سرچینې پیدا کړی.
هغه وویل، په افغانستان کې بنسټیزې پروژې پلې نشوې، له کانونو او اوبو ګټه وانخیستل شوه، د خصوصی سکتور پیاوړتیا ته پام ونشو او هغه فابریکې جوړې نشوې، چې په افغانستان کې د پروسس په برخه کې له یوې خوا خلکو ته کار پیدا کړی، عاید ترلاسه کړی او له بلې خوا اقتصاد له مصرفی هغه په تولیدی واړوی.
د استاد اکبر په خبره، په تېرو دیارلسو کلونو کې د ودانیو د جوړښت په برخه کې پانګونه شوې؛ خو دا پانګونه هم تر ډېره په لوړو بلډینګونو، د ودنو په تالارونو او نورو داسې ځایونو لګېدلې، چې نه فابریکې دی او نه خلکو ته د عاید ښه سرچینه کېدای شی.
ده وویل، په ځنګلونو هم چور او تالان ګډ دی، کانونه د زورواکانو له لوری په خپل سر کیندل کېږی، سوداګری نا انډوله ده، په دې مانا چې افغانستان ۹۵ سلنه واردات او یوازې پنځه سلنه صادرات لری، چې په توګه افغانستان په یوه مصرفی اقتصاد تبدیل شوی دی.
نوموړی له اقتصادی پلوه د افغانستان دغه ستونزې لوی ناورین بولی او وایی، حکومت نه دی توانېدلی چې بنسټونه جوړ کړی، ځکه په ادارو کې پراخ اداری فساد ټولې مرسته شوې پیسې شخصی جېبونو ته لېږدولی دی.
هغه وایی، د دې ترڅنګ زورواکو او واکمنو کسانو دولتی عاید او د عایدو سرچینې په خپل انحصار کې اخیستی، که له یوې خوا فساد کوی، نو له بلې خوا دولتی عاید هم په سم ډول نه ټولېږی او تر ډېره چور او تالا کېږی: (( په ډېرو مهمو ځایونو کې یې خپل کسان کېنولی دی. لکه په ګمرکونو، مستوفیت، ټرانسپورت، بانکونو او نور ځایونو کې چې درګرده د همدې زورواکانو لپاره چور کوی.))
استاد تاج محمد اکبر له دې امله پر افغان حکومت هم نیوکه کوی، چې د ځمکو د غصب مخه یې ونه نیوله، که نه دا ځمکې هم د افغان حکومت لپاره په اقتصادی سکتور بدلېدای شوې.
دی زیاتوی، اوس افغان حکومت مجبوره دی، چې بیا نړیوالو ته د مرستې لاس اوږد کړی او که نړیوال بیا هم له افغانستان سره مرستې وکړی، د کرزی د حکومت په شان به چور او تالا شی.
هغه په افغانستان کې د بهرنیانو ستراتېژی ګنګه بولی او وایی، بهرنیان په افغانستان کې روښانه ستراتېژی نه لری او منفی سیاست پر مخ وړی، ځکه تر اوسه یې په ټاکنو کې بریالی او پاتې نوماند نه دی معرفی کړی، بلکې دواړو نوماندو ته د بریا هیلې ورکوی.
نوموړی په هېواد کې د یوه رښتینی انقلاب راتلل اړین بولی او وایی، چې د ملی ګټو لپاره باید خاموش اکثریت را ویښ شی، هم له خپلو رایو دفاع وکړی او هم له خپلو ملی ګټو څخه.
خو په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر او د اقتصادی چارو شننونکی محمدامین فرهنګ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې افغانستان له اقتصادی افلاس سره مخ دی.
هغه وایی، د افغانستان عادی بودیجه چې په خپلو عایدو ولاړه ده، له کمبود سره مخامخ او د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لری او پراختیایی بودیجه خو له صفر سره مخ ده، چې په دغسې وضعیت کې ادارې فلجېږی، حکومت پر ځمکه کېنی او په هېواد کې یو لوی افلاس رامنځته کېږی، چې فاجعه راوړونکی دی.
ښاغلی فرهنګ د ولسمشرۍ په نوماندو او په اوسنی ولسمشر نیوکې وکړې، چې نه دی توانېدلی د روان وضعیت مخنیوی وکړی، بلکې دوی د واک پر سړ په جګړې اخته دی او د ملت غم یې له یاده ایستلی دی.
نوموړی سره له دې چې انتخابات یې په هېواد کې مسخره وبلل ویې ویل، چې په اوس وخت کې د ولسمشر کرزی حکومت پای ته رسېدلی، دواړه نوماند سره جوړ نه راځی او نړیوالو له افغانستان سره د مرستو بندولو خبرداری ورکړی دی.
هغه وایی، د دې ناکاره اقتصادی وضعیت او رامنځته کېدونکی افلاس پړه لومړی د ولسمشرۍ په دواړو نوماندو، بیا په اوسنۍ ولسمشر او د هغوی په نېږدو همکارانو ده او دا به په تاریخ کې پسې ثبت وی، چې په لوی لاس یې هېواد له اقتصادی افلاس سره مخ کړ.
نوموړی زیاتوی، چې له دې ستونزې نه د بېرون وتلو فرصت له پیله شتون درلود؛ خو نوماندو او ولسمشر چې په ۲۰۰۱ کال کې مهم چارواکی ول، ونه غوښتل د دې وضعیت مخنیوی وکړی. فرهنګ زیاتوی، چې دا به یوه ورځ د تاریخ پاڼې په خپله حافظه کې وساتی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.